چین له خپلو اتباعو غوښتي چې سمدستي له افغانستانه ووځي

605

د کابل په ‘شهر نو’ کې تر پروني برید وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند «وانګ وینبین» نن سه‌شنبه د لیندۍ ۲۲مه په افغانستان کې خپلو اتباعو دا خبرداری ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړي چې بریدکوونکو ته سخته سزا ورکړي او په افغانستان کې د چینايي اتباعو او سازمانونو امنیت ټینګ کړي.

هغه زیاته کړې چې بیجینګ د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په دغه برید کې د اسلامي امارت د پوځي پولیسو د وژل‌کیدو په تړاو خپله خواخوږي څرګندوي.

په ورته وخت کې د چین دولتي خبري اژانس شینهوا په کابل کې د افغانستان د سفارت د یو چارواکي له قوله ویلي چې سفارت وضعیت له نږدې څاري او لازم اقدامات به وکړي.

تر دې مخکې په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو» د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د سفارت د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کړې وه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه ماښام مهال په یو ټویټ کې وویل چې پر هوټل برید د دریو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسید.

هغه زياته کړې چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او کوم بهرني ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ښاغلي مجاهد په وینا، یوازې دوه تنه بهرنیان هغه مهال ټپیان شول چې د ودانۍ له یوې برخې یې ځانونه را وغورځول.

خو د کابل ايمرجنسي روغتون له نورو جزئياتو پرته په خپل ټويټر کې ليکلي، چې له دې پېښې څخه اتلس ټپيان او درې جسدونه دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

داعش، پر اعماق ویبپاڼه په خپاره‌شوي راپور کې ادعا کړې چې دا برید د دې ډلې د دوو غړو له خوا شوی دی.

دا په تېرو دوو اونیو کې په کابل کې پر بهرنیانو دویم برید دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.