Browsing Tag

عبدالوکیل سوله مل

بېرته ستنېدل

دا څو کلونه کېږي چې په لندن کې اوسېږم، لندن خورا ښکلی او تاریخي ښار دی. که له دغه ښاره یو وخت نږدې ټوله نړۍ اداره کېدله نو اوس هم له خپله زوره او شهرته نه دی لویدلی. دا چې دا خبره به څومره حقيقت ته نږدې وي، خو ما له ډېرو کسانو اورېدلي، چی…

ګرځون

هیندارې ته ودرېد، لکه تبه چې یې ونیسي، ورېږدېد، سترګې یې پټې کړې، بېرته یې وغړولې. لکه شری چې پرې راختلی وي، دانې يې نورې هم ګڼې شوې وې، څېره یې هم زیړه را اوښتې وه. د خپلې څېرې لیدل پرې وغمېدل، له ځانه وبېرېد، مخ یې له هیندارې واړاوه،…

کتاب

زه د لنډ او اوږد سفر پرمهال کتابونه لولم. کتابونه که معلومات ډېروي، نو سفرونه هم لنډوي او آسانوي. نن هم چې څنګه په الوتکه کې پخپله څوکۍ کېناستم، کتا ب مې پرانیست او په لوست بوخت شوم. ترڅنګ مې یو ځوان ناست دی، څو کړکې ږیره یې ده، سترګې یې په…

نا اشنا سورلۍ

غرمه ده ۔ خو د لمر سترګه په ورېځو کې پناه شوې ده. په څادري کې پټه ښځه له پلي لار پاخه سړک ته راکښېوته. يوه شېبه ولاړه وه، کښته پورته يې وکتل، څو گاډي تېر را تېر شول، لږ وروسته يو ټکسي را ورسېد ۔ له څادرۍ لاندې یې لاس پورته ونیو ۔ ګاډی…

وېرېدلی جنرال

د ویسکي له بوتله یې په درېیم ځل خپلو ګیلاسونو ته شراب واچول، ګیلاسونه یې پورته ونیول، ویې جنګول، ګړنګا یې پورته شوه، لکه روسان په یوه ساه یې ډک ګیلاسونه په سر واړول، یوه بل ته یې په معناداره شان وکتل. جنرال انور چې څنګه په شرابو ستونی تریخ…

د ځواک د ارهټ منگوټي

پاچاګل په خپلو لویو برېتونو لاس تېر کړ، پر مېز سوررنګه کوچنی بیرغ یې د مېز بلې څنډې ته ټېله کړ، پر دیوال کې ځوړند مخامخ د ګوندي رهبر لوی عکس ته یې وکتل، نوی پیل کړی کتاب «زندګی نوین» یې تر نیمايي لوستی و، خو ژر یې پاڼې سره ور وستې، یوې غاړې…

لګیدلی اور

تیاره ماښام وو. ګرمۍ لا هم خوله لګوله. له ځمکې سور تپ خوت. نری باد داسې ګرم لګېده، لکه څوک چې د لګېدلي تنور مخ ته ولاړ وي ـ او له تناره پخې ډوډۍ راباسي. هلته لرې څو اوسپنیزې پنجرې یو په بل پسې لیکه ایښي وي. شاوخوا یې ګرګي سپيي ګرځيدل. کله…

هلته چې جګړه وي

د کوټې ور ېې په رپیدلو ګوتو پرانیست . په ورو راننوته ، مخامخ راغله ، د کوټې منځ کې لوی تصویرته ودریده ، په سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې. زړه ېې ټوپونه واچول، ته وا سرپرې وګرځيد، کرارځای پرځای کښیناسته . لکه په خونه کې چې ناببره بریښنا لاړه…

دوه سرونه ــ دوه فکرونه

د غونډۍ سرته راپورته شو، په مورچل کې ولاړسرتیري ته ېې لاس پورته کړ. ودرید،لاندې پراخه درې ته ېې وکتل .له اوږې ېې ټوپک راواخیست ،يوې ډډې ته په لوی ګټ ېې کیښود، راوګرځید، عسکري کمپله ېې وغوړوله ، په لاس کې نیولې کتابچه ېې په کمپله کیښوده . له…

شرم که ګناه

ګاډی چې څنګه له تونله ووت ،ښي اړخ ته ېې لوی څپاندسیند تر سترگو شو. دسوارلۍ په سترگوکې دلمر وړانگو  چې له سيند سره غيږ په غيږ وې  انعکاس وکړ، اوبه يې وځليدي .دټولوسورلیو پام دسیندرڼواوبوته واوښت، وزیرپه ډرایورغږکړ: ـ ښیښه ښکته  کړئ چې پاکه…