پاپ فرانسیس د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو غوښتنه وکړه

399
شبنم الکوزۍ/ دویچه ویله
24 ساعتونه مخکې

د عیسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس پر خپل رسمي پخوانۍ ټویټر او یا اکس لیکلي چې: « زه ټولو نیکو خلکو ته بلنه ورکوم څو په افغانستان کې له زلزلې څخه زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي.»

پاپ همدا راز کاږي چې د ورورګلوۍ په روحیه د خلکو د کړاوونو په کمولو او اروپايي اتحاديې د ۳،۵ ميليونو يورو په مقدار د بېړنيو مرستو د لېږلو ژمنه وکړه. دغه خبره په یوه بيان کې راغلې ده چې له مخې يې له هغو بشري سازمانونو سره د مرستو کچه ۲،۵ ميليونه يورو زياته شوې چې د افغانستان په لويديځ کې په ځپل شوې سيمه کې د ژغورنې پر عملياتو بوخت دي

ويل شوي چې سربېره پر دې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو سره ټول ټال ۸۹ ميليونه يورو هم په نظر کې نيول شوې دي. په اوس وخت کې د سرپناه، طبي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې ډېرې دي ځکه چې دغه سيمه وچکالۍ هم ځپلې ده.

د ابو ظبۍ د زايد بن سلطان النهيان بشري او خيريه بنسټ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سره په همکارۍ د خوراکي او طبي توکو تر څنګ نور امکانات هم برابر کړي دي.

پاکستان، ايران او چين د خوراکي موادو، کمپلو، طبي شيانو، خېمو او پيسو د لېږلو ژمنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزير، انوار الحق کاکړ ويلي چې کابل په تېره د طبي کارکوونکو، ګرځنده روغتونونو، خېمو او کمپلو غوښتنه کړې چې دغه مواد د نورو مرستو ترڅنګ اوس په لاره دي

د بیړنیو پیښو سره د طالبانو د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق د دویچه ویلې سره په مرکه کې ویلې چې تر اوسه ددغو زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره یو شمیر هیوادنو لکه جاپان، چین، ایران او اروپایې ټولني ټټر وهلی دی.

که څه هم د طالبانو لخوا دغو ځایې زیانمن شوې خلکو ته مرستې رسیدلې خو د خلکو تمه او هیله بیا له ولسې مرستو ده چې اوسمهال د هیواد د ننه او بهر د مرستو د راټولولو کمپاین روان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.