حفیظ الله تراب د معیار او دریځ سړی

محمد داود وفا

223
د معیار او دریځ سړی
نن مې یو سړی ذهن ته راغی، یو ملګری او اشنا، یو خواخوږی او یار.
خدای دې لري، ډېر ښه سړی دی، له دېرشو کلونو راهیسې چې یې پېژنم، اورېدلي مې نه دي، چې چا ته دې یې بد رسولي وي. همېشه په دې فکر وي، چې ملګرو ته څنګه ښېګڼې ورسوي. نورې ډېرې خبرې هم په کې شته، خو دا مې یې عمومي پېژندګلو وکړه. نن سبا خو ښه هغه کس دی، چې بل ته ضرر ونه رسوي، ښېګڼې کول خو لا پرېده. ځکه زه وایم چې دده له خوا چاته ضرر رسول خو پرېده، ښېګڼې یې یو سرباري کار دی، چې هر چاته یې د رسولو اړتیا وه او دی پرې پېښ شوی، یا په ده پېښ شوي، ده ترې درېغ نه دی کړی، لږ تر لږه ماته همداسې ښکاري.
حفیظ الله تراب یادوم، دی په ژوندانه کې د خاصو معیارونو تابع دی، نه دومره تریخ دی، چې څوک یې توف کړي، نه دومره خوږ دی، چې څوک یې وخوري. د ژوندانه هره برخه یې جلا ځانګړنې لري؛ که څه هم ځينې ترې ددغو ځانګړنو له امله خپه دي، خو زه ترې نه یم خپه. داسې انسانان ډېر لږ پیدا کیږي.
تراب صیب، دومره مشهور کس نه دی، وجه یې داده چې ځان مشهورول نه غواړي، نه یې په تېرو درې څلورو لسیزو کې کله غوښتي چې مشهور دې شي. کس مې ځکه ولیکه چې دی په خپل ژوندانه کې یوازې لیکوالو او شاعرانو ته منسوب نه دی، دی یو اجتماعي شخصیت هم دی، خو ستونزه داده چې دده د لیکوالۍ او شاعرۍ او هم دده د اجتماعي ژوندانه معیارونه بیخي جدا او جلا دي.
تراب چې په ۱۹۹۷ شاوخوا په جلال اباد کې د ابرار په موسسه کې کولتوري مسوول و، په ټولو هغو کې یې جلا او ځانګړی ارزښت لاره، خبرې به یې لږې کولې، خو د کار او زیار خبرې به وې، د حقیقت او د زړه خبرو په کولو یې د چا پروا نه ساتله. حتا که به دده دندې د پرېښودا خطر هم په کې و.
هلته ډېر نور یاران هم راټول وو. مشر خو ډاکټر عبدالبصیر توریالی و، چې یو ډېر فعال او دراک شخص و، د علم، ادب او ملګرو مینه وال و؛ خو اصلی سړی بل و، هغه میا صیب شمس الضحی سعید لورین ککړکی و، چې ما تر ډېره دی د لورین ککړکي په نامه نه، بلکې د لودین ککړکي په نامه پېژانده، دا خو دې د پاچا صیب سید الیاس صداقت کور ودان وي، چې لودین یې په لورین رابدل کړ.
رشتیا سید الیاس صداقت رایاد شو، تراب به دلته لږ پرېدم، سید الیاس صداقت هم عجیبه سړی دی، د هغه خبرې خو به بیا بل وخت وکړو، خو دا لنډه منځپېښه به ووایم چې:
یو وخت په دوه زرم عیسوي کال ما په پېښور کې د « ستوري د ادب په اسمان کې» په نامه تذکره ولیکله او چاپ شوه، په هغه کې د وطن د دوه نیم سوو نه زیات هغه لیکوال او شاعران راپېژندل شوي وو، چې مخکنیو تذکرو نه وو معرفي کړي، په دغو کې یو لیکوال او شاعر میا صیب شمس الضحی هم و. د هغه په باب ما لیکلی و، چې میا شمس الضحی سعید لورین ککړکی د میا قطب عالم زوی د میا نورالحق لمسی او د میا … کړوسی دی( اصلي لفظونه مې اوس هېر دي…)، په … کال د ننګرهار د سره رود د کوز ککړک په برو میاګانو کلي کې په…. ورځ زېږېدلی. تذکره چاپ شوه، ننګرهار ته ولېږل شوه او صداقت پاچا صیب ته هم ورسېده. څه وخت وروسته زه ننګرهار ته لاړم او په خپلې زړې چرګۍ ابرار موسسې ورپېښ شوم، همدا چې د موسسې انګړ ته وربرابر شوم، سید الیاس صداقت له ورایه راروان شو، لا یې ستړي مه شي نه وه کړې، چې راته کړه یې، یره خووو… څه به نه وایم، دا تا څه کړي؟ مال ولې، خدای دې خیر کړي؟ ول چې د میاصیب په معرفۍ کې دې ډېره بخیلي کړې، مال ولې، ول چې د میا صیب د زوکړې ساعت، د کوڅې نمبر او د کور د دروازې اندازه دې هم باید لیکلي وای… ما ورته هههه وکړه او بیا یې له لاسه ونیولم، چې یره د میاصیب شولو درباندې ډېر تاثیر کړی دی… .
خبره دا وه چې میاصیب په دې وخت کې د ابرار موسسې سرپرست و، خود به و، چې کشر ورور یې د موسسې لوی مشر و، د میاصیب شوله ډېره خوښه وه او همېشه به یې د غويي په غټه غوښه کې شوله پخوله. غالبا ۱۹۹۷ع کال به و، طالبانو د افغانستان په ۹۰ فیصده خاوره واک چلاوه، پوهنتونونه یې تړلي وو، ننګرهار پوهنتون هم تړلی و، کومه نظامي مدرسه په کې جوړه شوې وه، بیا د استادانو او شاګردانو تر ډېر عوذرو زارۍ وروسته پوهنتون صرف د هغو شاګردانو په مخ پرانېستل شو، چې په څلورم صنف کې وو او د فراغت تږي وو. پوهنتون خو پرانېستل شو، خو لیلیه په کې نه وه منل شوې، د لیلیې شاګردانو باید خپل لګښتونه کړي وای، چې شپه او ورځ یې د پوهنتون د لیلیې په کوټو کې تېره کړې وای. هلته مې څو شپې وکړې، خو مزه یې نه وه، برېښنا هم نه وه، یا ډېره کمه وه، د کابل سین له غاړې به مو شنه واښه را رېبل، بیا به مو د لیلې د بلاکونو مخته نغری جوړ کړ، او لوګي به پورته شول، چای به په دوه ساعتونو کې کېده، دا چې ننګولی به مو په څومره وختونو کې تیاراوه، پوښتنه یې مه کوئ. په دې وخت کې له ابرارخېلو سره زما رابطه د الیاس پاچا صیب او تراب صیب په وسیله پیدا شوې وه، ډېرو نورو هم زما په شان ځانته د شپو تېرولو ځایونه موندلي وو، زه به هم ابرار موسسې ته ورتلم، هلته به دېره وم او د میاصیب شولې او ښورواوې به مو خوړلې. په هغه وچکالۍ کې، چې ولس وچې ډوډۍ ته حیران و، د غوښې شوله او ښوروا خوړل یقینا چې د خدای یو لوی رحمت و.
خبره د تراب صیب وه، نو میاصیب به چې په کومه شپه شوله پخه کړې وه، تراب باندې به یې بې واره غږونه کول، چې هلکه نن ستا شپه ده، تراب به هم په وښکو کې موسکی شو، او په میاصیب به یې غږ کړ، چې پاچا صیب سید الیاس هم راسره پینه دی، ګویا چې ده به خپله برخه مسوولیت له هغه سره نیماوه.
میا صیب د کابل پوهنتون له پښتو ادبیاتو په ۱۳۵۴ل کال فارغ و، د پوهاند رشاد شاګردي هم کړې وه، بلکې د هغه تر لارښوونې لاندې یې د شغني ژبې په څېړنه مونوګراف هم لیکلی و، چې هرکله به یې یاداوه. میا صیب شاعر هم و، لیکوال او شاعران یې هم پېژندل او هرکله به یې په دې اړه بحثونه کول. ډېر خوشاله و، چې دلته د ننګرهار د صحت عامې په انګړ کې یې په ابرار موسسه کې ځوان شاعران او لیکوال تر لاس لاندې کار کوي او زما په شان د ادبیاتو شاګردان هم دده په دسترخوان ورټول دي.
میا صیب به د شپې د غوښو او شولو تر خوراک وروسته د شنه چای په وخت په مونږ هلکانو راغږ کړ، چې هلکو! نن شپه د شعر لپاره کومه موضوع باید انتخاب کړو؟ بیا به بحثونه شورو شول، ګپ به ولګېد او په خندا خندا کې به د میا صیب په خوښه موضوع انتخاب شوه؛ کله به موضوع د ککړک ګیدړو، کله به موضوع د ټټنګ غارونه وو، ککړک او ټټنګ د میاصیب د استوګنې سیمه وه، چې د ننګرهار په سره رود کې خوږیاڼو ته نژدې موقعیت لري. میاصیب به همېشه د هغه سیمې د ګيدړانو، خرو، لېوانو، سمسرو، پیریانو، دېوانو او نورو کیسې کولې. هره شپه به دده په دربار کې یو حیوان د شعر موضوع وه. حفیظ الله تراب او پاچا صیب سیدالیاس صداقت مکلف و، چې په دې اړه فې البدیهه شعرونه جوړ او واوروي، ما به هم په کې کله نا کله یو نیم بیت جوړاوو، زما عمر او تجربه لږه او شعري استعداد مې بیخي د نشت برابر و؛ خو دوی تکړه وو. دا مهال به تراب صیب او پاچا صیب داسې شعرونه نغږول اوبلل چې زه به ورته حیران شوم.
تراب صیب به هره شپه داسې یو شعر اوراوه چې په حقیقت کې به یې هیڅ مانا نه لرله، تشبېه، استعاره، کنایه، خیال تصویر دا هر څه چې تراب لا له مخکې څخه پېژندل، هیڅ به په کې نه وو؛ خو د شعر په نامه به د میاصیب په دسترخوان عرض کېدل او د میاصیب په شمول به مونږ ټولو واه واه کول. تراب صیب به ددې لپاره چې د میا صیب فرمایش پوره کړي اګاهانه سخت او درانه لغتونه په شعر کې وپېیل او میا صیب به یې صفتونه شورو کړل….
یوه شپه د ککړک د ګیدړ وار و، میا صیب تر ډوډۍ وروسته نرۍ نرۍ پیسته ماتوله او خولې ته یې اچوله، د ګیدړ کیسه یې شورو کړه او ځانګړتیاوې یې بیان کړې، تراب صیب د میا صیب په حضور کې لاندې طرحه وړاندې کړه، چې د میاصیب له خوا سملاسې ومنل شوه:
ای د ککړک په غار کې تل مدام پنهان ګیدړه
او صداقت ورغږ کړ چې:
فخر افغان ګیدړه بېرون راوځه
او بیا پاچا صیب سید الیاس صداقت ورپسې د تراب صیب په لږو ډېر سمون لاندې بندونه وړاندې کړل:
نهرې ګېډې ته مدام
کله سحر کله ماښام
په دغه کار کې یې سرسام
بېشکه يې په دغه کار کې قوماندان ګيدړه
فخر افغان ګیدړه بېرون راوځه!
لکه زمری ګرځې سرشاره
چې شي ماښام وځې له غاره
ای په خومارو کې خوماره
بغیر له غوښې نور ته نه خورې څه اسان ګیدړه
فخر افغان ګیدړه، بېرون راوځه!
په خېټه غټ په ملا کې چنګه
غټه دې خوله ک و ن ه دې تنګه
ای د چرګانو خاص ملنګه
تا له ککړکه تښتولي ډېر چرګان ګیدړه
فخر افغان ګیدړه، بېرون راوځه!
…..
شعر نه و، سمه قصیده وه، خو زما یې نور بندونه هېر دي. په دغه کال د میاصیب په دربار کې حیواناتو، نباتاتو، جامداتو او حبوباتو ته مختلف شعرونه ویل شوي، چې که ثبت شوي وای، یو ښه طنزي اثر ترې جوړېدی شو.
خبره د تراب صیب وه، تراب صیب په داسې شعرونو جوړولو کې هم ډېر ماهر دی، چې دا شعرونه به په حقیقت کې هیڅ مانا نه لري او یو بیت یا یو نیم بیتی به یې له بل سره هیڅ تړاو نه لري، خو په خلکو یې د تېرولو استعداد لري.
مثلا :
یوه شپه د میاصیب په دسترخوان ما وړاندیز وکړ، چې د زانګې ردیف دې شعر ته وټاکل شي، تراب صیب وتومات غږ کړ، چې:
د چا په تخيل کې يې اسمان په لمن زانګي
چاپېره چې د ښکلو کهکشان په لمن زانګي
یوازې آدمیان يې د تمکین پرستش نه کا
په اه د هر يو درد کې يې اذان په لمن زانګي
په خوب کې کوم يو ښکلي خپله خوله ويته نیولې
که لاندې باندې شپه کې يې ګلان په لمن زانګي
یوازې يې د حسن سپېڅلتیا سپېڅلې نه ده
د درو خزانه يې د دوکان په لمن زانګي
وفا له صداقته ځکه تاو کړل نن لاسونه
چې ولې په تکوين کې يې شيان په لمن زانګي
دې وخت کې به میاصیب راغږ کړ، چې واه واه، او خورا درانه احساسات به یې وښودل.
میاصیب نو بیا داسې نه و، سملاسې به یې شاعرانو ته انعام هم اعلاناوه. کله یو ښه ساعت، کله ښه ډوډۍ، کله ښه کالي، کله دوه درې اونۍ رخصتي، کله څپلۍ، کله یو شی کله بل.
په تېره چې میاصیب د تراب صیب او صداقت صیب په حضور کې یوه شپه د ککړک د رود( سرخاب ) خوړ د سیلاب په مهال د راوتلیو ماهیانو( کبانو) د کباب موضوع رامنځته کړه، چې ده یو وخت په سنه پنجاو شش (۱۳۵۶ل) کې په خپل لاس له سورخاب نه مایان راویستي وو او بیا یې په تیږو کباب کړي وو؛ په هغه شپه چې شاعرانو د میاصیب په وړاندې د سرخرود د سرخاو خوړ ماهیانو ته کوم شعرونه وویل، مه یې کوه پوښتنه، متاسفانه چې اوس مې په یاد نه دي. البته میاصیب په سبا ورځ د درونټې د ماهیانو یوه ښه مېله ترتیب کړه، چې ټولو په ګډه په خورا دلچسپۍ بدرګه کړه.
تراب صیب یو وخت د کابل په افغان ادبي بهیر هم همداسې کړي و. راته کړه یې چې ډېرو غټو شاعرانو مې شعر وستایه… د طنز کولو او لیکلو مایه د تراب صیب په اروا کې اخښل شوې ده. په دې کار به هم ده هغه شاعران کږل چې ګویا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او کوتي لال د لال په نامه په ولس تېروي.
هدف دادی چې تراب صیب دومره حقیق او دقیق فنان دی، چې هره موضوع ورته وټاکې دی کولی شي، په شعر او نثر دواړو کې په فې البدیهه ډول لفظونه راټول کړي او داسې شعر او نثر درته ووايي چې که دده خوښه نه وي او مجبور وي چې فرمایش والا خوښ کړي، نو اتومات درته لفظونه برابروي او د چا پلار به هم پوی نه شي، چې ګنې مانا یې غلطه ده. دا یو الهی استعداد دی، هر څوک یې نه لري، خو تراب یې لري. ده زما په مخکې داسې ډېر شعرونه ویلي وو، خو اوس زما نه دي په یاد، کاش چې ده په کتابچه کې له ځان سره لیکلي او ساتلي وي.
تراب صیب د لنډو کیسو ډېر ښه لیکوال دی، دده ښکلې کیسې به ډېرو لوستي وي، ده ګڼې کیسې لیکلي او زما په خیال چې اوه – اته کتابونه یې چاپ دي. ده خوږې کیسې لیکلي، موضوعات یې نوي دي او د لوستونکو تلوسه ډېره ښه راپاروي، چې ځينې کیسې یې آن د فلم جوړېدو استعداد هم لري. د کیسو ټول فني لوازمات او کیفیات یې په خپرو کړیو کیسو کې شته. یا به ماته داسې ښکاري؟ ځينې کیسې یې فلم کړي هم دي؛ خو د افغانستان په دوه لسیزو جمهوریت کې هیڅ کومې فرهنګي ادارې دده استعداد درک نه کړ، چې دده له خوږو کیسو یې فلمونه جوړ کړي وای، څه چې جوړ شوي هغه هم د تراب په خپلو هلولو ځلو شوي دي.
خو تراب صیب چې په څه کې ډېره دلچسپي لري، هغه دده طنز لیکنه او ډرامه لیکنه ده. دې دواړو برخو سره دی د زړه له کومي مینه لري او ډېر کار یې هم په کې کړی. ده ډېرې ښې ډرامې لیکلي، دا ډرامې په کاغذ و قلم هم لیکل شوي، په کتابونو کې هم خپرې شوي او په کامرو هم ثبت شوي، په ټلوېزونونو کې هم خپرې شوي. دی د ډرامې په لیکنو او تمثیل او تطبیق کې اوچت استعداد لري. ډېرې ډرامې یې ثبت شوي او خپرې شوي هم دي، خو د پښتنو شعور له لږو استثناوو پرته، د ښې کیسې، ښه پيغام او ښې نندارې په اړه معمولا بې تفاوته وي او لا هم دی، ځکه نو ډېره توجه ورته نه ده شوې. تراب صیب په اوس وخت کې یا لږ ترلږه په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ډرامه لیکنې یو عالي استعداد دی، کاش چې داسې نظام یا داسې ادارې مو لرلی، چې دده له دغه استعداده یې ګټه اخیستې وای.
بل، تراب صیب په طنز لیکلو هم د ډېر لوړ استعداد خاوند دی. دی په هره خبره او هره موضوع طنز لیکلی شي، او په ډېرو داسې موضوع ګانو یې لیکلي هم دي، خپاره شوي هم دي او د شعور خاوندانو چې لوستي خوښ کړي یې هم دي. دده طنزونه زما ډېر خوښ دي، د یوه طنز یوه بیلګه مې یې اوس هم په یاد ده:
« د زمري میاشت: په دې میاشت کې چې څوک زېږېدلي وي، نو له پارمي هګيو نه يې وطنۍ هګۍ خوښې وي. په ښکاره کوم اروپايي هېواد ته تګ غندي، خو پټ پټ يې ورته زړه کېږي. د دې میاشتې زېږدي ډېری وخت له شرمه لمونځ کوي، خو چې يوازې شي، د لاسه يې يو لمونځ هم نه کېږي. دې خلکو ته دا سپارښتنه ده، کله چې کومه ښکلې نجلۍ ووينئ، نو ډېر ورته مه وارخطا کېږئ. له دې وروسته لږ لږ ټولنيز شرم هم په پام کې نيسئ. په راروانو ورځو کې به پاک کالي خامخا واغوندئ. درباري ليکوالان مو بدي شي، خو کله کله په استاذۍ کې تاسې هم چاپلوسي کوئ….»
تراب صیب، په لیکوالۍ کې د ښه استعدا، پاخه قلم، وطني مینې او لوستونکو ته د نوي فکر د انتقال ډېر لوړ فکر لري، تر خپله وسه یې دا کار کړی هم دی او لا یې هم کوي.
خو تراب صیب په شخصي او اجتماعي ژوند کې هم ځينې ځانګړنې لري، چې زما په ګډون یې ښايي ډېر نور ونه لري او هغه دادي چې:
تراب صیب د ملګرو په ټاکنه کې ډېر دقیق دی، ملګري ډېر کلونه تجربه کوي، چې کله یې په معیار برابر راووځي نوبیا ورته د ملګرتیا لارې پرانیزي؛ هرڅوک د ملګري په توګه نه ټاکي. په ملګرتیا کې دروغ بیخي نه مني، چاپړوسي نه مني، نه یې چاپړوسان خوښ دي، که په چا کې معمولي دا ماده وګوري، اول خو یې مخامخ ورته وايي، خو که کله ګوزاره وکړي، نو بیا یې کوم بل وخت ورته وايي او پړی ور ایله کوي.
خپله هم اخلاصمن دی او مخلص ملګري یې خوښ دي. ښه ډوډۍ، ښه ځل و بل نه غواړي، خو پراخه ټنډه غواړي، که هر څومره پراخه دسترخوان او قیمتي خواړه یې مخته وي، خو چې اخلاص او مینه په کې ونه ګوري، دی یې په وړاندې بدبین وي، حتا تر دې چې ځينې وخت چمتو وي، تیاره مېلمستیا هم پرېدي.
په کور کې به یې ډېر څه نه لرل ، خو ده چاته کمه نه ویله، همېشه به لاس په نامه د دوستانو خدمت ته داسې ولاړ و او لا هم دی، چې ګنې مقابل اړخ د کوم مملکت وزیر دی، یا کوم لوی تجار دی. مانا دا چې اروا یې ډېره لویه ده، په عمر هم چاته کمه نه وايي. د ملګرو په ونډه کې خو بیخي بېسارې دی، که د ملګرتیا په کوم پروګرام کې ګډون ته زړه ښه کړي، نو له هره پلوه خپلې ونډې ته تیار و او دی.
بې غیرته ملګري یې نه دي خوښ، البته دده له نظره بې غیرتي هم مختلفې برخې او پړاوونه لري، لکه سیاسي بې غیرتي، حقوقي، اجتماعي، علمي، ادبي، ژورنالیستي، تجاري، مسلکي او نور…
د جلال اباد هغه شاعران، نتاقان ژورنالېستان او مدني فعالان یې ډېر ښه پېژندل چې والیانو او قوماندانانو ته به یې په دسترخوانونو مدحې ویلې، ده به هغوی سخت رټل او ډېر یې بدي راتلل. یو څه وخت خو ده هم په داسې پروګرامونو کې له مجبوريته ګډون کړی و، خو چې وروسته پوی شو، چې دا طایفې خو په ډېرو بدو لارو د پیسو د پیدا کولو په کار اخته دي، نو بیا په توبو توبه ګار و، په دې اړه یې ډېرې خاطرې په ذهن او فکر کې خوندي دي.
رشتیا پیسې را یادې شوې، پیسې خو د ژوندانه مهم ضرورت دی، د هر چا خوښې دي، هر سړی کوشش کوي، چې پیدا یې کړي، خو ما چې په تېرو شلو، پينځه ویشتو کلونو کې د تراب صیب ژوند، فکر، کار او عمل لیده، نو مینه یې ورسره نه وه، ګټلې پیسې به یې پرېښودې او صرف دوه کلیمې یې له خولې نه وتلې. حتا لکونه افغانۍ یې د خپل یوه وړوکي کار او زیار لپاره نه ترلاسه کولې، ځکه چې هلته ده په خپل فکر قدر نه لیده، یا یې نور بې قدره لیدل، نو ده به بیا نه په داسې ناستو کې ګډون کاوه، نه یې ورته رایه ورکوله. خو درنښت او سنګینواله یې دومره لوړه وه، چې د داسې ټولو ناستو بدګڼې او ناګڼلې به یې هېرولې او نه یې چېرته یادولې، نه یې لیکلې، نه یې اوس هم چاته وايي، خو ماته به پته وه، چې دده په زړه څه تېریږي….
تراب، د موسیقۍ هم سرسخته مینه وال دی، خو کلاسیکه موسیقي خوښوي، هغه که د هندي موسیقۍ برخه ده، که د پښتني او پاړسي. تراب د ښکلا مینه وال دی، او هرڅه چې ښکلي وي، دده خوښ وي، نو موسیقي هم چې ښکلي وي، دی یې مینه وال دی، خو شرط کلاسیکیت دی. معاصره موسیقي هم اوري او خوښوي یې، خو باید کلاسیکیت ته په یوه نه یوه وجه منسوبه او مربوطه وي. یا شعر کلاسیک وي، یا یې د موسیقۍ الات کلاسیک وي او که دا نه وي نو سورو تال خو یې باید خامخا کلاسیک وي. د موسیقۍ په برخه کې د تراب ځانګړی ذوق دی، چې هر څوک دده انتخاب ته نه شي رسېدی. په تېره په پښتني موسیقۍ کې د ارامو غزلو ډېر شوقین دی. زه یې هم ددغه ذوق ملګری یم، خو کله کله پرې ځان ناګاره کړم او هسې دده لپاره د کلاسیکو غزلو صفتونه شورو کړم هههه…
تراب د یوه فکر، یوه دریځ او یوې لارې سړی دی. چې څوک یې په زړه یو ځل ننووت، نو بیا ترې نه وځي، خو که څوک ترې ووت، په ډېرو ستونزو به بېرته ورننوزي.
تراب یوه لویه دنیا ده، یو دایرة المعارف دی، خو شاید د هرچا لپاره داسې نه وي، ځکه چې دی د یوه فکر، یوه دریځ سړی دی او کله کله خپل دریځ ډېر سختوي، چې هر څوک یې د ټينګې نه وي….
۲۰۲۳/۱۱/۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.