آلمان ـ پاکستان دې د خطر سره مخامخ افغانان نه اخراجوي

218
4 ساعتونه مخکې

په زرونو افغانان له پاکستان څخه اخراج شول. خو په دغه هیواد کې یو شمیر داسې افغانان هم موجود دي چې په المان کې یې د پناه غوښتنه منل شوې او باید المان ته انتقال کړای شي.

د المان حکومت غواړي د هغو افغانانو چې له دغه هیواد څخه یي د منل کیدو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی، له پاکستان څخه د اخراج کیدو په مقابل کې ساتنه وکړي. د المان خبري آژانس په حواله د المان حکومت د داخلي سیاست په برخه کې کیڼ اړخي سیاستوالې کلارا بونګر، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «په حفاظتي اقداماتو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د یو شمیر هغو افغانانو د لیست سپارل کیدل هم شامل دي چې اوسمهال په پاکستان دي.»

له دې لیست سره پاکستاني ادارې ارزولی شي چې کوم کس المان ته د تللو حق لري یا په بل عبارت مستحق دی. پاکستاني چارواکو ته د المان له خوا د منل کیدو سند یا مکتوب په وړاندې کولو سره به د هغو افغانانو د اخراج مخه ونیول شي چې له شدید خطر سره مخامخ دي.

د اسلام آباد حکومت د اکتوبر میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې بې اسناده مهاجر به اخراجوي. د پاکستان د رسمي شمیرو له مخې په دغه هیواد کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان مهاجر میشت دي چې په دوی کې ۱،۷ میلیونه یي قانوني اسناد نه لري.

پاکستان په رسمي ډول د مهاجرو د اخراجولو کمپاین له پاره امنیتي انديښنې د دلیل په توګه وړاندې کوي. پاکستان په داسې یو وخت کې پر دې اقدام لاس پورې کوي چې په پام کې ده په دغه هیواد کې به د فیبرورۍ په میاشت پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د المان حکومت د شمیرو له مخې په اوس وخت کې ۱۱۵۰۰ افغانان چې د المان حکومت له خوا یي د پناهندګۍ غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي، دغه هیواد ته د انتقالیدو له پاره انتظار باسي. په دوی کې شاوخوا ۳۰۰۰ یي په پاکستان، ۳۰۰ یې په ایران او تر ۸۰۰۰ ډیر نور یې په افغانستان کې دي.

په حقیقت کې د جون میاشتې له پای راهیسې ۵۷۳ تنه افغان ښځې او نارینه المان ته راغلي دي. په دوی کې ۵۷۲ تنه یي د المان حکومت له خوا د منل کیدو پروګرام په چوکاټ کې المان ته راغلي دي. د دې پروګرام له مخې یوازې هغه کسان المان ته راتللی شي چې په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ وي.

په دې کټګورۍ کې هغه کسان شامل دي چې د ښځو او بشري حقونو، قضا، سیاست، تعلیم، کلتور، سپورت او پوهنې په برخو کې د خپل کار او فعالیت له کبله پيژندل شوي کسان او له خطر سره مخامخ وي.

د دې پروګرام له مخې باید په هره میاشت کې ۱۰۰۰ تنه افغانان المان ته انتقال شوي وای. کیڼ اړخې سیاستواله بونګر وایي چې په پاکستان کې ډیر شمیر هغه افغان مهاجر چې د المان له خوا منل شوي دي، د اخراج کیدو له شدید خطر سره مخامخ دي.

د المان د پارلمان دغې سیاستوالې وویل: «د پاکستان د حکومت د اخراجولو سیاست ځکه په المان کې منل شوي ډیر شمیر افغانان ګواښي، چې د حکومت د انتقالولو د مختلفو پروګرامونو د سست بهیر له کبله هلته پاتې او د اخراج له خطر سره مخامخ دي.»

هغې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو د منل کیدو بهیر دې ګړندی کړای شي. دغې سیاستوالې وویل: «اضافي اړین امنیتي ارزونې باید المان ته له رسیدو وروسته ترسره شي».

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.