د حافظې د قوي کولو لس لاري

1,137

 حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانګړنه ده . درس څخه نیولې د سودا اخیستلو لېست پورې ، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري .څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه پیاوړې کړو . دلته به په څو هغه لارو چارو وغږیږو چې په عملي کولو سره یې کولای شو د قوي حافظې څښتنان شو :

۱ ـ ښه خوب : خوب د حافظې د پاوړتیا لپاره اړين دی ، د خوب کموالی د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي ، ځکه زمونږ مغز د شپې هم کار کوي . د خوب پر مهال حافظه ځواکمنېږي او ورسره خاطرې بيا ژوندۍ کیږي او فعالیږي ، د دغو کارونو د نه ترسره کولو له کبله مغز د ورځې په اوږدو کې د معلوماتو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي . طب پوهان وايي ، د خوب کموالی د اعصابو کمزورتیا ده او د اعصابو کمزورتیا د حافظې متزلزله کېدل دي . خوب د انسان د روغتیا لپاره تر هر څه ځکه ګټور دی ، چې د عصبي سیسټم د بېلابېلو برخو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي . طب پوهان وايي که د خوب د کموالي له کبله د عصبي سیسټم اړیکې کمزورې شي ؛ نو حافظه دومره کمزورې کوي ، چې د ډېرو کمو څيزونو ساتل هم ورته ګران تمامیږي . شپه چې څنګه د الله تعالی له لوري د خوب لپاره پيدا شوې ده ، همدا شان په دې وخت کې خوب د نورو وختونو له خوبونو څخه روغتیا ته ډېر ګټور دی . پر همدې اساس صحي څېړونکي هم وايي  چې د شپې له خوا د ۸ ساعتونو په اوږدو کې خوب کول د انسان روغتیا او حافظه پیاوړې ساتي . که د شپې له خوا مو خوب پوره نه شو ، نو د ورځې باید د لږ وخت لپاره ویده شئ ! خو د شپې خلا نه شي پوره کولای .

۲ ـ دماغ په کار اچول : د مثال په توګه هره ورځ د قرآن کریم یو آیت یادول ، یو حدیث شریف یادول ، د نورو ژبو زده کړه ، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول ، سختو سوالونو ته ځواب پیدا کول او دېته ورته نور کارونه تر سره کول ترڅو دماغ په کار ولوېږي او د یاداښت وظیفه تقویه کړي .

 ۳ ـ د التهابونو درملنه : باید چې په بدن کې د هر ډول زخمونو درملنه په وخت سره وشي ؛ کنه نو امکان لري ، چې په دماغو کې د ځینو خلایاو د تخریب او له منځه تللو سبب شي ، چې دا چاره وروسته په حافظه هم بد اغېز کوي .

۴ ـ ښه خواړه خوړل : ښه او غني خواړه د مغز وړتیا او زیاتوالي کې ډېر زیات رول لري . لکه څرنګه چې ذهني فعالیتونو لپاره ډېرې انرژۍ ته اړتیا ده ؛ نو ضروري ده چې ښه خواړه وخورو ترڅو مغز مو د انرژۍ او ویټامینونو له کمبود سره مخ نشي . باید کوشش وکړئ چې دقیق خوراکي مواد وخورئ . امینو اسیدونه او انټي اکسیدانت ډیر زیات مهم دي . همدا رنکه ویټامین E چې د آکسیجن په رسونه کې ډېره مرسته کوي . بادام ، چارمغز ، پلي ، تازه او په کافي اندازه اوبه .

 ۵ ـ دماغي بوج کمول : کله چې تاسې داسې کار ترسره کوئ چې دماغ ستړی کوي ؛ نو خپلو دماغو ته لږ وخت ورکړئ چې آرام وکړي ، یا په بل داسې کار اخته شئ چې دماغي ستونزه ونه لري او دغه ستړیا مو را کمه کړي .

۶ ـ ورزش کول : په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل ګرځېدل د یاداښت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي . په برطانیه کې د یوې شوې وروستۍ مطالعې په وینا د ورځې یواځې لس دقیقې چټک مزل کول دماغي قدرت پیاوړی کوي ، په ځانګړي ډول هغه سیمې کومې چې دماغو کې د ستونزې حلولو مسؤلیت لري . دا څیړنه د برطانیې په ویسټرن اونټاریو پوهنتون کې ترسره شوې وه . د څېړنې پایلې ته رسېدلو لپاره څېړونکو د هغو کسانو څخه چې د ورځې په جریان کې يې سړې هوا ته تمرین کولو تجربه وکړه ، لکه د لسو دقیقو لپاره چټک مزل کول او یا هم د لسو دقیقو لپاره بایسیکل چلول . په دماغ کې د سپورت او تمرین اغېز نظارت لپاره څېړونکو د وسایلو په کارولو د اجرائیوي دندو لکه تمرکز او پریکړه کول تعقیب کړل . څېړونکو وموندل ، هغه کسان چې سپورت کوي د دماغ فعالیت یې پیاوړی وي ، په ځانګړي ډول په دماغو کې هغه سیمې کومې چې تمرکز ، پریکړې او د ستونزو د حل مسؤلیت پر غاړه لري .

 ۷ ـ لمر ته کېناستل : د حافظې د پیاوړتیا لپاره یو مهمه چاره د لمر د وړانګو اخیستل دي ؛ که چېرته په کافي اندازه د لمر وړانګې نه اخلئ پر مغز مو مستقیماً تاثیر کوي . د لمر وړانګې چې کله پر بدن ولګیږي ؛ نو بدن په طبیعي ډول ویټامين ډي جوړوي ، دغه ویټامين د مغز د فعالیت سره ډېره مرسته کوي ترڅو په ښه شکل فعالیت وکړي او همدا رنګه د مغز د زر زړېدو موده کې هم د پام وړ کموالی راولي . زیات لمر مو پوستکې ته ضرر رسولی شي خو که چېرته کافي د لمر وړانګې وانخلئ ممکن په مغز مو تاثیر وکړي . نو هر سهار او یا هم مازیګر له خوا تر ۳۰ دقیقو پورې د لمر وړانګو ته کینئ . که چېرته په دې نه توانېږئ چې کافي اندازه د لمر وړانګې واخلئ ؛ کولای شئ چې تاسو ویټامین ډي په دوایي شکل ترلاسه کړئ ترڅو ضرورت مو پوره شي .

۸ ـ په منظمه توګه فکر کول : په منظم ډول په یوه مسئله کې فکر کول د حافظې د تقویې سبب کېږي ، په موقته توګه په یوه مسئله کې فکر کول د دماغو د آرام تر څنګ د اوږد مهالې یادښت لامل جوړیدلی شي .

۹ ـ د چرګو هګۍ خوړل : هګۍ د کولینو په نوم له موادو ډکې دي ، همدا رنګه د بي ویټامین لري . له هګیو تر لاسه کېدونکې کولین ستاسو مغز د هغې پروسې لپاره کاروي چې د حافظې د پیاوړتیا او عصبي حجرو ترمنځ د ارتباط سبب کیږي . همدا رنګه هګۍ د پروتینو له پلوه هم بډای دي چې عصابو ته مهم دي .

 ۱۰ : د نوی ژبي یا نویو مهارتوننو زده کول : د نوی ژبي او نویو مهارتونو زده کول د مغزو حجرې په کار او فعالیت راولي چې د عصبي حجرو تر منځ د لازیاتي همغږي سبب کیږي هیره مو کمیږي او حافظه مو قوي پاتي کیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.