که څه هم د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده له دیني عالمانو سره یوه غونډه کې ویلي، که د هغه کوم فرمان د شریعت خلاف وي، په دېوال دې یې وولي؛ خو یو شمېر دیني عالمان وايي، د طالبانو د مشر یو ډېر شمېر فرمانونه د اسلام و شریعت سره ټکر کې دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون یوه راپور کې لیکلي، ملاهبتالله اخندازه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کندهار کې د “دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ” تر عنوان لاندې درې ورځني سمینار کې کړي.
په دې راپور کې راغلي، د طالبانو مشر له دیني عالمانو غوښتي چې د دوی د حکومت فرامین خلکو ته روښانه کړي او تطبیق او منلو ته یې خلک وهڅوي.
خو د دیني عالمانو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر مدافعان د طالبانو د مشر لهخوا د نجونو په زدهکړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو د وضع کولو لپاره خپاره کړي فرمانونه له شریعت سره تضاد کې بولي.
دیني عالم او حقوق پوه فضلالهادي وزین ازادي راډیو ته وویل، داسې مهال چې د طالبانو د مشر ځینې فرمانونو د شریعت سره تضاد کې دي، خو د دوی حکومت هیڅ داسې اداره نهلري چې د فرمانونو څېړنه وکړي.
هغه وايي: “د فرمان په وسیله د حکومت اداره کول درست عمل او د ښې حکومتولۍ نښه نهده. باید د فرمان حکومت پای ومومي او د قانون حکومت رامنځته شي. د بېلګې په توګه د فرمان له لارې له زدهکړو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول، له کاره یې منع کول دا اسلام سره ټکر کې دي. یعنې هیڅ داسې دلیل په اسلام، قران، سنت او فقهې کې شته چې د نجونو د تعلیم مانع وي.”
د بشري حقونو مدافع نسرین حمیدي هم ازادي راډیو ته وویل، له محدودو فرمانونو پرته د طالبانو د مشر ټول فرامین مبهم دي.
هغه وايي: “خو په دې شکل طالبان د ملت په سترګو کې خاورې اچوي، دوی د یو نسل هیلې په اوبو لاهو کوي، دوی په دې ډول درواغجنو وعدو خپل صداقت او وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.”
د طالبانو مشر په خپلو څرګندونو په دې هم ټینګار کړی چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د دوی لهخوا د بخښنې په نوم فرمان هم عملي شوی او اوسمهال د دوی مخالفین هوسا ژوند لري.
هغه زیاته کړې، دوی پخوا او اوس هم د افغانانو د وژلو او ځورولو اداره نهدرلوده، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او په افغانستان د دې سازمان مرستندویه ماموریت یا یوناما راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت په ډېر شمېر د مخکني حکومت چارواکي او نظامیان شکنجه کړي، ځورولي او ان وژلي دي.
ازادي راډیو هم په دې اړه مستند راپورونه خپاره کړي چي ښيي د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د مخکني جمهوري نظام امنیتي او دفاعي سرتېري او افسران په بېلابېلو پلمو لومړی نیولي او بیا یې تر شکنجې وروسته وژلي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.