طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو د شنبې په ورځ سلاموطندار ته وویل چې په وروستیو څلورو ورځو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۹ کسانو ژوند بایللی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد عبداللهجان سایق وايي، په دغو سېلابونو کې ۷۳ کورونه څهناڅه او په بشپړ ډول وران شوي او دوه زره او ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
دغه راز، په وروستيو ورځو کې د سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي چې د سرپرست حکومت او نړيوالو بنسټونو لهخوا ورسره هېڅ ډول مرسته نهده شوې. د هلمند او زابل اوسېدونکي عصمتالله او ګلمحمد وايي:
«زما د لس جریبه ځمکې غنم یې له منځه وړي او ټول کلی یې ویجاړ کړی. ږلۍ ډېره شوه، له حکومت څخه غواړو چې پلاوی راولېږي، څو وګوري چې دې سیمه کې زیان اوښتی که نهدی اوښتی.»
«بارانونو موږ ته ډېر زیان را اړولی او کروندې مو له منځه تللي. موږ هیله لرو چې مرسته راورسېږي.«
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او تراوسه پر ۲۵ زره او ۳۹۸ کورنیو مرستې وېشل شوې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا په ۲۹ ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو او د سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې ده.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.