طالبانو یوټیوبرانو ته یوه کړنلاره جوړه کړې ده

482
20 ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوټیوبرانو له پاره یوه کړنلاره جوړه کړې چې په دې وزارت کې ثبت سي او د رسنیو په توګه فعالیت وکړي. یوټیوبران باید د خپلو چینلونو راجستر کولو له پاره پیسې ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بیان ازادي په جدي ډول محدوده سوې او په رسنيو کې په ندرت سره د طالبانو په اړه انتقادي مواد خپريږي. دغه وضعیت د دې لامل سوی چې ډېر خبریالان له دغه هيواده ووځي.

په افغانستان کې د یوتیوب ځيني کاروونکي طالبانو نیولي دي او ځینو چینلونو هم خپل کار بند کړی دی.

د طالبانو له خوا محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله د ډیرو سیمه ایزو رسنیو له تړل کیدو وروسته د یوټیوب چینلونه ډیر مهم سوي دي. دا چینلونه په قصدي توګه غیر سیاسي او سیمه ایز مواد خپروي، د دوی ډېر لیدونکي په بهر کې میشت افغانان دي او د دې چینلونو مالکین پیسې هم ګټي.

افغان خبریالان په افغانستان کې
افغان خبریالان په افغانستان کېانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوټیوب چینلونو له پاره یوه کړنلاره جوړه کړې ده چې له مخې یې د یوټیوب هر چینل باید د څلور زره افغانیو په بدل کې د یوې رسنۍ په توګه ثبت سي. سربیره پر دې، د هر یوټیوب چینل له پاره باید لس زره افغانۍ تضمین ورکړل سي.

په دې کړنلاره کې ویل سوي دي: «د رسنیو د نشراتو د څارنې ریاست د عامه رسنیو قانون او د خصوصي عامه رسنیو د تاسیس او فعالیت مقرراتو سره سم د یوټیوب چینل فعالیت ​​او د رسنیو د جوازونو د  ۲۳ډولونو په پرتله همدا جوازونه د دوی د عاید په پام کې نیولو سره ثبت او صادروي.»

د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد دویچه ویله ته وویل د یوټیوب د غیر مسلکي کیدو په اړه د خلکو د شکایتونو له امله او ځینې یې انساني کرامت ته درناوی نه کوي، دا وزارت دې ته اړ سوی چې د یوټیوب چینلونه هم له خپل ځانه سره ثبت او راجستر کړي.

حماد وویل: «د یوټیوب د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي له پاره، موږ د دوی له پاره د راجستر یوه کړنلاره جوړه کړې او که څوک اقدام ونه کړي، دوی ته به اجازه ور نه کړل سي چې غیر قانوني فعالیتونه وکړي.»

په دې طرزالعمل کې ویل سوي دي چې د جواز خاوند او د یوټیوب د چینل مسئول مدیر باید ۱۸ کاله عمر بشپړ کړی وي او مسؤل مدیر باید د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ سوی وي او یا هم په دې برخه کې دوه کلنه مسلکي کاري تجربه د افغانستان په رسنۍ کې ولري.

د دې کړنلارې په یوه بله ماده کې ویل سوي دي چې د یوټیوب چینل نوم، موخې، د فعالیت ډول، مالي سرچینې، منقول او غیر منقول ملکیت، د تمویل سرچینه او د تماس شمیره او د بریښنالیک پته سره مشخص ادرس د یوټیوب په قوانینو کې مشخص سوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر افغان یوټیوب چلوونکې د خپل شوق په توګه کار کوي او د رسنیو مسلکي پوهه نه لري د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ځوانان د دې یوټیوب چینلونو له لارې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.

د يوټيوب چينل خاوندان وايي چي که د دوی چينلونه د افغانستان بانکي حسابونو سره فعال سي، پيسې نه ورکوي، خو بهرنیو هیوادونو کې اکاونټ ته اړتيا لري او په خپلو هيوادونو کې ماليه ورکوي.

افغانستان: د رسنیو فعالیت د طالبانو په حکومت کې
افغانستان: د رسنیو فعالیت د طالبانو په حکومت کې انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

زمان علي اديب چې د باميانو په يوټيوب چينل کې کار کوي، د يوټيوب د چينلونو د ثبت هرکلى کوي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د پيسو ترلاسه کول مناسب نه ګڼي: «د یوټیوب چینلونه کم عاید لري او موږ په بهرنیو هیوادونو کې ۲۰ سلنه مالیه ورکوو او موږ باید په افغانستان کې جلا پیسې ورکړو، دا زموږ له پاره یوه ستونزه ده.»

په راپرځول سوي جمهوري نظام کې، د ټولیزو رسنیو په قانون کې د یوټیوب چینلونه د رسنیو په توګه نه پیژندل سوي او د دوی راجستر کولو ته اړتیا نه وه.

د ۸صبح ورځپاڼې پخوانی مدیر مجیب مهرداد وايي چي د طالبانو دا کړنه د بیان او مطبوعاتو پر ازادۍ د محدودیتونو دوام دی.

مهرداد زیاته کړه: «یوټیوب له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري، دا یوه خپلواکه او انفرادي رسنۍ ده او په ټوله نړۍ کې فعاله ده. طالبان غواړي د یوټیوب کار محدود کړي، په داسې حال کې چې پر دوی هیڅ حق نه لري.»

البته، د یوټیوب چینلونو له لارې پیسې ګټل هم اسانه کار نه دی. هر چینل باید لږ تر لږه ۱۰۰۰ زر کسان (کډونوال) ولري او ویډیوګانې یې باید د ۴ زره ساعتونو څخه دغه چینل ډیر لیدل سوي وې ترڅو عاید ترلاسه کړي. د عاید اندازه د ویډیوګانو او لیدونکو په شمیر پورې اړه لري.

ژباړه :صفت الله زاهدي – دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.