Browsing Tag

سمیع الدین افغاني

شاعر : سمیع الدین افغاني / سوله او امن غواړو

زمونږ د امن د سکون خبر ده دا د یو والي ،پیوستون خبر ده دلته کې سوله مونږ امان غواړو بیا رغونې د سمون خبر ده که تشدد دی یا د سولې پیغام دغه د وخت دا د ازمون خبر ده مونږه د ظلم، اسارت خلاف یو په سوکالۍ کې د ژوندون خبر ده دا مو ده…

سمیع الدین افغاني/ مورنۍ ژبه

چې تعلیم په مورنۍ ژبه کې حق دی مونږهم کړی په پښتو ژبه سبق دی ما لوستلی دی تاریخ د پلار نیکنو د ملالې آزادۍ لاس کــې بیرق دی احمد شاه بابا میړانې ته سلام دی دې سالار دسرلوړۍ مقام مطلق دی د میرویس نیکه ویاړنې کار نامې بیا دي روښانه…

د موسی علیه السلام زیږده/ شاعر: سمیع الدین افغاني

  د یوسف اود یعقوب په زمانه کې اسرائیل د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل   دیعقوب  سره دا قوم  مصر نشین شول دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول   وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت د« لاویـــان» د قبیلې وه  ستـر عظمت    شو پیدا…

رښتینې څوک دي؟/ سمیع الدین افغاني

!محترمو لوستونکو که چیري د بشریت او انساني نړۍ پسمنظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمې پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلې ځلې تر سره کړي او د غیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې دطبیعت سره لاس ا و ګرېوان

چې وختونه/ سمیع الدین افغاني

چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي د رښتيا کاروان پــه مخه ځي تیریږي د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي بې لــــه شکه پــــه…

د وطن اتلانو ته/ سمیع الدین افغاني

ژوند کې کله ښې شیبې، ساړه ایام شته لکه ورځ چې مازیګر لري ماښام شته کار، زحمت او ارادې چې سره یو وي بیا فرصت د ښوشیبو د ښه انجام شته د وطن مور ته به ویاړ او افتخار شي چې په کړو یې ولسونو ته پیغام شته داغیار دا تریو تندي د تیر وختو دی…

ورځ تر بله/ سمیع الدین افغاني

ورځ تر بله خرابیږي دا وطن په نفاق کې نه جوړیږي داوطن د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه هره خوا په اور سوزیږي دا وطن په قومونو او خیلونو یو بیل شوی جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن د دالرو او کالداروپه حساب کې په پردو باندې خرڅیږي دا وطن په…

کومه سوله ؟/ سمیع الدین افغاني

سوله د ورونو ترمینځ خیر او د سلا خبر ده جنګ، تربګني ده جهالت دی د ریا خبر ده دښمن د سولې تر نامه ځانله فرصت لټوي نه د اخلاص نه انسانیت نه د رښتیا خبر ده دا چې غلیم زمونږ د ژوند ټوله هستيٍ تباه کړه صرف په ظاهره یې دوستي اود وفا خبر ده…

جنګوي/سمیع الدین افغاني

مونږه لا هم روس او امریکاجنګوي لا اوس هم د اخوند سره ملا جنګوي پرون که د ملحد او مسلمان په نامه جنګ وه د قوم په نوم مو لا هم نن سبا جنګوي دنیا لاړه په پوهه علمیت لوړ اسمانو ته دوئ مونږ په پوهنتون او دانشګا جنګوي کلونه په مونږ…