د سوځېدلي پوستکي لپاره اسانه او طبیعي لار

عارفه ځدران

594

د اوړي پۀ موسم کې د لمر وړانګې پوستکی سوځوي، او سوځېدلی پوستکی یوه یا دوې ورځې انسان پۀ تکلیفوي هم، خو لۀ هغې وروسته یې بیا رنګ تورېږي.

د اوړي موسم لۀ پیل وړاندې د ګرمۍ د سختو څپو یوه دورانیه د پوستکي اړوند ډېر خطرونه رامنځ ته کوي، نو راځئ چې د ژغورنې لپاره یې لۀ لاندې طریقو څخه ګټه پورته کړو.

مستې: د مستو پۀ مرسته کولی شو چې د سوځېدلي پوستکي څخه ځان خوندي وساتو. د دې لپاره په یوه پیاله مستو کې بادرنګ، لېمو او د رومیانو اوبه واچوې، بیا د نخودو اوړه ور اضافه کړئ. اوس یې پر مخ یا پوستکي ووهئ او تر دېرش دقیقو وروسته یې ووینځئ.

الویرا: الویرا د سوځېدلي پوستکي څخه د ژغورنې غوره طریقه ده، نو له وېده کېدو وړاندې الویرا را واخلئ او په اغېزمن شوي پوستکي یې ووهئ او سهار له پاڅېدو سره سم یې ووینځئ.

آلو: آلو د سوځېدلي پوستکي لپاره ډېر ګټور وي، ځکه چې ویټامین سي لري او ویټامین سي د پوستکي لپاره اغېزمن وي. نو آلو ټوټه-ټوټه کړئ او بیا پیسټ ترې جوړ کړئ او بیا یې تر دېرش دقیقو په اغېزمن شوي پوستکي ووهئ.

د نخودو اوړه: د نخودو د اوړو په مرسته د پوستکي مړې شوې حجرې خارجېږي او پوستکی تازه ساتل کېږي، د دې لپاره د نخودو اوړه په ساده اوبو کې حل کړئ او تر شل دقیقو یې په اغېزمن شوي پوستکي ووهئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.