نن د ۲۹ تاریخ تر څنګه ۶۳۷ مه ده چې د نجونو د مکتبونو دروازې کولپ او ترانې زنداني دي

پتانه ژوند

456

نن د پسرلي د اخیرې میاشتې29مه او د زلهجې د میاشتې لومړۍ چې د 20023د دوه زره درویشتم کال د شپږمې6میاشتې د 19می سره برابره  ده!!
او دا هغه وخت ده چې مکتبیانو پکښې تر ډېره کتابونه مخته بیولي وي او د لوی اختر د رخصتیانو لپاره انتظار باسې ترڅو د کتاب لوستلو سره سره  لیږ اندازه وخت د خوشحالیانو لمانځلو لپاره ځانګړی کړي.
مګر په خواشینۍ سره چې دا ځل سپرلی د هغو ترانو محروم ده چې د مکتب له کړکیو به د کتاب لوستونکو په سپیڅلو اوازونو راوتې او انعکاس کیدې, او دا اختر نه بلکې اخترونه وشو چې د اخترونو لپاره د ښه راغلاست زمزمې خاموشې دي.
نن د ۲۹ تاریخ تر څنګه ۶۳۷ مه ده چې د نجونو د مکتبونو دروازې کولپ او ترانې زنداني دي.
او دا یواځي نهه ویشتمه  او  شپږ سوه اودیرشمه نه بلکې د یو ملت د یو نسل د تباهۍ کیسه ده.
د جمهوریت د نظام د منځه تلو سره او طالبانو ته په واک سپارلو  سره ,طالبانو  د نجونو د شپږم نه  پورته صنفونه,مکتبونه , پوهنتونونه  او چکر ځایونه وتړل, او د ښځو درس لوستل او تعلیم یې مباح وګڼل او په نارینه زدکړیالانو یې ځینې ترهګریز مضمونونه اظافه او ځینې ګټور مضمونونه وتړل.
او د تعلیم د محرومیو ترڅنګ  یې په ښځو د رزق ګټلو ټولې هغه لارې وتړلې چې ښځو خپلو اولادونو ته ورنه یوه ګوله  حلاله ډوډۍ پیدا کوله.
او د همدې برسیره یې په ښځو داسي ډیرې زور زیاتیانې شروع کړې او ښځې یې په کورونو کې زندانیانې او له خپلو حقوقو محرمې کړې.
نن دا تر ټولو بوږنونکې ده  چې کومو ښوځو چې د نارینه سرپرست په ځای خپله د کورنۍ سرپرستې په غاړه لرله د یو مرګوني بهران سره مخ دي او په دې ګناء له لوږې وژل کیږي او یا سوال ته اړې کیږي کومې چې نارینه سرپرست نه لري او یا هم په جګړو او د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې یې خپل نارینه سرپرست وژل شوي کوم چې طالبانو د راتګ مخته په ولس او یا تیر نظام کول.
خلک فکر کوي چې شاید همدا د طالبانو او امریکا ترمنځ  د قطر تړون ووسې چې طالبان به افغان نسل ختموي بې سواده او وږې به یې ساتې او فکرونه به یې د تعلیم پر ځای وحشي او له وحشتونو ډکوي ,تر څو تل ناپوهه او د امریکا تر لاس لاندې او امر مننونکی نسل وروزل شي او د بهرنیانو ناوړ ارادې عملي کړي او دا به اسیایي ابرقدرتونو ته د یوې ناروغۍ په څیر دردې سر جوړ وي، او دا جالبه ده چې جګړه به پردۍ  او جنازې به خپله وي. کوم چې دا جګړه دره څلویشت کاله په افغانانو مخته بیولل شوې ده.
اوس د فکر کولو ترڅنګ  د نظر خاوندان په دې مطمین دي چې دا د ډیورنډ او ګندمک نه هم یو ناوړه او کسیفه د ولس او خاورې په سر مامیله ده کومه چې د طالبانو لخوا د امریکا سره شوې ده.
خو پوښتنه دلته همدا ده !! چې طالبان ولي افغانان د امریکا لپاره وژني او ولي یې ووژل؟
او دلته داهم پوښتنه ده چې د امریکا لخوا هره اونۍ میلونونه ډالر طالبانو ته سپارل  همدا د افغان وژنې او افغانې ښځو په ځورونه   ورکول کیږي؟
او که داسي کوم بل پلان روان ده چې کوم تراوسه باندې اولس نه ده خبر.
دلته ډیرې پوښتنې دي چې باید هل شي  !! خو متاسفانه چې په وطن دننه څیړونکي یې د ویرې په حاکمۍ کې دځواب ویلو پرځای خاموشې غوره ګڼې  او د ا حقیقت ده چې له مرګه هر څوک ډاریږي.
او په ټولنه کې د دوه رنګه کسانو په ژبه خلک پوهیږي چې یو وضیعت څیړونکې دي او بل هنرمندان ! خبره همدلته ورانه ښکاري چې هنرمندان چې باید اولس یې په هنرې رمزونو پوهه کړای وای فراریان او شړل شوي دي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.