Browsing Tag

ولي الله ملکزی

!د مینې او پخلاینې بابا

نن د سولې، مینې او بیدارۍ د بابا (خان عبدالغفار خان) څلور دیرشم تلین دی. د یو داسې پتمن انسان د مبارزې یادونه او لمانځنه ده چې خپله خاني، هستي، عیش او عشرت یې د یو پاشلي او ناغیړه قوم د شعوري بیدارۍ په خاطر، د تاواني سودا په تله کې کيښود.…

امت او امتیان

له ښایسته ډیرې مودې راهیسې، په خپل فکر کې کرل ریبل کوم چې آیا اسلامي امت په موزیم کې د کومې لرغونې تابلو نوم دی؛ که هغه د پرمختللو او موحدو پرګنو ستره ټولنه ده ؟ آیا وحدت المسلمین د کوم سیاسي ګوند تش تشریفاتي لقب دی که هغه د محمد (ص) د…

 موسکا

ځموږ په نړۍ وال خاورین کلي کې؛ پاو کم اته ملیارده وګړي اوسیږي او چیټاکۍ د پاسه؛ په او‪و زرو بیلا بیلو ژبو باندې ګړیږي. خو یواځینۍ ژبه چې هیڅ ژباړونکي ته اړتیا نه لري او د هر ځای او هرې ژبې خلک ور باندې پوهیږي، هغه د موسکا ژبه ده. موسکا…

د اقليمي بدلون ناورین

د ساینس او اَسټرانومي (علم الفلک) پوهان فکر کوي چې لمر، سپوږمۍ او مځکه له نن څخه نژدې څلورنیم ملیارده کاله وړاندې پیدا شویدي. د لمر سترګه له مځکې څخه ۱۵۰ ملیونه کیلو متره لیرې یا لوړه ده او د سپوږمۍ او مځکې ترمنځ واټن ۳۸۶ زره کیلومتره دی. د…

دیوبند او مذهبي بندونه

په ۵۷ اسلامي هیوادونو او پاتې نړۍ کې د مسلمانانو ټول ټال شمیر،‌ یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونو ته رسي. ۸۹ سلنه یې سنیان او ۱۱ سلنه شیعه ګان دي چې زیاتره یې په ایران،‌ عراق او هند کې اوسیږي. د ټولو سنیانو ۴۳ سلنه حنفیان او ۵۷ سلنه یې مالکیان،…

بې بڼکو وزرې

د اګست په پنځلسمې، د امریکا یوه بوینګ سي ۱۷پوځي الوتکه د قطر د العُدَید په اډې کې ښکته شوه چې ټایرونه یې د ښایستوکي ۱۹ کلن افغان فوټبالر، ذکي انوري په وینو ککړ پکړ وو. په دغې الوتکې کې ځموږ ۸۲۳ تنه ګیچ او ترهیدلي وطنداران یو د بل په تخرګ کې…

کونړ؛ غرونه او غورځنګونه

د خوښۍ ځای دی چې د پښتو د کتابونو په بڼ کې یو بل مهم کتاب چې د کونړ ولایت له خپل زره بین تیروي تازه د چاپ په ګاڼه پسلول شوی دی. دعوت رسنیز مرکز په داسې حال کې چې لیکوال ښاغلی ولي الله ملکزي ته د زړه له تله مبارکي وایی او د نورو پنځونو…

د نړیدلو منارو اونۍ

یو پلو ته د چسپکي بمونو او هدفي وژنو لو ګډ دی؛ د شمله ورو د جنازو اعلانونه او انځورونه بلا ناغه د ټولو رسنیو د منځ ټکي دي. بل پلو ته د کورونا نالیدلي غلیم، ځموږ د وطن په نازولو ناتار ګډ کړی او ډله ډله د مرګ حلاجي ته سپاري. بني اسرائیل د مصر…

عمرزي،‌ د عمر پور پوره کړ

په هیواد کې بد رنګې جګړې او په نړۍ کې د ټکنالوژۍ پرمختګ، د قلم کارول اوس د زینې لاندې پاټکي ته را کوز کړيدي. د پاخه عمر خلک یې د ناچارۍ له وجې کاروي، ځکه چې د کمپیوټر سره چندان اشنايي نه لري. د مال او وجاهت خلک یې د سینګار په بڼه په مخامخ…

د ملي ارزښتونو کباړ

 ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د…