د جدې شپږمې ته لنډه کتنه

پتانه ژوند

524

لنډیز!
د 1401کال د جدې شپږمه نیټه ! 43کاله وړاندي د سره پوځ یعني شوروي د لښکر د راتګ د ورځي سره سمون خوري .
د 1357کال د ثور د کودتا او د سردار محمد داود خان د واقمنۍ د پای ته رسیدو سره او د نورمحمد ترکي د واک ترلاسه کولو یا د خلق دمکرات ګوند د واکمني نه یوکال ورسته د1358کال د ببرک کارمل په غوښتنه او د افغان خلق برچم دولت په ملاتړ  د شوروي سرو لښکرو پوځیان د افغانستان شیرخان بندر له لوري او نورو څو لارو نه افغانستان ته زرګونه پوځیان د ځمکې او هوا له لاري له بیلا بیلو وسلو او ټانګونو سره داخیل کړل.
څه موده نه وه تیره چې  په افغانستان کې  د میلونونو افغانانو د مقاومت سره مخ شول په همدې جګړه کې یو میلون افغان ووژل او  مایوب  شول,  میلنونو نور افغانان بې کوره , اواره شول.
ژوند میلونونه ترخې خاطرې ولرلې او مرګ بې شمیره کسان یوړل دنیا داسي دوزخ راوړ چې اورونو یې افغانستان لولپه کړ.
او تر نن په دې اور کې بې شمیره انسانان کاڼي او دښتي سوځي.

دې جګړې لس کاله ګرم میدان وساته او د  ډاکتر نجیب په غوښتنه سرو لښکرو میدان خوشي او د جنګ له میدانه خپل موړي وویستل او د شلو زرو جنازو سره شوروي اتحاد روسې ته ستانه شول.

د افغانانو مقاومت د مجاهیدو تر نامه لاندي د امریکا له لوري حمایت او چمتو کیدل او د سره پوځ په مقابل کې جنګیدل.

دا جګړه پردۍ وه او د پروژنف ماته او د امریکا لاسته راوړنه وه,مګر قرباني او بربادي د افغانانو نصیب وه.

سرو لښکرو د امریکا سره د جګړې میدان افغانستان او مقابل جنګیالیان افغان ولس  حدف او خشم امریکا ګرځولی وو.

د شوروي لښکرو د وتو په حال کې  دا هغه وخت وو چې په همدې موده کې د افغانستان څو مشرانو خپل وار تیر کړی وو, لکه نورمحمد ترکی, حفظ الله امین, ببرک کارمل, او د واک په ګدۍ د یوالي ایډیا لرونکی جمهور ریس داکتر نجیب ناست او وکمن وو.
شورویان د نجیب په غوښتنه او د افغانانو د یوالي له توسنه او د جګړې د پای ته رسیدا په خاطر  داکتر نجیب له افغانستانه ویستل ترڅو افغانان یو او جګړه پای ومومې, مګر دا جګړه مجاهدینو نه غوښتل پای ته ورسوي ترڅو دوی ته واک ونه سپاري.
دا کتر صیب نجیب همداسي وکړل واک یې مجاهیدینو ته وسپاره او په خپله یې د ملګرو ملتونو دفتر ته فنا یوړه تر څو جګړه پای ومومې.
مجاهیدینو څلور کاله حکمت وکړ داسي حکمت چې هیڅ کډوال وطن ته ستون او نه د چا درمان وشو جګړیې پای نه موم او سر د پاسه سر وو.

امریکا مجاهیدین وازمویل او شوروي سرو لښکرو ماته وخوړه  سرټیټی ووتل, او خلق دولت یا نظام خطم شو.
دا ښکاره نه وه چې امریکا څه غوښتل او حدف یې څه وو د سروو لښکرو ماته?
مجاهیدینو دڅلور کاله واکمني ورسته د امریکا په غوښتنه او د پاکستان په همایت  د طالبانو نظام منځ ته راغی چې دا د یوې بلي نامعلومې جګړې پیل شروع شو چې قربانیان یې غریب افغانان وو.
ډیری شمیر مجاهیدین یې ووژل او نابلده کیماوي ګازونه یې  باندي استمال کړل او د بې شمیره مجاهیدینو کاتلان شول او په زیاته کچه وسلې  د طالبانو  لاس ته ولویدې .

طالبانو په خپل راتګ سره دار او دوره عامه کړه او لمنځونه یې چې الحي امر او فرض وو په زور او زیاتي سره په امت محمدي او مسلمان ولس کې لکه په کفري ملک کې اسلام منځ ته راوړل جبري کړل, په فغانستان کې یې هرڅه ختم کړل او د شوروي یستونکی اتل ډاکتر نجیب چې ملګرو ملتو دفتر ګراوګان کلونه نظربند ساتلی وو لاس تړلی طالبانو ته وسپاره او طالبانو د پاکستان په غوښتنه افغاني اتل په دار وخیژاوو او اریانا چوک بدنام شو.

2001کال امریکا په مجاهد او طالب باور کم شو او د القاعده بن لادن حوضور یې په افغانستان کې  زړه راوکیښ او افغانستان ته یې زړه را وخوت ترڅو خپله ځان خپله د میدان حضور او حاظر کړي .

حامد کرزی حاکم شو, طالبانو سکوت وکړ او جمهوریت نظام رامنځ ته شو!
د حامد کرزي د درې کلني سرپرست ریس جمهور  مشري نه ورسته اتخابات وشول او بیاهم حامد کرزي یوړل.

د پنځه کلني دورې د ختمیدو سره بیا ځای ځای حملې او چرکې بریدونه شروع شول, طالبانو د ترهګرو ترعنوان لاندي بغاوت شروع کړ, میلنونه افغانان یې ووژل او په ښارونو او خلکو یې ځان مرګي بریدونه وکړل. په دې ورستیو کې
امریکا د بیعنل افغاني تر عنوان لاندي د طالبانو سره خبري شروع کړې او په قعطر کې یې دفتر ورته خلاص کړل.

دې خبرو نتیجه ورکړه او طالبانو د افغانانو په سره د امریکا سره د دوحې تړون په نامه د جمهوریت د سکوت او طالبانو د ته د واک سپارلو په سر تړون وکړ او طالبان بیا حاکمان شول, او امریکا واک ته ورسول.

بیا دار حاکم شو دورې پلي شوې او د نجونو په مخ مکتبونه پوهنتونونه او ټول کاري او تحصلي ځایونه وتړل شول د ښځو سره دښمني پیل شوه او د افغان ښځو ته د طالبانو د مشرانو له لوري هیڅ ډول سپکاوی ونه سپمول شو او د طالبانو د مشرانو له لوري ولس ته ښکاره وویل شول چې د پرمختګ خلاف دي نظام یې په زوره نیولی او زور به چلوي.

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.