غزل

دانیال ثاقب

1,106

ماسره ډیره تلوسه وه خو ده هیڅ نه وییل

د یو  تصویر سره مې شپه وه خو ده هیڅ نه وییل

زه ورته ناست وم مايي سترګو کې خپل ځان لټوه

د جنون حد وو تجربه وه خو ده هیڅ نه وییل

په تنهايي کې اخیري حد خلک څه ته وايي ؟

زه ومه دی وو او ډیوه وه خو ده هیڅ نه وییل

د زړه په څړیکو به مې ټوله خاموشي ماته شوه

د درد او زغم سړه جګړه وه خو ده هیڅ نه وییل

د یلدا شپه وه دسبا یی بیخي څرک نه لګید

زړه کې مې لویه فلسفه وه خو ده هیڅ نه وییل

اسمان په کړس خندا کوله سیلۍ هم ګډیده

د غره په څوکه مو خیمه وه خو ده هیڅ نه وییل

ثاقبه ماورته زړه تش کړ ښی ګیلې مې وکړې

د راز او نیاز خوږه کیسه وه خو ده هیڅ نه وییل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.