د ځواک د ارهټ منگوټي

عبدالوکیل سوله مل

779

پاچاګل په خپلو لویو برېتونو لاس تېر کړ، پر مېز سوررنګه کوچنی بیرغ یې د مېز بلې څنډې ته ټېله کړ، پر دیوال کې ځوړند مخامخ د ګوندي رهبر لوی عکس ته یې وکتل، نوی پیل کړی کتاب «زندګی نوین» یې تر نیمايي لوستی و، خو ژر یې پاڼې سره ور وستې، یوې غاړې ته يې کېښود. له ځایه پاڅېد چې دباندې ووځي او خپل سګرټ ولګوي. د وره پر خوا یې چټک ګامونه واخیستل، دروازه یې خلاصه کړه، خو بېرته يې پورې کړه، را وګرځېد، د دفتر لویه کړکۍ یې پرانېسته، ودرېد، اورلګیت یې راوکېښ، سګرټ یې ولګاوه، لا یې اول دود سینې ته نه وو راکښلی چې تلیفون وشرنګېد، په منډه ورغی، غوږۍ یې پورته کړه:

ـ سلام، ملګریه پاچاګله!

ده لا سلام نه وو ځواب کړی چې ورته وویل شو: “یو ځل راشه…”

لګېدلی سګرټ یې ور پورته کړ، خولې ته یې ونیوه، خو بېرته یې په منډه کېښود، بهر ووت. دوهم پوړ ته د قومندان دوفتر ته نېغ ورغی. له سلام وهلو وروسته قومندان ته مخامخ ودرېد، هغه چې له چا سره په تلیفون کې په خبرو بوخت وو، ده ته یې د کېناستو اشاره وکړه. قوماندان غوږۍ کېښوده، په ده یې غږ کړ:

ـ پوهېږئ، ولې مې راوغوښتئ؟

دی د خپل قومندان په پوښتنه هک پک شو. نه پوهېده د قومندان پوښتنې ته څنګه ځواب ورکړي. په فکر کې لاړ، اېخوا دېخوا یې سترګې واړولې راواړولې. قومندان خپله څرخکي څوکۍ ګرد چاپېره تاوه راتاو کړه. ده ته بېرته مخامخ شو. لاس یې اوږد کړ، اخوا دېخوا یې وېوړ، لکه د ده پاملرنه چې څه شي ته راګرځوي:

ـ په دفتر کې څه بدلون وینئ؟

ده ټوله خونه تر سترګو تېره کړه، لر بر یې وکتل، ناببره یې ولیدل چې د دفتر په منځ کې دګوندي رهبر عکس له دېوال لیرې شوی او یوې څنډې ته پړمخ پروت دی. اوږې یې بېواکه وښورېدې، سترګې یې رډې راوختې، نسکور شوي تصویر ته ځیر شو، سترګې یې له حیرانتیا سپینې وځلیدې. ګوته پر غاښ شو، ورپسې پر کوچ نېغ کېناست:

ـ دا څنګه؟

قومندان په موسکا وویل:

ـ بس دغسې قیصې دي چې چاغېږي کنه!

ده مخ ته لاس ونیوه:

ـ یعنې څه!؟

ـ یعنې دا چې امپریالېزم اوس د ګوند منځ ته هم راننوتی دی، ان تر دې چې د مرکزي کمېټې غړي ګمراه او له لارې باسي.

پاچاګل لکه باران وهلې مرغۍ ورېږدېد. بلا پوښتنې یې په سر کې راوټوکېدې، پر دېوال کې د ګوند د سیاسي بیورو د غړو لوی پلاکت ته یې وکتل:

ـ دا څه وایې؟ د مرکزي کمېټې غړي!؟

قومندان مېز پر سوک وواهه، سر یې وخوځاوه:

ـ هو ملګریه پاچاګله، خو ګوند هم ویده نه دی، ویښ دی او د امپریالېزم هره دسیسه په نطفه کې شنډوي.

پاچاګل ګوتې پر خپلو برېتونو کش کړې، لاسونه یو په بل کې ننویستل، غاښونه یې وچیچل، لکه په سر یې چې درد شي، په غوسه او حیرانتیا یې خوله خلاصه کړه:

ـ وه خدایه دا څه اورم!؟

پاچاګل لکه په ګوند کې چې د څو وروستیو ورځو له خپلمنځي شخړو هېڅ نه وي خبر. بیا یې شا ته مخ وګرځاوه، د ګوندي رهبر دفتر ته یې لاس ونیو:

ـ صیب، عمومي منشي خبر دی؟

قومندان بېرته موسکی شو. د پاچا ګل په ساده‌توب یې وخندل. په لوی چوکاټ کې پړمخې اېښي تصویر ته یې لاس ونیو:

ـ وه د خدای ساده‌ګله! څنګه دې پوه کړم، هغه خو پخپله د همدې توطئې برخه ده. که دغسې نه وای ما یې څنګه تصویر لرې کاوه!؟

د پاچاګل خوله له اندېښنې وازه پاتې شوه، نوره سودا هم ور ولوېده، خو قومندان خپله خبره وغځوله:

ـ ګوند به ډېر زر پرېکړه وکړي چې له ده او د امپریالېزم له نورو تېرایستل‌شویو او پلورل‌شویو ګوندیانو سره څه وکړي او…

پاچاګل د قوماندان خبره پرې کړه:

ـ ته وا له مرکزي کمېټې به یې ګوند خارج کړي!؟

قومندان په غرور ځواب ورکړ.

ـ خامخا!

ـ اوزندان ته به یې هم ولېږي؟

قومندان له سره خولۍ ایسته کړه، د میز پر یوه څنډه یې کېښوده، ویې ویل:

ـ هر څه شوني دي.

پاچا ګل له ځایه راپورته شو، قومندان ته یې مخ کړ:
ـ خو دا څومره شونې ده چې عمومي منشي دې د ځان او خپلو نږدې ملګرو د محکومیت غونډه راوبولي، اخر هغه د ګوند مؤسس دی. نه چې داسې پرمختیا انقلاب له ماتې سره مخ کړي، ملګریه!

قومندان دواړې مټې پر مېز کېښودې، په ویاړ یې وویل:

ـ چورت مه وهه، دا غونډه لا د مخه رابلل شوې او نن یا سبا به یې د انقلابي پایلو اعلان له راډیو او تلوېزیون دواړو واورې.

قومندان له خپل لویه مېزه راپاڅېد. د پاچاګل مخې ته ودرېد، پر ولي یې لاس ورکېښود:

ـ مه وارخطا کېږه ملګریه پاچاګله، دا پرمختیا به برعکس د انقلاب ستنې نورې هم ټینګې کړي.

پاچاګل چې د قومندان درانه لاسونه په خپلو ولو حس کړل، ټکان یې وخوړ، ژر شاته شو، په اندېښنه یې زیاته کړه:

ـ خو ملګریه ولي شاه، ګوندي رهبر لکه د ګوند سر دغسې وي، هسې نه چې…

قومندان ولي شاه یې خبرې ور پرې کړې او په یوه ساه یې زیاته کړه:

ـ نه نه نه… ملګریه، هر ګوندي رهبر داسې نه دی، ځینې رهبران په رښتیا لکه سرونه داسې وي او ځینې لکه خولۍ!

له دې سره یې پر مېز اېښې د لینن کوچنۍ مجسمه ور پورته کړه او خپله خبره یې وغځوله:

ـ لکه دا د نړۍ د کارګرانو مشر!

بیا یې پر مېز ایښې خپله خولۍ په لاس کې ونیوه، د دفتر په منځ کې پروت پړمخې تصویر ته یې لاس ونیوه:

ـ خو هغه لکه خولۍ داسې ده، ملګرو غوښتل همداسې لکه د خولۍ په رول کې پاتې شي، خو هغه د ګوند له اصولو سر وغړاوه او اوس په ګوند دا خولۍ هم درنه ده.

پاچاګل یې په ننګه بې اختیاره له خولې ورووتل:

ـ نو ګوند هم مجبور شو چې دا خولۍ له سره لرې کړي، که څنګه؟

له دې سره یې خبرې ودرولې، لکه په خپله خبره چې پښېمانه شي. د ګوندي مالګرو ټولې هغه خبرې وریادې شوې چې د ګوښه‌کېدونکي رهبر په باب یې ویلې وې. هغه شعار یې نېغ مخې ته ودرېد چې هرځای به ویل کېده: “ګوند او رهبر نوک او ورۍ دي، روح او جسم دی…”

د هغه په ستاینه کې یې بې شمېره ترانې په مغزو او ذهن کې بیا په چورلېدو شوې، هغه لوی میټینګونه او مظاهرې  یې هم مخې ته ودرېدلې چې په څه جذبه به ګوندیانو د ده د روغتیا او اوږد ژوند شعارونه ورکول.

 ګڼې پوښتنې یې په سر کې راوټوکېدې. یوه له دغو پوښتنو د ګوښه‌شوي رهبر د لیکلو اثارو برخلیک و. دی اوس دېته فکر وړی و چې د هغه د هغو لیکل‌شویو اثارو سره به څه چلند کېږي چې په هر ګوندي یې مطالعه، لکه قران شریف فرض ګڼل شوي وو.

بیا لکه له خوبه چې ویښ شي، ژر یې خپلې خبرې ته ادامه ورکړه:

ـ ملګریه ولي شاه، ګوند به یې د اثارو سره څه چلند کوي؟

پاچا ګل یې نسکور شوي عکس ته بیا ور وکتل لکه په ځواب یې چې د مخه فکر کړی وي:

ـ ټول به راټولېږي.

پر مېز اېښی د اورلګېد ډبی يې ور پورته کړ، ویې ویل:

 ـ اور به ور اچول کېږي.

ده اوږې پورته ونیوې، له حیرانتیا په ډک انداز یې وویل:

ـ نو دا خو په لکونو چاپ شوي کتابونه دي، ټولې کتابخانې پرې ډکې دي او داسې هېڅ ملګری به پیدا نه کړې چې د ده په کور کې دې د هغه یو کتاب نه وي.

ولي شاه بیا پر مېز ایښې د لینن وړه مجسمه ورپورته کړه، پاچاګل ته یې وکتل:

ـ ملګریه، د کمونیست ګوند تاریخ دې نه دی لوستی؟

پاچا ګل هېڅ غبرګون ونه ښود. غلی شو، وبېرید او که په دې ځواب شرمېده چې دا تاریخ یې نه دی لوستی، نه چې ولي شاه یې په پوښتنه کې راایسار کړي.

ولي شاه د مېز له سره بیا پاڅېد، د دوتر په کونج کې د کتابونو وړې المارۍ ته ودرېد، له منځه یې په دري ژبه پېړ کتاب ور واخیست، د ده مخ ته یې ونیو:

ـ دا د کمونیست ګوند تاریخ دی، دا باید هر انقلابي ملګری ولولي. څه پوهېږې، ملګری استالین به څومره اثار ولري. ها؟ څه شول، اوس یې څومره پاتې دي؟ څه شو هغه نومونه او القاب چې ده ته یې ورکړي وو؟ ولې لینین ګراد بېرته پیتروګراد نه شو او ستالین ګراد د ستالین له مرګ سره بېرته په والګا ګراد واوښت؟ انقلابي ګوندونه هېڅکله خپل رهبران بې محاکمې نه پرېږدي. څوک په ژوند لکه دا زموږ او څوک په مرګ لکه ملګری ستالین.

پاچاګل په فکر کې لاړ، دستالین په باب يې څه ناڅه اورېدلي معلومات په ذهن کې ټوکېدل، ویې ویل:

ـ خو د ستالین اثار که راټول او له منځه تللي، د ګوند آرشیف کې به یې هر څه خوندي وي.

ولي شاه په بريتونو لاس کېښود:

ـ ټول انقلابي ګوندونه یو شان دریځ لري، نه د چا خدمت هېروي او نه د چا په خیانت سترګې پټوي. که ستالین کمونیزم په واقعیت اړولی او د دوهمې نړیوالې جګړې فاتح دی، زمونږ محکوم رهبر هم زمونږ د انقلابي ګوند بنسټ اېښی دی. ګوند یې باید د خیانت تر څنګ دا لوی خدمت هېڅکله هېر نه کړي.

غلی شو، اېخوا دیخوا یې مخ واړاوه، دروازې ته یې وکتل، بیا یې ده ته سترګې ونیوې:

ـ پوهېږې د څه لپاره مې راوغوښتې؟

پاچاګل د بې‌خبرۍ په‌پار سر وخوځاوه:

ـ نه!

قوماندان ولي شاه زیاته که:

ـ هسې مې چې تر مخه اشاره وکړه، نن شپه به د ګوند ډېرې مهمې پرېکړې اعلان شي. دا ځل به نه یوازې ګوند خپله خولۍ بدله کړي، بلکې ګوند به په رښتینې معنا سر پیدا کړي، خو پوهېږې دا د ګوند لپاره اسانه پرېکړه نه ده. ګوند به نه یوازې د امپریالېزم د رنګارنګ دسیسو او نقشو سره مخ شي، بلکې د ګوند په منځ کې به د ګوند ارتجاعي دښمنان هم په رنګارنګ دسیسو لاس پورې کړي. له دې خاطره لومړي درجه احضارات اعلان شوي. امر دی چې هر ارتجاعي حرکت په کلکه وڅارئ او هېڅ خاین ته اجازه ورنکړئ چې د دغې اعلانېدونکې پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

پاچاګل چې څنګه امر واورېد، ودرېد. عسکري سلامي یې ووهله، شاه ګرز شو او له دفتره ووت.

پاچاګل لکه نوی چې له خوبه ويښ شوی وي، سترګې یې پټې او وغړولې، په غوږونو کې یې نوو اورېدلو خبرو بنګاری جوړ کړ، په خپله څرخکي څوکۍ کې تاو راتاو شو، پورته شو او بېرته کېناست، پر مېز د سګرټو له ډبي یې سګرټ وویست، اورلګېت یې بل کړ، چې سګرټ ولګوي، خو لکه په دسترخوان ناست کس ته چې د نږدې عزیز د مرګ خبر راورسېږي، له سګرټو یې خوا وګرځېده، دبلی او اورلګیت یې دواړه پر مېز کېښودل، ښه شېبه پر مېز اېښي سور بیرغ ته ځیر شو، بیا یې مخامخ د ګوندي رهبر عکس ته سترګې ونیوې، ودرېد، عکس ته نږدې ورغی، له دېوال یې لرې کړ. ناڅاپه یې تندي ګونځې وکړې، غوښتل یې ښیښه‌یي چوکاټ پر ځمکه وولي، خو لاسونه یې په لړزه شول، پښېمانه شو، عکس یې بېرته پر دېوال کې ونښلاوه. له ځانه سره یې وویل:

ـ د ویالې له لیدو د مخه موزې ولې له پښو وباسم!؟

راغی پر خپل مېز بېرته کېناست، د ټلیفون غوږۍ یې ور واخیسته، ګڼو ګوندي ملګرو ته یې زنګونه ووهل، چې خوله یې بوی کړي او د نویو پرمختیاوو لنډ جاج ترې واوري. خو له هېچا یې داسې څه وانه ورېدل چې په ګوند کې د ژور اختلاف څرک دې ترې څرګند شي. له دفتره ووت، ګرده ماڼۍ یې له نظره تېره کړه، هر څه پر خپل حال وو، لکه بیرغ، لګېدلی رنګارنګ لیکلي انقلابي شعرونه، د رهبر عکسونه او نور… ډېرو دفترونو ته یې سر ورښکاره کړ، هلته هم هر څه پر خپل حال وو. بېرته وګرځېد، خو د دفتر دروازې لا ور نږدې شوی نه و چې  بېرته راوګرځېد، څو متره لرې خپل عسکري جیپ ته پخپله کېناست، په ښار کې یې لنډ چکر وواهه. هلته هم هر څه پر خپل ځای وو، د رهبر لوی عکسونه، سور بیرغ، د هغه په ستاینه کې ډول ډول شعارونه یې ټول تر سترګو تېر کړل، یو هم له ځایه نه وو بېځایه شوی.

 دفتر ته په راننوتو یې تلویزین ولګاوه، ساعت ته یې وکتل، د ماښام اووه بجې کېدونکې وې. په یوه شېبه کې خبرونه پیلېدل. د خبرونو تفصیل ته یې غوږونه څک کړل، د سر خبر د مرکزي کمېټې پولینوم وو. زړه یې درزا پیل کړه، ځکه د پولینوم په غونډه کې د ګوندي رهبر ځای تش وو… ټکان یې وخوړ، وایې ورېدل چې پخواني ګوندي مشر خپل ځای بل مشر ته په خپله خوښه پرېښی دی. پرته له دې چې خبرونه تر پایه وڅاري، سپک له ځایه پورته شو. د پخواني رهبر عکس یې له ښیښه‌یي چوکاټه وویست، غوښتل یې چې څیرې یې کړي، خو د څیرولو زړه یې نشوای کولای. بیا یې عکس تاو را تاو کړ او باطلې دانۍ ته یې وغورځاوه. سګرټ یې ولګاوه، خو لا یې سګرټ نیمایي ته نه و ورسولی چې دروازه یې ووهل شوه، لوړ دنګ سرتېری راننوت، له چټکې سلامۍ وهلو وروسته یې وویل:

ـ آمر صیب دې غواړي.

دی سپک پاڅېد، نېغ ورغی، آمر بیا له چا سره په تلیفون بوخت و، ده ته یې د ناستې اشاره وکړه. آمر چې ټلفون بند کړ، سمدلاسه یې وویل:

ـ خبرونه دې واورېدل؟ د ګوند له پرېکړې خو خبر شوې، ودې لیدل، ما نه درته ویل چې د امپریالېزم دسیسې څومره ژورې او پراخه دي، ان کولای شي د ګوند رهبران ګمراه او د لارې وباسي.

پاچاګل په چوکۍ کې نېغ شو، د آمر په خبرو یې شک راغی، زړه نازړه یې وویل:

ـ خو د پولینوم په پرېکړه کې د هغه ناروغي د هغه د ګوښه کېدو علت وګڼل شو.

آمر په خندا زیاته کړه:

ـ نو وه د خدای ساده، روغ سړی داسې کوي؟

پاچاګل غوښتل نور وضاحت وغواړي، خو هغه نورو خبرو ته پرېنښود:

ـ ګوره، دا د پېښې ظاهر دی ملګریه. مرکزي کمېټه او سیاسي بیرو نه غواړي د ګوند په داخلي اختلافاتو نړیوال دښمنان خوشاله کړي او د ګوند په منځ کې د ملګرو ترمنځ رامنځته شوې بې اعتباري او درزونه لا پراخه کړي. لږ صبر هر څه به سم او په وار سره مخته لاړ شي.

د آمر په دې خبره پاچاګل غلی شو، هېڅ یې ونه ویل، لکه په سر کې راټوکېدلې پوښتنه چې ترې هېره شي. آمر خپلې خبرې وغځولې:

ـ ملګریه پاچاګله، وایي هغه شر دې پېښ شي چې زمونږ په خیر تمام شي. اوس به نه یوازې د ګوند په لوړو څوکیو کې تغیرات راځي، بلکې ستا غوندې ځوانو او صادق کدرونو ته به هم په لوړو مقامونو کې ځای ورکول کېږي. ډېر ژر به نوې لویې دندې ته معرفي شې، خو ګوره د مخه تر دې چې نوې دندې ته لاړ شې، باید لاندې کارونه سرته ورسوې.

ورپسې یې د یادښت کوچنۍ کتابچه ور وړاندې کړه او په ډاډ سره یې خبرې وغځولې:

ـ اول به د پولینوم د پرېکړې او د نوي رهبر په باب د ګوندي ملګرو غبرګون او ذهني جاج اخلې او ماته به په دې باب د هر ډول منفي حرکاتو راپور راکوې؛ دوهم به سر له سبا په ټولو ښارونو او دفترونو کې د دغه خاین رهبر د عکسونو د راټولولو پروسه څارې.

پاچاګل اوږې پورته ونیوې، په برېتونو یې لاس وواهه.

ـ خو ملګریه ولي شاه؛ دغه عکسونه نه یوازې په ښیښه‌یي لویو چوکاټونو کې بند دي، بلکې د هر ملګري په دسترخوان، د چایو په پیالو او…

ولي شاه یې ژر خبره ور پرې کړه:

ـ پوهېږم، پوهېږم. ان په قیمتي غالیو کې یې عکسونه حک دي، خو دا ټول شیان باید په یوه اوونۍ کې له منځه لاړ شي. پوهېږې دې ته څه وايي!؟ دې ته د شخصیت کېش وایي، او په مارکسیستي فلسفه کې د شخصیت کېش باندې لویه کرښه راښکل شوې ده. دی مو که داسې نه وای غټ کړی، اوس به دومره نه ګمراه کېده.

پاچا ګل لکه سرتېری چې د یوه جنرال امر ته غوږ وي، ځان نور غلی ونیوه ،له ځایه پاڅېد، نېغ ودرېد، ويې پوښتل:

ـ او کتابونه؟

آمر ولي شاه ژر ور لنډه کړه:

ـ کتابونو ته بل کمیسیون ټاکل شوی، ته د هغوی له څارنې بېغمه یې، خو د عکسونو د راټولولو په کمېسیون کې زمونږ د ادارې استازی یوازې ته یې.

پاچا ګل ته پوښتنه پیدا شوه، یو ځل بیا یې ولي شاه ته وکتل:

ـ څه فکر کوئ، په دومره لنډه موده کې به دا دومره عکسونه او کتابونه راټول او له منځه لاړ شي؟

ولي شاه وخندل، خو ژر یې په جدي انداز زیاته کړه:

ـ په دومره وخت کې به نه یوازې دا ټول عکسونه او کتابونه راټولېږي او سوځول کېږي به، بلکې په دغه موده کې باید ټول هغه ګوندیان چې د دغه خاین رهبر په ملاتړ راپورته شوي، هم په نښه او زندان ته واچول شي.

بیا یې د کتابونو وړې المارۍ ته لاس ونیو او ویې ویل:

ـ د خدای ساده، د هټلر استخباراتي ادارو په یوه اونۍ کې زرګونه یهودان ژوندي سوځول او له منځه وړل او ته د کتابونو او عکسونو لمنځه وړلو ته اندېښنې وړی یې.

پاچاګل غوښتل چې ووځي، خو ولي شاه ودراوه:

ـ ګوره څو ورځې وروسته ګوند بله پرېکړه هم درته اعلانوي.

پاچاګل د دې خبرې په اورېدو سلامي ووهله، شاګرز شو او له دفتره ووت.

سبا سهار مخکې له دې چې په ښار او دفترونو کې د ګوښه‌شوي رهبر د بې شمیره لویو او وړو عکسونو د راکوزولو او سوځولو پروسه وڅاري، بل فکر ورغی، له ځانه سره یې وویل:

ـ له هر څه تر مخه باید دا کار له ځانه پیل کړم چې حزب د خپل بنسټ اېښودونکي په باب دومره بې رحمه وي، زما نو بیا څه پروا کوي؟

جیپ ته پورته شو، د کور په لور وخوځېد، دروازه یې پرانیسته، مور او د کورنۍ نور غړي یې د سهارنۍ په خوړلو لګیا وو. ده له کېناستو سره سم د پلار او مور له مخې د چایو هغه ډک ګیلاسونه پورته کړل، چې د رهبر عکس پکې حک وو. د پلار یې خوله وازه پاتې شوه. د مور سترګې یې هم برګې راووتې، غوړېدلی دسترخوان چې د رهبر عکس پکې حک وو، په چټکۍ یې ټول کړ.

پلار یې ترخه خندا وکړه، په زوی يې د لېوني ګومان راغی، په ملنډو یې وویل:

ـ ولې څه خبره ده!؟ پاچاهي خو به مو نه وي نړېدلې؟

پاچاګل په غرور ور غبرګه کړه:

ـ پاچاهي په ځای ده، خو پاچا بدل شو.

پلار یې غوږونو ته لاس پورته کړ:

ـ توبه خدایه، توبه! توبه! تاسې خو د پیغمبر مقام ورکړی و، نن بیا څه ټکه راولوېده.

ده برګ ور وکتل، په خوله یې لاس کېښود:

ـ له خولې سره دې پام کوه، هسې نه چې د املوکو په تول کې لاړ شې!

د پلار یې رډ ورته وکتل، په غوسه یې وویل:

ـ هغه ورځ دې په یاد ده چې له دېواله دې مصله راوغورځوله…

بیا یې پر دېوال ځوړندې قالینې ته لاس ونیو چې د ګوښه‌شوي رهبر عکس پکې اوبدل شوی و او زیاته یې کړه:

 ـ او د هغه پر ځای دې دغه قالینه راوځړوله.

پاچاګل په کرار ور غبرګه کړه:

ـ بس څنګه یې کوې پلاره، داد ګوند امر دی. هلته امر و چې ټوله دنیا به یې په عکسونو نیسو، اوس راته همدې ګوند امر کړی چې د هغه پورې ټول شیان به له منځه وړو.

 پلار یې د ارامولو لپاره پر دېوال ځوړنده قالینچه ور واخیسته، پاچاګل ورته وکتل:

ـ خو له دې وروسته وعده درکوم چې نور به د هېڅ رهبر عکس دلته نه راوړم، پوهېږم پلاره، په دې عکس مې نه یوازې تاسې خپه کړي یاست، بلکې څو تنه مې ان زندان ته هم لېږلي دي.

بیا یې په لاس کې نیولې قالینچه یوې غاړې ته کېښوده او په غوسه‌ناک انداز یې وویل:

ـ او دېته هم اور وراچوم.

نور یې هېڅ ونه ویل، غلی په منډه له کوره ووت، څو په ښار کې د رهبر د عکسونو د راټولولو او سوځولو پروسه وڅاري. په ښار کې پوره ګڼه ګوڼه جوړه وه. د ښاروالۍ د ګڼو کارګرانو تر خوا د ګوند بې شمېره فعالان هم لګیا وو چې د پخواني مشر عکسونه له منځه یوسي. د عکسونو د څیرلو او چوکاټونو د ماتولو اوازونو لویه غوغا جوړه کړې وه.

د ګوند د نوې پرېکړې له مخې په لنډه موده کې د ګوند د پخواني مشر ګرد عکسونه او کتابونه راټول او وسوځول شول. مینه‌وال او لېوال یې هم یو په بل پسې زندان ته واچول شو، خو پخپله د ده له برخلیکه هېڅوک نه خبرېدل او دا ځکه چې ګوند په دې هکله هر ډول پوښتنه منع کړې وه.

نږدې درې اونۍ تېرې شوې، د ګوښه‌شوي ګوندي مشر تصویرونه چې څنګه له دفترونو، کورونواو واټونو…لیرې شول، داسې ژر یې نوم او نښان هم د ډېرو ګوندیانو له سرونو والوت. هغوی چې پخوا به یې په هر مجلس او غونډو کې په ستاینو او صفتونو نه مړېدل، اوس یې په غندنو ټول مجلسونه تودول.

پاچاګل نوی له ګوندي جلسې وروسته دفتر ته ننوت. د میز له جابې یې د يادښت کوچنۍ کتابچه ور واخیسته، لایې کرښه نه وه کښلې چې بیا یې تیلیفون وشرنګېد، غوږۍ یې پورته کړه؛ امر یې دستي بیا ځانته ور وباله. پاڅېد د آمر دفتر ته ننوت، سلامي یې ووهله، آمر پر میز اېښې ستاینلیک ور واخیست، ودرېد، په شونډو یې موسکا وځلېده، لاس یې ور وړاندې کړ:

ـ دا دې هم ستاینلیک، د درکړې دندې د بریالۍ اجرا راپور دې ان عمومي منشي ته هم رسېدلی دی.

پاچاګل له خوشالۍ وغوړېد، آمر کوچ ته لاس ونیو:

ـ مهربانی وکړئ، کېنئ!

پاچاګل لا په کوچ کې پوره ډډه نه وه وهلې چې امر یې وویل:

ـ تا ته یو بل ښه خبر هم لرم.

پاچاګل په کوچ کې نېغ شو. آمر دواړه لاسونه پر مېز کېښودل، لږ څه ور وړاندې شو:

ـ ما خو درته وویل چې له نوي رهبر سره به نوي تغییرات هم ووینئ، نوی او ځوان کدرونه به د زړو خاینو ملګرو ځای ونیسي.

په پیکي يې لاس وواهه، مخې ته اېښې «د ثورانقلاب» د ورځپاڼې تازه ګڼه یې ور پورته کړه:

ـ د نویو وزیرانو لیست دې لیدلي؟

پاچاګل سر وښوراوه:

ـ بېګا مې په خبرونو کې واورېدل.

ولي شاه د سګرټو له ډبلي سګرت راوویست، ویې لګاوه، له څوکۍ پاڅېد، کړکۍ يې پرانیسته، راغی، د پاچاګل پر اوږه یې لاس کېښود:

ـ بېګا ته به د نویو لویو او وړو رییسانو ښه خبر هم واورې، ملګریه پاچاګله.

پاچاګل هم جیب ته لاس کړ چې د سګرت ډبی راوباسي، خو زړه یې ونه کړ. ولي شاه د سګرت لوګی سینې ته راکښود، بېرته پرانیستې کړکۍ ته ودرېد، د سګرت لوګی یې له کړکۍ دباندې وتوغاوه، بېرته راغی، د پاچاګل پر ولي یې بیا لاس کېښود:

ـ او پوهېږې ملګریه پاچاګله، له دې هم ښه او غوړ خبر څه دی؟

پاچاګل غوږونه څک ونیول، اوږې یې وښورېدې، ولي شاه يو دم وویل:

ـ  هغه دا دی چې په نن اعلانېدونکي لیست کې ستا نوم هم شته.

پاچاګل نور هم په چوکۍ کې نېغ شو، رنګ یې له خوښۍ نور هم سور وځلېد، له ډېرې خوښۍ په ځای کې پورته شو، خو بېرته کېناست، په بریتونو یې ګوتې ووهلې، ولي شاه ته یې معناداره شان وکتل، غوښتل یې څه ووايي، خو ولي شاه یې بیا پر ولي لاس کېښود:

ـ  ملګریه پاچاګله، ستا او د هېڅ نوي ملګري انتخاب تصادفي نه دی.

بیا یې پر دېوال د نوي رهبر ځوړند تصویر ته سترګې ونیوې او زیاته یې کړه:

ـ مشر یوه عجبیه حافظه لري، دومره تا زه نه پېژنم، څومره چې دی تا پېژني. پوهېږې ستا د دې شلو ورځو د ټولو چارو او اجراتو ټول تصویر یې په ذهن کې دی.

د پاچا ګل زړه له خوښۍ ټوپونه واچول، اوږې یې پورته وغورځولې:

ـ رښتیا، تاسو څه پوه شوئ؟ چا درته وویل؟

ـ ده په خندا وویل:

ـ ما ته یې پخپله وویل.

ـ تاسو ته؟

ـ خود. پوهېږئ، په دې شلو ورځو کې مې شل ځل لیدلی. هغه اوس زاړه کونه‌پیخ ملګري نه ګوري، ټوله پاملرنه یې ځوانو کدرونو ته اړولې ده، د ملاقاتونو لویه برخه یې اوس ځوان ګوندیان دي. ډېر ژر به يې ته هم په لیدلو مشرف شې.

د پاچاګل زړه ته نه لوېده، له رهبر سره د ملاقات خبر نور هم خوشاله کړ، خو په حیرانتیا او اندېښمن انداز یې وویل:

ـ چې دی به هرو مرو زما د نوې دندې په باب څه سپارښتنې لري!

خو مخکې تر دې چې له نوي مشر سره د خپل ملاقات محتوا ته تم شي او په دې هکله د ولي شاه نظر واوري، د خپلې نوې دندې د پیل پوښتنه یې په سر کې وټوکېده، په خندا يې وویل:

ـ نو په دې حساب، که بېګا ته زما د نوې دندې بست اعلان خپور شي، نن مې له تاسو سره وروستۍ ورځ ده، قوماندان صاحب؟

ولي شاه د لګېدلي سګرت وروستی لوګی سینې ته کش کړ، د سګرت بیخ یې سګرت دانۍ ته وغورځاوه، دواړه لاسونه یې پر مېز کيښودل، ځواب یې ورکړ:

ـ نه ملګریه پاچاګله، ته به هم دلته یې او هم هلته په وزارت کې.

پاچاګل حیران ور وکتل:

ـ دا څنګه هم دلته او هم هلته؟

ـ هو ملګریه، ترڅو چې ستا ځای ته ستا غوندې وفادار ملګری نه وي پیدا شوی، ته به د ورځې هلته یې او له څلور بجو تر اووه بجو به دلته راځې او پاتې کېږې به.

پاچا ګل، لکه د ولاړېدو بلنه چې واوري، پورته شو، تیارسۍ ودرېد. ولي شاه د لاس په اشاره بېرته کېناوه:

ـ هو ملګریه پاچا ګله، خو مخکې له دې چې خپله نوې دنده پیل کړې، یوه بله مهمه ګوندي دنده درسپارم.

پاچاګل غوږ وګراوه. ولي شاه په خوله لاس کېښود:

ـ خو اوش چې بنده ذات ته د دې مهمې ګوندي پرېګړې ونه وایې!

د پاچاګل پپړ غوږونه سره شول، که له یوې خوا ورته د ګوند پرېکړه مبهمه وه او بلا تصورات یې د ده ملګري کړل، نو له بلې خوا ځانته هم غره شو، چې دی یې څنګه دې مهمې غونډې ته غوره او ټاکلی دی، په سینه یې لاس کېښود:

ـ صیب امر وکړئ!

بیا یې د دغه مهم ګوندي راز د ساتلو ډاډ ورکړ:

ـ صاحب بې غمه اوسئ! په کومو مشکوکو ګوندي مشرانو خو به کوم عملیات نه وي پلان شوي؟

ولي شاه وخندل:

ـ نه، مشران له یوڅو پرته ټول نوي رهبر ته لاس په نامه ولاړ دي.

پاچاګل یې په پلوۍ وویل:

ـ څنګه  به لاس په نامه نه ورته درېږي، که ده د انقلاب کومانده نه وای ورکړې، دوی به اوس چیرې وای. اوس به ټول په زندان کې وای.

بیا یې پر بریتونو ګوتې ووهلې، د نوي رهبر عکس ته یې وکتل او زیاته یې کړه:

ـ یره زه خو وایم دغه څو زړې ګرګې چې یې هم څنډې ته کړې وای، ښه به نه وه؟

ـ ملګریه ګوند په یوه ورځ نه پاکېږي او نه هم عاقلانه ده.

په لاس کې نیولې ورځپاڼه یبې بیا ور واخیسته، په لومړي مخ کې د نوي مشر لوی عکس او د هغه په اړه نوې مقاله یې مخ ته ونیوه، د هغه په عکس یې ګوته کېښوده:

ـ خو دی او ټوله مرکزي کمېټه  هر څه په غَور څاري او دوی له هر چا پر دې ښه پوهېږي چې د هغه او ګوند پر وړاندې هر ډول دسیسه دوی ته په کومه بیه تمامېدای شي.

پاچاګل سر د تاییدپه بڼه وښوراوه، غلی شو، لکه ټولو پوښتنو او اندېښنو ته چې یې ځواب ورکړل شوی وي. ولي شاه لاسونه موټی کړل، وې جنګول، له ځایه پورته شو، مخامخ یې لوی تصویر ته وکتل، پاچا ګل ته یې سترګې ونیوې، بېرته پخپله څرخکي څوکۍ کېناست، خپلې لویې څنګلې یې پر میزکېښودې، سر یې ځوړند کړ، غلی شو، لویه سا یې وکښله، لکه کومه مهمه پرېکړه چې اعلانوي، خو د ویلو په طرز یې چې نه پوهېږي، سر یې بېرته په کرار پورته کړ، خپړې یې په ورو سره وجنګولې، شونډه یې په غاښونو کې ونیوه، کرار یې وویل:

ـ څنګه یې درته ووایم ملګریه! د ګوند پر وړاندې د هغه د یوالي او وړاندې تګ پر وړاندې یو لوی خنډ دی، چې باید له منځه لاړ شي.

پاچاګل په احساساتو راغی، د هغه په خبرو کې یې بېواکه ور ټوپ کړل:

ـ کوم خنډ، امر وکړئ، په ما حساب وکړئ، دا کوم خنډ دی؟

ولي شاه یو دم ور سپینه کړه:

ـ ګوښه‌‌ شوی ګوندی مشر!

ـ ولې هغه نورڅه کولی شي؟ ګاردان یې په هماغو ورځو کې ما پخپله پولیګون ته وسپارل او کورنۍ یې هم په زندان کې ده، نو له هغه څه وېره اوګواښ دی؟

ولي شاه مېز پر سوک وواهه، په لوړ انداز یې وویل:

ـ هغه اوس یو زخمی مار دی، باید چې چاره یې وشي.

پاچاګل وپوښتل:

ـ زندان ته یې بوځو او له کورنۍ سره یې باید یوځای کړو که څنګه؟

ولي شاه سر د نه په بڼه وښوراوه:

ـ نه ملګریه، نوره یې باید کیسه ختمه کړو! باید ووژل شي!

د پاچاګل اوږې وښورېدې.

ـ دا تاسو وایئ که د مرکزي کمېټې فیصله ده؟

ولي شاه مخې ته اېښی مکتوب یوې غاړې ته کړ، پر دېوال کې راځوړند د سیاسي څېرو د غړو عکسونو ته یې وکتل:

ـ دا د ګوند فیصله ده.

پاچاګل لکه کومه نادره چې واوري، ټوپ یې کړ:

ـ دا څه وایې؟ د ګوند فیصله؟

ولي شاه سر وښوراوه:

ـ بلې، د ګوند فیصله!

ـ خو علني ده، که مخفي؟

ـ مخفي ؟

ـ اسناد یې شته؟

ولي شاه په خندا وویل:

ـ کوم اسناد؟ دا د هر ګوند اصول دي چې ځینې پرېکړې باید په ډاګه نه کړي.

پاچاګل د دې خبرې په اورېدو ګېچ شو، غوښتل یې بله پوښتنه وکړي، خو ولي شاه نورو خبرو ته پرېنښود:

ـ بس نن به د ګوند امر پلی کوې، نن شپه به هغه له منځه وړئ؟

پاچاګل ځانته ګوته ونیوه؟

ـ یوازې زه؟

ـ نه، دوه ملګری نور هم درسره دي.

پاچاګل غلی شو، د نورو وژونکو په اړه په فکر کې لاړ، ناببره یې په مغزو کې بله پوښتنه راوټوکېده؟

ـ خو ملګریه ودې نه ویل چې څنګه؟

ـ څه شی څنګه؟

په خپله ټی ټی تومانچه يې لاس کېښود:

ـ په کومه طریقه یې باید ووژنو؟

ـ دا پرېکړه هم ګوند کړې ده، نور ملګري به یې درته ووایي.

ـ ښه په کومه طریقه؟

ده ورلنډه کړه:

ـ په بالښت!

پاچاګل اخ کړل، بېواکه یې غبرګ لاسونه سترګو ته ونیول، په لوړ آواز یې وویل:

ـ بالښت!؟

پاچاګل لکه خوب یې چې یوسي، یا ګونګي شي، سر یې ټیټ شي، په فکر کې لاړ شي، اندېښنه ور ولوېږي…

ولي شاه په ځیر ورته وکتل، له څوکۍ ور پاڅېد، د پاچاګل پر اوږه یې لاس ور کېښود:

ـ ولې ! خوب درغی؟

پاچاګل ټکان وخوړ، لکه د درانده خوب نه چې راپاڅي، سر یې وڅانډه، سترګې یې پټې او وغړولې، راڼه یې ور وکتل:

ـ خوب نه دی، راغلی خو یو خوب مې زړه ودرېد!

ولي شاه په بیړه وپوښتل:

ـ کوم خوب؟

ـ د بالښت؟

ولي شاه لاسونه وجنګول، باڼه یې پورته او خوله یې وازه شوه:

ـ بالښت

پاچاګل سر وښوراوه:

ـ هو، ملګریه بالښت

ولي شاه مېز ته ور وګرځېد، کېناست. پاچا ګل د بالښت کیسه په خوند ور واخیسته:

ـ  بیګا مې خوب لیده ملګریه، چې په یوه توره څمڅ کې ګیر یم. داسې سمڅ  چې اژدها پکې لويه ژبه راويستلې ده، په منډو کړی یې یم، سا او تیګا یم، هڅه کوم، اېخوا دېخوا لاس او پښې وهم، چې يو څه پيدا کړم او له بلا سره وجنګېږم، خو له بالښت پرته بل هېڅ څه نه مومم، له ناچارۍ بالښت راواخلم، د اژدها په خوله کې يې ور ومنډم. د اژدها خوله بنده شي، ساه يې ودرېږي،ګړز شي په مځکه را ورغړي. له دې سره یودم په چپرکټ کې راکېناستم، چې وینم ټول وجود مې خولو نیولی وي، شاوخوا وګورم، هېڅوک نه وي، وډار شم، لویه چیغه مې له خولې ووځي.

د ولي شاه تندی وغوړېد، د سیاسي څېرو د غړو تصویرونو ته، چې ده ته مخامخ راځوړند ول، ور وکتل او په خندا یې وویل:

ـ یاره ملګریه پاچاګله که ولي نه يې، نو خالی هم نه یې.

بیا غلی شو، سر یې ټیټ ونیو، په فکر کې لاړ، بېرته یې سر پورته کړ، ترخه موسکا یې وکړه:

ـ پوهېږې دا بلا څوک ده؟

بیا یې مېز پر سوک وواهه او په لوړ آواز یې وویل:

ـ دا همدا خاین رهبر دی؟ او هغه چې بالښت په خوله ورمنډي، ګوند دی چې ستا په وجود کې ظهور کوي.

د پاچاګل رنګ وغوړېد، د غرور احساس یې وکړ، ولي شاه په ده داېښي بار اهمیت نور هم په ډاګه کړ:

ـ هو ملګریه که دا ویده بلا بیا راویښه شي، ټول سپېڅلي ګوندیان به ګېډې ته ننباسي.

ولي شاه پر برېتو لاس تېر کړ، بیا يې مخامخ د ګوندي رهبرانو عکسونه له نظره تېر کړل، سر یې وښوراوه:

 ـ پوهېږم چې سختې دندې ته ټاکل شوی یې، خو یو څه مه هېروه، داسې لویو دندو ته ګوند هر څوک نه انتخابوي، نه وینې مخکې له دې چې زه د ګوند پرېکړه درته اعلان کړم، پخپله درته الهام شوی دی.

له دې سره پاچاګل نېغ ودرېد، سلامي يې ووهله او له دفتره ووت.

ولي شاه ودرېد، خپله ټی ټی تومانچه یې له کاشه ور وویسته، په لاس کې یې واړوله راواړوله، بېرته یې په پوښ کې ومنډله، وړاندې تېر شو، کړکۍ یې پرانیسته، آسمان ته یې وکتل. د لمر سترګه په ډوبېدو وه. علي شاه د سګرټو له ډبي بل سګرت راوویست، اور یې ورته کړ او د بل سګرټ په څکولو یې ځان بوخت کړ.

لندن ـ انګلستان

فبروری ـ ۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.