اېکس به د روان کال تر پایه ۷۵ میلیونه ډالر عواید له لاسه ورکړي

251

اېلن ماسک د اېکس پیغام رسولو پلټفارم «ټوېټر» به د روان میلادي کال تر پایه د سوداګریزو اعلانونو له عوایدو څخه ۷۵ میلیونه ډالر له لاسه ورکړي.

رویټرز خبري اژانس نن «شنبه، نومبر ۲۵مه» راپور ورکړی چې اېکس به دغه عواید د یو‌شمېر سترو شرکتونو له‌خوا د سوداګریزو اعلانونو د ځنډولو له امله له لاسه ورکړي.

یادو شرکتونو تېره اوونۍ د «یهودیانو پر ضد» د اېلن ماسک د ملاتړ په غبرګون کې دې شبکه کې خپل سوداګریز اعلانونه بند کړې دي.

رویټرز د نیویارک ټایمز له قوله په دې راپور کې ویلي چې څه باندې ۲۰۰ تبیغاتي شرکتونه څېړل شوي چې له ډلې یې ګڼ‌‌شمېر شرکتونو دې شبکه کې خپل تبلیغات بند کړي یا یې د بندېدو په اړه فکر کوي.

کوکا کولا، امازون، مایکروسافټ او یو‌شمېر نورو سترو شرکتونو لا له وړاندې اېکس خپل تبیغات بند کړې دي.

اېکس تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال چې اېلن ماسک ټوېټر وپېره او نوم یې اېکس ته بدل کړ، دې شبکې ته اعلان ورکوونکي شرکتونه کم شوي دي.

همداراز اېکس کې له کرکې ډکې او پارونکې منځ‌پانګې ډېرې شوي او دغه چاره د اېکس منځ‌پانګه کې د څار او توازن کمښت له امله بلل کېږي.

له دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې د اېلن ماسک له پېر وروسته اېکس د تېر کال په پرتله هره میاشت ۵۵سلنه عواید له لاسه ورکړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.