کتاب

عبدالوکیل سوله مل

1,720

زه د لنډ او اوږد سفر پرمهال کتابونه لولم. کتابونه که معلومات ډېروي، نو سفرونه هم لنډوي او آسانوي. نن هم چې څنګه په الوتکه کې پخپله څوکۍ کېناستم، کتا ب مې پرانیست او په لوست بوخت شوم. ترڅنګ مې یو ځوان ناست دی، څو کړکې ږیره یې ده، سترګې یې په رنجو تورې دي، په درېشۍ کې دی، سپینه خولۍ یې پر سر ده، د کورتۍ پر ځای یې اوږد واسکټ اغوستی. د واسکټ په ښي جیب کې یې د خودرنګ قلم څنګ ته د لرګي مسواک هم له لیرې ښکاري. غټې لرګینې تسپې یې په ګوتو کې دي، په ذکر بوخت دی. له ځانه سره په لوړ غږ د خدای نامه پرله‌پسې وايي، کله زما په کتاب کې سترګې خښې کړي، خوله خبرو ته جوړه کړي، غواړي څه راته ووايي، چې مخ ور واوړم، بېرته مخ وګرځوي، ته وا پخپله پوښتنه شرمېږي. ما ته خندا راشي، دی هم زړور شي، مخ را واړوي. زه کتاب وتړم، مخې ته پر واړه میز یې کېږدم، دی د کتاب پوښ ته سترګې ونیسي، بیا ما ته راو ګوري، خوله رانږدې کړي، زړه نازړه راته ووایي:

ـ خوابدي کېږئ خو به نه که یوه پوښتنه وکړم؟

زه موسکی شم. ټنده نوره هم وغوړم چې زړور شي او په ډاډ خپله خبره راته وکړي:

ـ مهرباني، ولې به خوابدی کېږم!

دی په فکر کې ډوب شي، نه پوهېږي، خپله پوښتنه له کومه ځایه پيل کړي، آخر په ورو خوله پرانیزي:

ـ هر وخت الوتکه کې کتاب لولئ؟

زه سر وښوروم:

ـ هو.

ـ ولې؟

ـ دا مې شوق دی، تا نه دي اورېدلي؟ چې یو عالم وايي: “کله چې عبادت کوې، ته له خدای سره خبرې کوې او کله چې کتاب لولې، خدای له تاسره خبرې کوي.”

سړی حیران شي، لاړې تېرې کړي، کتاب ته وګوري:

ـ  دا د څه شي کتاب دی، چې خدای په خبرو راولي؟

زه کتاب را واخلم د ده مخ ته یې ونیسم:

ـ ناول دی.

کتاب یې نور هم سترګو ته نږدې کړم، د کتاب پر سرلیک ګوته کېږدم، دا دی پخپله یې ولولئ:

ـ سوله او جګړه

دی وخوځېږي، اوږې یې وښوري:

ـ ښه ډېر ښه، نو ته وا چې په دې کتابونوبه دا لعنتي جګړه ودرېږي او سوله به راشي؟

خوله مې ځواب او تبصرې ته جوړوله، چې ده خبره بلې خوا ته بوتله:

ـ دا چا لیکلی؟

ـ بیا مې کتاب مخې ته ورته ونیو، د لیکوال په نوم مې ګوته کېښوده:

ـ تولستوی.

د تولستوی په اورېدو په فکر کې لاړ، تسپې یې ور پورته کړې، له نوم څخه یې لکه چې ښه رانغلل، خوند یې ورنکړ، عجیبه ورته ښکاره شو، په شکمن انداز یې وویل:

ـ مسلمان دی؟

سر مې د «نه» په بڼه وښوراوه، په لوړ غږ مې وویل:

ـ نه، روسی دی.

اخ یې کړل، له لاسونو یې پړک وویست:

ـ دا څه وایې؟ روسي دی، ږیره خو یې د لوی شیخ الحدیث ده.

ما وخندل. ده حیران را وکتل، باڼه یې پورته ونیول، خوله یې وازه پاتې شوه، کتاب ته یې اشاره وکړه:

ـ دا اور خو دی روسانو ولګاوه، چې تر نن ورځې نه مري او ته له دوی سوله غواړې!

غوښتل مې ورته ووایم، چې دا د سولې او جګړې طرحه نه ده، دا ناول دی، ښکلا ده، تاریخ دی، له جګړې او سولې د لیکوال د هنر فلسفه ده، خو ده وار رانکړ، کنجکاوه شو، پوښتنې یې لکه یو خبریال قطار کړې:

ـ روسیه دې لیدلې؟

لاس مې پورته او پنجه مې پرانیسته:

ـ نه یوازې چې لیدلې مې ده، بلکې هلته مې پینځه کاله زده‌کړې کړې دي.

ده لاسونه موټی کړل، په ځیر یې را وکتل، وی خندل، پر ولي یې لاس راکېښود:

ـ چې خفه نشئ، هسې خبره ده نو زړه کې راوګرځېده، ما ویل خلقی یا پرچمی خو به نه وئ؟

ومې خندل، له ځواب مې ډډه وکړه، د ځان په باب مې د ده د ذهن تصویر وغوښت:

ـ ته څه فکر کوې؟

ده بیا لاندې باندې لکه جنايي پولیس راوکتل او زیاته یې کړه:

ـ بریتونه خو دې د لوی خلقي دي!

په ټوکه مې ورغبرګه کړه:

ـ چې په هر بریتور دې د خلقي ګومان راځی، نو ته به هم خامخا…

خبره مې ودروله، ما ویل بحث هسې په شخړه وانه وړي، دی رانیغ شو:

ـ وایه، وایه، بریک مه نیسه!

ما هم د ده په څیره کې سترګې خښې کړې، د ده څو کړکې ږیرې ته مې لاس ونیو:

ـ نو چې داسې ده ته به هم په دې مبارکه ږیره اخوانی یې؟ دا راته ووایه چې په حزب اسلامي کې یې که په جمعیت اسلامي کې؟

له دې سره مې ټول هغه تنظیمونه ورکتار کړل، چې په ایران او پاکستان کې د روسانو د یرغل په کلونو کې جوړ شوي وو، خو د ده تندی تریو شو، غومبري یې سره واوښتل، لکه په نرۍ ستن یې چې وچوخوم، وې کنځم او احساسات یې راوپاروم، په لوړ غږ یې راغبرګه کړه:

ـ هغه څه دله‌ګان دي، که کمونیستانو اوربل کړ، دوی تیل ور وشیندل، نن یې کفارو سره هم لاس یو کړی، د ده خبرو په فکر کې واچولم، د طالب ګومان مې پرې وکړ، یو دم مې له خولې ووته، په خندا مې ورغبرګه کړه:

ـ طالبان څنګه؟

په چوکۍ کې وخوځېد، لکه څارنوال چې څوک تر پوښتنو لاندې راولي، په خوله یې لاس کېښود:

ـ څه مې خوله راسپړې؟ ټول د یوه خره لکۍ او…

خبره یې ونیوه، شاوخوا یې وکتل، لکه وچې ویریږي. ما په خندا ورته وویل:

ـ مه ویرېږه، لندن ته ځئ؟

ده برګ را وکتل، لکه پېغور چې ورکړم:

ـ ولې به ویرېږم، زه له خدایه پرته له هېچا څخه نه ویرېږم.

غلی شو، بیا یې کتاب ته لاس ونیو، لکه د جومات د ملا غوندې حکم یې وکړ:

ـ او تاسو هم دا چټیا ت مه لولئ، سوله چې خدای تعالی رانه ولي، نه يې دا کتابونه راولي او نه دا نن سبا د سولې والا.

رانیغ شوم، جدي بڼه مې ونیوه:

ـ نو څه ولولم، ته یو کتاب راته وښایه!؟

جیب ته یې لاس ننویست، کوچنی کتاب یې راوویست، ښکل یې کړ، ما ته یې ونیو:

ـ دغسې د خدای کلام وایه، قران ولې نه وایې؟

په سړه سینه مې ورغبرګه کړه:

ـ  قران مې له تفسیره سره لوستی دی.

ـ قران یو ځل نه لوستل کېږي، قران باید هره ورځ سهار او ما ښام تلاوت کړئ.

ومې پوښت:

ـ تاسو هره ورځ قران لولئ؟

غاړه يې جګه ونیوه، په غرور یې وویل:

ـ هره ورځ سهار او ماښام، په سفر او حضر کې…

کوچنی سورت یې بیا سترګو ته راونیو او زیاته یې کړه:

ـ نه وینئ، په سفر کې هم تلاوت نه پرېږدم!

ومې ستایه، خو له قران‌کریم څخه د زده‌‌کړې او درک پوهه مې هم ور وننګوله:

ـ ښه شاباس، ماشاءلله، ښه نو په قران به پوهېږئ هم؟

په سوکړکې ږیره یې لاس راښکود، په لوړ انداز یې ځواب راکړ:

ـ څنګه نه پوهېږم، دا څه وایې؟ له سلو مې ډېر ایاتونه حفظ کړي. غواړې چې درته تېر يې کړم؟

خبره مې ونیوه، سر مې وخوځاوه:

ـ نه. قرائت نه یادوم؟ د قران‌کریم معنا او تقسیر، که اوس یو ایات درته تېر کړم، پر معنا به یې پوه شئ؟

جټکه یې وخوړه، بې‌ځوابه شو، سور او شین شو، لکه ژبه چې یې ونښلي، لاړ یې تېرې کړې، ژر یې رالنډه کړه:

ـ څه جومات کې خو ملا کېږم نه، زه قران د ځان د ثواب لپاره لولم!

بیا مې راونیو، لکه یو ښوونکی چې غبي  زده‌کوونکي ته تاکید کوي، ومې ویل:

ـ نه ته یې باید د اصلاح لپاره ولولې، باید وپوهېږې، چې کوم کار سم دی او کوم ناسم. قران یوازې ثواب نه دی، د ژوند یوه طریقه ده. د نړۍ د خلقت الهی او آسمانی باور او پوهه ده.

د ده رنګ نور هم سور واوښت، خولې یې زګونه وکړل، لکه د درواغ ویلو پر مهال چې بند شي، لاس یې زما خوا ته ونیو:

ـ یاره ته هم عجیبه سړی یې، څوک نه پوهېږي، چې دا کبیره ګنا ده او دا صغیره، په دې خو ماشوم هم پوهېږي، چې دا ګناه ده او دا ثواب.

وپوهېدم چې له ده سره نور چیړ او بحث بې ګټې دی، د جرمني فلیسوف نیچه هغه خبره مې په ذهن کې وګرځېده چې وایي “له هغه کس څخه مه وېرېږه چې کتابتون لري او ډېر کتابونه لولي، بلکې له هغه څخه ووېرېږه چې یوازې یو کتاب لري او سپېڅلی یې ګڼي، خو هېڅکله یې هغه هم نه وي لوستی.”

 خبره مې بدله کړه، د ده د پېژندنې بحث ته ور ګډ شوم:

ـ ښه دا ووایه چې څه کار کوئ؟

لکه فکر کې چې لاړ شي او خبره یې پوره نه وي اورېدلي، ځانته یې لاس ونیو:

ـ زه ؟

سر مې وخوځاوه:

ـ هو ته. دلته نو بل څوک دی؟

خوله یې لاړه او راغله، په خندا یې وویل:

ـ ولې لېونی یم چې تیاره رارسېږي او زه به کار کوم؟

په فکر کې لاړم، حیران مې ور وکتل:

ـ څنګه کار نه کوئ؟ معیوب یاست که څنګه؟

لکه په غلا کې چې یې ونیسم، خوله یې جینګه کړه، په شرمېدلي انداز یې وویل:

ـ ښه جوړ یم، خو غږ مه کوه!

خوله مې له حیرانتیا وازه پاتې شوه:

ـ هغه څنګه؟

ـ هغه دا چې ځان مې په ناروغۍ وهلی، ما ویل اعصاب مې خراب دي.

په خندا مې ور غبرګه کړه:

ـ یعنی ځان دې په لېونیو کې وهلی دی؟

په خوله یې بیا لاس کېښود، شاه او خوا یې خلک وڅارل، خوله یې غوږ ته رانږدې کړه:

ـ بس غږ مه کوه، که لېونی یم که جوړ، خو له ډاکټره مې په چل ول د لېونتوب ښه غټ تصدیق اخیستی.

ـ نو د سوسیال په معاش دې ګذاره کېږي؟

سر یې یوړ او راوړ، لاس یې را اوږد کړ:

ـ نه یره چیرې، زما دومره لوی دسترخوان دی چې خدای دې مه خبروه. او د وطن مړی او ژوندی خو لاڅه کوئ؟

غلی شو ، اوږده سا یې واخیسته، بیا یې غلي شا او مخې ته وکتل، کرار یې وویل:

ـ د وراره په نوم مې غټ دوکان اخیستی، کله کله پکې بله کاروایي هم خدای رابرابره کړي.

ـ هغه څنګه ؟

ـ دا د موټرو جعلی ټکرې هم کومه یوه راپېښه شي.

ـ ویرېږې نه؟

او نه پوهېږم، څنګه مې له خولې ور ووتل:

ـ نو حج به دې هم کړی وي؟

په ږیره یې لاس راښکود، وار له مخې یې راغبرګه کړه:

ـ درې ځلې، سږ هم ټوله کورنۍ عمرې ته ځو…

ما سره وخوځاوه، خو د ده غوسه مې هم راوپاروله، ومې چوخاوه:

ـ نو دا ګناه نه ده؟

دی حیران شو، تندي یې ګونځې وکړې، سترګې پټې کړې، سر یې را لنډ کړ:

ـ سبحان الله، حج؟ دا څه کفر غږوئ؟

لاسونه مې ور وړاندې کړل، سر مې وښوراوه:

ـ نه نه، پوه نشوئ؟

ـ نو څه؟

واضح مې ورته وویل:

ـ دا ګناه ده چې حکومت ته درواغ وایې او مرسته هم ترې اخلئ!

ده لکه پخپل عمل چې اګاه او ملا وي، په خلاص مټ را لنډه کړه؟

ـ دا ته څه وایې؟ د کفر مال چې څومره خوړی شې، ثواب لري، ته لا ګنا یادوې؟

لږ څه غلی شو، په دلیل یې له ځانه سره کرل ریبل شروع کړل، بیا یې خپل عمل داسې توجیح کړ:

ـ که داسې د کفارو نه په چل پیسې ګناه وای، بیا مې کله په وطن کې جومات پرې جوړاوه.

ما ترې په خندا وپوښتل:

ـ ښه په دې پیسو دې جومات هم جوړ کړی؟

ده غاړه جګه ونیوه، په غرور یې وویل:

ـ یو نه، دوه؟

ما وخندل، پوهېدم چې دی نشم قانع کولی، پوهېدل یې سخت کار و، پر شاه مې وډباوه:

ـ ښه، ښه نو په دې ثواب به دې تجارت هم ښه روان وي.

ده وخندل، له خولې یې لاړې وبهیدې، پخپله مونډۍ ږیره یې لاس تېر کړ:

ـ سبحان الله، ډېر ښه!

 

یدینګ ــ لندن

د ۲۰۲۱میلادی کال د جنورۍ ۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.