Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
!د مینې او پخلاینې بابا – DawatMedia24

!د مینې او پخلاینې بابا

ولي الله ملکزی

1,496

نن د سولې، مینې او بیدارۍ د بابا (خان عبدالغفار خان) څلور دیرشم تلین دی. د یو داسې پتمن انسان د مبارزې یادونه او لمانځنه ده چې خپله خاني، هستي، عیش او عشرت یې د یو پاشلي او ناغیړه قوم د شعوري بیدارۍ په خاطر، د تاواني سودا په تله کې کيښود. له جابر پيرنګي سره د مقابلې له امله یې کمربند وتړلو او د (حق ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي) شعار یې پورته کړ. د خامتا او بېستۍ جامي یې په غاړه کړې او د ګواښونو له خطره بې پروا، په خپل هدف پسې لیونی سپیلنی وګرځيد. پیرنګي ترې ویره محسوسه کړه او د ۳۷ کالو لپاره یې د زندان د تورو تمبو ترشا په پنجرو کې ولچک کړ. خو هغه د حق او خود ارادیت له غږ څخه توبه ګار نه شو؛ په هر فرصت کې یې د خپل قام د تربیې هڅه وکړه؛ ولس یې د علم رڼا ته را وبللو او له جنګ او تشدد څخه یې د کرکې چل ورزده کړ.
ما ته خپل ځان بختور ښکاري؛ د ابتدائیه ښوونځي په دریم ټولګي کې ووم چې دغه ستر انسان، کونړ کې د نرنګ لیسې ته راغی. د نورو کمکیو شاګردانو په کتار کې زه هم ولاړ ووم چې د سولې دغه علمبردار او سرلاري مشر ته مې د ژیړو نرګسو غنچه ورکړه. زما په سر یې لاس کش کړ او شاباش یې راته وویلو. بیا مې په تنکۍ ځوانۍ کې د هجرت په مهال د پيښور په ګینټه ګهر کې په داسې حال کې له لیرې ولید چې هغه یې په کیجاوه کې راوړ او د غونډې ټول خلک ورته په ګډا شول. دغه مهال، مونږ ته په غوږونو کې دا ټپه ویل کیده چې غفار خان خو د روسانو یار دی، هغه غدار دار دی او ځای یې دار دی.
خو اوس په سپینې ږیرې د دغه بابا د داعیې او مبارزې په قدر پوهیږم چې هغه څومره منلی او ویاړلې انسان وو. په کابل کې د هستوګنې په مهال؛ د هغه یاور چې زما نژدې دوست دی؛ تیر کال په همدې شپو ورځو کې ما ته وویل: (په خان بابا باندې د پنځه وخته لمانځه قضايي نه وه، هره ورځ به یې د قرانکریم تلاوت کولو او ټول خوراک یې بی بورې شیدې او سلاته وه. هیڅکله یې ما ته په آمرانه لهجه خبره نه کوله. کله به چې د هغه لپاره ځانګړي خواړه راغلل، نو د حویلۍ د باډیګارډانو مخ ته به یې کښودل او بیا به روان به شو).
د سیف الله خان اتمانزي لمسی او د بهرام خان زوې (خان عبدالغفار خان) د ۱۸۹۰م کال د فبرورۍ په شپږمې نیټې زیږیدلی؛ د ۱۹۸۸م کال د جنورۍ په شلم تاریخ وفات او په جلال آباد کې خاورو ته سپارل شویدی.
په قبر یې د رڼا ګانو باران. اروا یې ښاده او لار یې له لاره وو ډکه.
مینه او مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.