هلته چې جګړه وي

عبدالوکیل سوله مل 

1,335

د کوټې ور ېې په رپیدلو ګوتو پرانیست . په ورو راننوته ، مخامخ راغله ، د کوټې منځ کې لوی تصویرته ودریده ، په سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې. زړه ېې ټوپونه واچول، ته وا سرپرې وګرځيد، کرارځای پرځای کښیناسته . لکه په خونه کې چې ناببره بریښنا لاړه شي ،سترګې ېې پټې او ومږلې، سرېې بیرته راپورته کړ. سترګې ېې وغړولې ، راپورته شوه. دکوټې بل سرته ورغله ، دکالیو المارۍ ته ودریده ، لاسونه ېې بیا په ریږدیدلوشول ، المارۍ ېې پرانیستله . راځوړند کالیو ته ېې رڼې سترګې ونیوې ، یویوکالی که پطلون و که کمیس ېې سترګوته ونیو. وروستۍ جوړه عسکري يونیفورم و، دهغه په لمسولو ېې ته وا بریښنا ونیوه ،وجودولړزید. خولې ته ېې داسې رانږدې کړ لکه څوک چې دخپل ګران محبوب په مچولو د خپلې اوږدې مینې تنده خړوبوي .له دې سره ېې په زړه کې راټوله ژړا خولې ته راغله . کړیکو ونیوه. چیغواوسوروېې په بله کوټه کې ناست میړه وارخطا او وبیراوه.

سپک له ځایه راپورته شو، اوږداوسیلي ېې وکیښ ، سرته ېې ټس ورکړ:

ـ اوف خدایه ،بیا څه ټکه راولویده!؟

چیغه ېې کړه :

ـ ملالې

هغه لکه کڼه چې وي، نشه چې وي، دمیړه غږته هیڅ غبرګون ونښود، چیغواوساندوېې زورواخیست .سړی چابک راننوت، میرمن ته ېې په ځیروکتل. په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ بیا څه خبره ده ؟

ښځې په دیوال کې راځوړندتصویرته لاس ونیو، اوښکوېې په مخ لاره وکړه، بې واکه ېې مخ دکالیوپرانیستې المارۍ ته ورواړاوه ،په زړه غوني غږېې وویل:

ـ څنګه وکړم ، زړه مې چې نه صبریږي!؟

ده په غیږکې ونیوه ، له خولې ېې سوړاوسیلی وکیښ ، په ملاېې لاس کیښود:

ـ دچا زړه صبریدای شي ، په منځ اره یم .

دا ېې له لاسه راونیوه :

ـ راځه له ځانه لیونۍ مه جوړوه ، په ژړا نه راژوندی کیږي .

د باندې ېې وکتل ، آسمان ته ېې لاس ونیو:

ـ هغه لوی ذات چې راکړی و، هماغه بیرته رانه واخیست .

ښځه ځای پرځای ودریده، تندي ېې ګونځې وکړې ، په غوسې ېې دده له لاسه خپل لاس خوشې کړ، ده ته ېې لاس ونیو:

ـ بي شکه چې خدای راکړی وـ خوتا رانه واخیست !

دسړي تندی ګونځې شو، لکه د بې ځایه قتل تور چې پرې پورې شي .غوږونوته ته ېې لاسونه پورته کړل ، له ځانه سره ګډشو:

ـ لاهوالله

 دې ته ېې په ځیروکتل ، لکه دیو بې بنیاده تورپه اړه چې دڅارنوال پوښتنې ځوابوي  :

ـ کفرمه غږوه ، ما څنګه درنه واخیست ، دې لعنتي جګړې درنه واخیست .

میرمن ېې اوږې پورته ونیوې ، ده ته ېې دملامتیا ګوته ونیوه :

ـ خوتا جګړې ته ولیږه ، که له جګړې دې بدراتلل ،ولې دې له عسکري تعلیم او مکتبه نه راګرځاوه ؟

سړی غلی شو، لکه بې ځوابه چې شي ، لکه ګرم چې وي ، سرېې ځوړندونیو، خوزرېې بیرته ښځې ته برندې سترګې ونیوې :

ـ ته وا ما ورته داخله وکړه؟ ما ورته وویل چې عسکري ولوله که پخپل شوق لاړ؟ ته څه خبره ېې چې ما د خپلې پوځي دندې د سختیو څومره کیسې دغوږه ورتیرې کړي دي.

سرېې بیرته بې واکه ټیټ ونیو، دلیوني په څیرله ځانه سره ګډشو:

_کاشکې انسان د ځنوشوقونوپه پایلوپوهیدای !

میرمن ته ېې مخ ورواړاوه :

ـ پوهیږې خلک ډیر ناوړه شوقونه هم پخپله او هم د نورو په نصیحت بدلولولی شي .خو ځنې شوقونه نه په زور بدلیږي او نه په نصیحت .

ښځې ېې راڼه وروکتل ، سترګې ېې ورپيدې ، خوله ېې وازه کړه ، حیران ېې وروکتل.

سړي په جیب کې لاس ننویست ، د سګرټو دبلی ېې راوکیښ ، د دې مخې ته ېې ونیو :

ـ لکه د سګرتو شوق ، د نصوارو شوق ، دچرسوشوق …

خبرې ېې ودرولې ، لاړې ېې تیرې کړې ، ساه ېې وکښله :

ـ خوانسان د هغه شوق مخه څنګه نیولی شي چې له هغه سره ځنې ارزښتونه او مفاهیم ملګري وي :هیواد، آزادي، جمهوریت ،دین ….

لکه په یوه تعلیمي مرګزکې چې د شاګردانو په وړاندې ولاړ وي اوځنې مفاهیم تشریح کوي ، خبره ېې وغزوله:

ـ اوکله چې انسان وپوهیږي چې شوق ېې دسپیڅلو باورونوسرچینه اخلي اوخړوبیږي. څنګه به ځان نه سیزي او سر به څنګه په لاس کې نه نیسي!؟

میرمن ېې لکه  ویده او یا بل چیرې وي ،دمیړه په خبرو سرونه ګراوه ، بیرته ېې دهغه دملامتولوپه پار په ده خوله راخلاصه کړه:

ـ داسې مه وایه چې تا نشو راګرځولی… چې پوهیدې خپله کوي او نه راګرځي، خارج ته به دې لیږلی وای!

سړی په ځیروروکتل ، د ځان  په ننګه شو:

ـ خارج ته خو پخپله لاړ، ولې تا ورته ونه ویل چې نه دې راځي او پاتې دې شي … ولې راوګرځید؟

ښځه بې ځوابه شوه ، لاړې ېې تیرې کړې ، په فکرکې لاړه خو زرېې ځواب ورکړ:

ـ هغه خو وروسته له دې لعنتي عسکري مکتبه و ، ولې دې ددې مکتب نه دمخه نه لیږه، هماغه دخارج عسکري مکتب خو ېې نورهم دجګړې شوق راوپاراوه.

سړي ېې په ولي لاس کیښود، په سړه سینه ېې ورغبرګه کړه:

ـ ګوره ، ساده کیږه مه ملالې ، عسکري هسې پلمه ده ، هلته چې خلک هم له پردو سره او هم پخپلو کې په جنګ وي ، خلک یوازې په مخامخ جګړوکې نه مري ، خلک هرځای مري، هیڅ ځای خوندي نه وي !

په وارسره ېې يو په بل پسې دګڼوبوږنونکوپیښواوپه هغو کې دوژل شوکسانو نومونه قطارودرول :

ـ ولې دعبدالمنان زوی په جومات کې ونه وژل شو؟

ـ دغلام غوث ماما په جنازه کې دی هغه بم هیرشوچې رادرزېې وهل؟

ـ تیره ورځ دې هغه خبرهیرشوچې څنګه په یوه واده کې لوی بم راخلاص شو اود ناوې ، زوم اوګڼوخپلوانوغوښې ېې هواته والوځولې؟

ـ دا پرون په هغه لوی روغتون کې ځانمګرګي څومره ناروغان له ځانه سره والوځول.

ـ هغه دوالیبال دمیدان بم دې هیرشو، څومره مخلوق ېې والوځاوه؟

لاس ېې بې واکه پا يڅې ته وروړ، راپورته ېې کړه:

ـ ګوره ملالې ،چې درته مقرره نه وي ، نه وژل کیږې ، پوره دیرش کلونه رانه يوه جبهه پاتې نشوه چې په کې ونه جنګیدم، يوازې یو ځل په دې پښه ولګیدم ،خو دده لا کال نه و پوره چې دې لعنتي جګړې رانه واخیست.

ښځې سروښوراوه ، لکه دده خبره چې تصدیقوي ، په زړه غوني غږېې وویل:

ـ بس همدې خبرې خوزه هم راونیوم ، که نه نودده دریشۍ ته به مې اوروراچولي وای…په عمربه رانه نه وای تللی.

غلې شوه ، سرېې ټیټ ونیو، بیرته ېې راپورته کړ، خاوندته ېې وروکتل ، بیا ېې دملامتۍ لاس ورته ونیو:

ـ داشوق ېې هم له تا په میراث واخیست.

سړي شاته راغی ، لاسونه ېې یوپه بل کې ننویستل. په فکر او انديښنو کې غوپه شو  خوله ېې  بیا پرانیسته :

ـ دجګړې شوق میراثي نه دی او جګړه یوازې شوق نه دی ، جګړه  کله ناکله يو مسووليت هم وي اګاهي هم ده . دانصوارنه دي چې ما ېې ډبلی لیرې غورزولی شو او یا چلم وچې ما ترې ماتولی شو.اویا شراب و چې بوتل ….

سړی دنورونشواوبدوکارونواوږدلکچرورکړ.ښځه غلې وه ،په چرت کې لاړه ، زړه ېې دمیړه خبروته داسې تنګ شولکه په غبي زده کوونکي چې د خپل ښوونکي هرډول تشریح وغمیږي . لکه نورېې چې دهرډول خبروداوریدوحوصله بایلودې وه، ناببره ېې وویل:

ـ ښه اوس دا ووایه چې زړه مې څنګه صبرکړم ، څنګه ېې هیرکړم؟

سړي سرټیټ واچاوه، په فکرکې لاړ.بې واکه دڅنګ کوټې ته راغئ ، پرانیستې دروازه ېې پورې کړه، بیرته راغی، دمیرمن مخې ته ودرید،په سړه سینه ېې وویل:

ـ بس داسې به  وکړوچې کوټې ته به سرله سبا لوی کلپ واچوو، او یا به ېې ټول کالي خیرات کړواو کوټه به تشه او خالي کړو.

میرمن ېې مړه ته وروکتل ، په سترګوکې ېې بیا اوښکې راجمع شوې ، خو وی نه ژړل . په خپل زړه ېې لاس کیښود:

ـ کوټه به خالي کړئ ـ خوزما په دې ګوګل کې ېې چې ځای نیولی ، هغه به په کوم سوري زما له ګوګل نه وباسئ !؟

اوله دې خبرې سره دسړي هم له ژړا داسې زړه راډک شو تا به ویل بام پرې راونړید اودی ېې په منځ دوه ځایه کړ.

انتورپن ـ بلجیم

۲۰۲۱داکتوبر۲۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.