اغزن سیم ناول، او لنډه تبصره

محمر ابراهیم هاشمي

322
د ارواښاد نصير احمد احمدي اغزن سيم ناول مې ولو ست. مرحوم احمدي صاحب دا ناول په 80 مخونو کې لیکلی چې لومړی ځل په 1391 کال کې چاپ او خپور شوی دی. کيسه  په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، ځکه همدا کيسه ده چې په لوستنکو څو سوه مخه کتاب په تلوسه لولي او خوند ترې اخلي نو د دې ناول کيسه هم له تلوسې ډکه ده. اصل کيسه داسي ده چې يوه له ژوند نه پتنګ او ناهيلې نجلۍ لیکوال ته ایمیل کوي او ورته وايې چې مرم، د ژوند کیسه مې لیکې؟! دی يې هم ورسره مني… نجلۍ کیسه ورته پیلوي چې د پوهنتون په درېم کال مو ټولګي ته يوه هلک تبديلې راوړه. هلک وحيد نوميده ښکلې څېره يې درلوده له وحيد سره مې ورځ په ورځ مينه زياتېده، او خوشحاله ژوند مو درلود خو دا خوشالي کم وخت وه. يوه ورځ يې راته وويل چې وروڼه مې ټينګار کوي چې لندن ته راشه! په موږ کار ډېر دی، تنها يې نه شو کولای. نو وحيد لندن ته ځي او مرېم يوازې پاته کېږي. دلته د مريم ژوند تريخېږي او په دې هڅه کې کیږي چې دا هم له کورنۍ سره لندن ته لاړه شي. مرېم په خپله هڅه کې کاميابېږې او له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي توګه لندن ته روانېږې خو د لاري په اوږدو کې لومړی ورور او ورپسې خپله مور له لاسه ورکوي کله چې لندن ته رسېږي لومړی وحيد ته زنګ کوي، ګوري چې وحيد نامزاد شوی دی. مريم ناهیلې کېږي او د سږو د سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ور کوي. مخکې تر مرګه مريم لوسي عمه (نرسې) ته وايې چې زما تر بالښت لاندې د وحيد عکس او د افغانستان نقشه ده کله چې زه مړه شم هغه به په تابوت کې راسره ږدې.
تلوسه د ناول يا په ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي .
دا ناول له سره په تلوسه پیل شوی دی، لاندي بيلګه يې را اخلم: “کمپيوتر مې چالان کړ ،ايمېلونو ته ورغلم ، څلور ايمیله ول درې دفتري او يو هم نا شناخته.  شناخته ايمېل مې لومړی وکوت، ليکلي یې وو : “مرم ، د ژوند کيسه مې ليکې؟”
دا نجلۍ څوک ده ؟ چېرته ده ؟ ولې په داسې حال ده ؟…… دا پوښتنې لوستونکی دې ته لېواله کوي چې د ځواب لپاره د ناول نورې پاڼې واړوي او همدا چلند د ناول د تلوسې اړخ بلل کېږی .
او بل يې ډيالوک ښه لنډ دی اضافي خبرو ته يې ځای نه دی پکې ور کړی لاندې بېلګه يې ښه مثال کېدای شي: “ټلېفون راغی، هماغه شمېره وه. ويې ويل:
“وبښه، پیسي خلاصې شوې. ومې ويل : ” زه ډېر ګشنه يم؟ ويې خندل :” ولې؟ هيڅ ! ما ټلېفون درته و نه کړ. په خندا کې يې ټوخی ګډ شو، ښه شېبه يې  وټوخل، بېرته يې وخندل: نه، داسې نه ده.”
 استاد نجيب منلي د کرکټر په باب ويلي: بې له کرکټره کيسه نه جوړېږي.
د ياد ناول مرکزي کرکټره مريم ده چې د ناول کيسه ور باندې راڅرخي د دې له خولې لیکل کیږي.
د ټول ناول کیسه او په هره برخه یې خبرې کول به سخت وي خو دا یو کوچنۍ لیکنه مې د ناول لوستلو وروسته په ذهن کې سره راټوله شوه او ومې لیکله.
پای
١٤٠٢ کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.