د کونړ سيند

انجينر عبدالوکیل متين

212

بند کړه اباد په “کونړ سيند” باندې برېښنا راوله!
د ملت شپو ته لکه ورځ هسې رڼا راوله!

وخت په شا نه ځي نه راګرځي له ورخ تېرې اوبه
تېره په تېره ژوند د وخت په تقاضا راوله!

مهارول غواړي کونړ د سيند سرشارې اوبه
په ابيارۍ په مړاوو للمو کې بيا سا راوله!

د عمر تږي ګمبيري ډاګ تنده حد نه لري
په تنده پروت د دې بيمار ژوند ته شفا راوله!

پېړۍ شوې تېرې بې برېښنا د تورو شپو په مثال
کلو بانډو له د تورتم په ځای ځلا راوله!

مه نيسۍ مخ د ښوونځو د اوبو مخ ونيسۍ
ناوخته نه دی تېر تاريخ دې هم په شا راوله!

خپلې اوبه خپلې غلې په خپله ځمکه باندې
محتاج اولس له زمانه د “خودکفا” راوله!

دا للمې ځمکې کړه سمسورې په شفتل ګلونو
سپېرو ډاګونو له سپرلو په شان ښکلا راوله!

ملت دې مل دی خو ته ملا وتړه ګام واخله
وکړه اغاز په ژبه پاکه بسم الله راوله!

وختونه تېر شول په تورتم کې ما متين باندې
ډېر مې ژړلي دي خو اوس راله خندا راوله!

———– ډسمبر – ۸ – ۲۰۲۳

منټيکا – کليفورنيا

ووډ وارډ پارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.