د داغستان خود مختاره جمهوریت

لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

290

 داغستان د روسې فدراتیف جمهوریت کې له 85 اداري واحدو نه یوه خود مختاره سیمه یا جمهوریت دی چې په قفقاز کې د کسپین بحیرې پرغاړه پروت دی .

د داغستان نوم له ترکې داغ چې معنی یې غر دی اخیستل شوی چې د غرنۍ سیمه یا کوهستان په معنی ده . پایتخت یې مخاچ قلعه یا ماخاتسکالا نومیږي ، دربند یې بل لوی ښار دی. مساحت یې 50300 کیلومتر مربع او نفوس یې 2576531 نفره دی . د داغستان د خلکو نیکونه د قفقاز له مختلفو سیمو نه هلته تللي چې له روسې ژبې نه علاوه پر 50 نورو محلي ژبو لکه ترکې ، آذربایجاني ، تاتي او آوارې خبرې کوي .

د داغستان په شمال کې د کسپین جلګې او جنوب ته یې د قفقاز د غرو لړۍ پرته ده ، په مرکزي برخه کې یې د ترک او سولاک سیندونه او په جنوب کې د سامور په نوم لوی سیند بهیږي ، د داغستان ټول سیندونه 1800 پورې رسیږي . د ژبو په اساس د دغه خود مختاره جمهوریت خلک درې ګروپه ژبې لري لکه قفقازي ، آلتایی او هندو اروپایی ، سره وېشل کیږي . خو معیاري او رسمي ژبه یې روسې ده چې ټول وګړي یې پرې پوهیږي . هر قوم یې څو ورځپاڼې او تلویزیوني برنامې په خپله ژبه لري .

د ټولو ژبو الفبا یې سریلیک ده . عربانوپه اتمه میلادي پېړۍ کې د هشام بن عبدالملک په وخت کې د دربند ښار فتح او هلته یې د اسلام دین خپور کړ. پخوا داسیمه په ایران پورې اړه درلوده خو د ګلستان د معاهدې پر اساس چې د 1813 کال د اکتوبر په 25 د ایران او روسیې ترمنځ لاسلیک شویده ، روسیې ته ورکړل شوه. د بازاردوز سیمه چې د روسې فدرالي جمهوریت جنوبي ترینه سیمه ده 4470 متره ارتفاع لري او له آذربایجان سره سرحد کې واقع ده .

د داغستان جمهوریت اوږدوالی 400 کیلومتره او سور یې 200 کیلومترو پورې رسیږي. د داغستان سیمه نفت ، ګاز او د ډبروسکاره او نور معدني مواد لري ، هوا یې توده او وچه او په ژمي کې ډېره سړه ده . داغستان د روسیې لپاره د قفقاز په برخه کې خورا مهمه ترانزیتي منطقه ده . د داغستان خلک 82 اعشاریه 6 سلنه سني مذهبه مسلمانان دي ، 8 اعشاریه 6 سلنه ارتدکس مسیحیان او پاتې په نورو ادیانو عقیده لري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.