!یوه هیله پاته وه چې هغه هم ختمه شوه

پتانه ژوند

630

د جمهوریت  نظام د ړنګیدو سره او د طالبانو په راتګ سره د افغانستان په سر د تیارو څلی واکمن او بلي شوې ډېوې مړې شوې.
دغو ډېوو ته پو ,کول د هغه چا کار وو چې تیاره تل پاتې غواړي , دا هغه شمعي دي چې ټوله شپه تر سبا بلي پاته وې او په تیارو د پوښل شوي افغانستان د خلاصون یواځینۍ لار وه.

زما د شمو مثال هغه د علم او زدکړي ځایونه دي چې طالبانو د نجونو په مخ وتړل .

طالبانو په خپل راتګ سره لومړی کار د خلکو په ځورونه لاس پوري کول  او له هرڅه مخته یې د غریب او له تیارو څخه په تنګ شوي ولس او د علم او مکتب په ارمان او په علم پسي ختلې سترګي ړندې کړې.

له یو کال راهیسي طالبانو په خپل راتګ سره د شپږم ټولګۍ نه پورته د نجونو مکتبونه وتړل.
او د خپل یو کال حکمت د تیریدو سره یې د هغو نجونو یوه هیله چې د پوهنتون پاته وه د تیري ورځي د 2022کال د سمبر په 20 د لوړو زدکړو د سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم له لوري د اناثو محصلینو په مخ د پوهنتونو د تړلو امر جاری کړ ,او د ټولو هغو نجونو چې هیلي یې پوره کیدو ته نژدې وې ووژلې,  او په مکمل ډول ټولي ښځي او نجوني په کور بندیاني کړې.

او د نن د سترګو لیدلی حال سره چې د طالب پوځیانو لټون په شخصي ژمني کورسونو کې په نجونو پسي کمپین شروع وو او په زور زیاتي سره یې له شخصي کورسونو نجوني او ښځي په زوره شړلې .

او دا خبره بیخي درده ونکې ده چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو  د تعلیم کتاب او قران په لور  زدکړو ته روانو  سپیڅلو په پاک لمنو نجونو د بد کارۍ تور پوري کړ او ترې یې هیڅ ډول  توهین او سپکاوی ونه سپماوو .
او د افغانستان تعلیم افته نصل یې  بد لمنی وګاڼه او د سپین سترګۍ په تور یې وګواښلې او د تعلیم د بندښ خلاف نجوني یې زندانو ته واچولې چې تروسه هم نادرکه دي.

دا نوې نه ده
طالبانو د جمهوری نظام په شتون کې هم په خپلو تر واک لاندي سیمو کې مکتبونه د نجونو په مخ تړل  او په بمونو الوځول.

د طالبانو واک ته رسیدل د دوی په اصتلاح ثاني دي ,خلکو فکر کاوو چې د بیا راتګ سره طالبان بدلون کړی او بدل شوي دي مګر نن هم طالبان هغه طالبان دي چې کوم ډیر کاله مخته واکمن وو او د نجونو د تعلیم او پرمختګ خلاف وو .

پوښتنه دلته دا ده چې طالبان ولي د نجونو د تعلیم خلاف او د دې خلکو د خوشحالي او د افعانستان د جوړښت او د دردمن زړه د ټکوریدا خلاف دي.?
ایا دا کسان پردي دي?
ایا دا کسان څوک دي او چا واک ته ورسول او ولي داسي کوي?

د تعلیم حق ستر زات الله(ج)هرنارینه او ښځینه ته ورکړی او د اسلام ستر پیشوا پیغمبر محمد (ص) شریعت ,قران ,حدیث او اسلام ورکړی, ایا طالبان له اسلام نه منکیر دي, او که د اسلام دښمنان دی چې د اسلام امر نه مني او د بشریت په مخ د علم کور تړي?

مګر دا پوښتني به څوک حل کړي,طالبان هیچاته د دې ځوابونو او خبرو کولو حق نه ورکوي.
او له خلکو یې د بیان ازادي اخیستې, دار حاکم شوی او له حقیقت ویلو هرڅوک ځان پټوي او له مرګه ټول خلک ویره لري.

او هیره دي نه وي چې  د طالبانو خپل چارواکي هم لکه شیخ ملا هیبت الله هم مخ پوټي ګرځي  یواځي د دوی هغه څه ښکاره دي چې خلک. پرې ځوروي, لکه دار ,د کانونو په غیري کانوني شکل کاچاق,د متکبونو او تعلیم بندول’ شکنځل, د غربت ترقي, او دا , اولس پردی کڼل.

د دې ټولو بد مرغیو ترڅنګ یوه بده پیښه او فاجا هم غوربت فقر او بې کاري ده چې زیاتره خلکو خپل پوښتورګې  او دبدن عضاوي او خپل د زړه ټوټې بچان چې له ځانه لري کول یې تدریجي مرګ ده  د یوې ګولې ډوډۍ لپاره خرڅ او پلوري.
نړۍ وال او د نظر خاوندان,  د دې هر څه مسول طالبان بولي دا ځکه چې دا وطن او نظام طالبان غنیمت کڼي او بې شمیره خلک یې له دندو یسته کړي او ټول ولسي افغانان یې له یو ډول روحي ناروغۍ سره مخ کړي شاید دا د امریکا  ناسمه  پریکړه او د پاکستان د ترهګرو همایت وي چې طالبان یې بیا واک ته ورسول .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.