Browsing Tag

نورالله غازي

والقلم و ما یسطرون -لنډه کیسه

انجينر قلم الدین چې مازدیګر کور ته راغی په څیره کې یې خفګان له ورایه ښکاریدو،  هیله لور یې ولیده چې په ليکلو بوخته ده، هغې چې پلار ولید له ځايه پورته شوه، په موسکا یې ستړې مشې ورته وویله. هیلې چې د قلم بېخ یې په غاښو کې نیولی و، پلار ته یې…

د لغاتو د سيالۍ يوه صحنه

د لغاتو د سيالۍ يوه صحنه (يې ما يې تا لغت شو اوس بو پته ولګېږي)   لغات هغو فی البديهه شاريو ته ويل کېږي چې د دوو او يا څو ولسي او کليوالي شاعرانو له خوا په وادونو او د خوښۍ په نور مجلسونو کې ويل کېږي. ځيني شاعران لغاتو ته ترخې شارۍ هم…

د کرونا بلا -نظم

یوه کوچنۍ بلا راپورته په دنیا یم د هر چا په فکر ناسته کرونا یم هر سړی رانه په ترهه او په وېره د دنیا په هر سړي مې ناسته سېره په جهان مې عجيبه شان سلطنت دی په لړزه مې راوستلی هر قدرت دی نه مزدور رانه په امن نه بادار دی نه غریب…

د درملو کڅوړه / نورالله غازي

نيمه شپه وه، چې ماشوم په ځانګو کې وژړېدو، مور يې له کټه پاڅيده، ماشوم يې راواخيست او تي ته يې واچاوه، د ماشوم خوله ګرمه وه، تی یې ښه نشو رودلی. چې مور يې پر تندي لاس کېښود، له خولې يې بې واره ووتل: ـ  وی! وړکی خو داسې سور دی، لکه سکروټه،…

ږیره / نورالله غازي

د چا د شيخۍ ذکر چې راشي، زما سترګو ته ملا شيرين جان کلک ودرېږي. ښه مې په یاد دي، چې څو کاله وړاندې يوه ورځ د کلي د جومات پيتاوي ته له کليوالو سره ناست و، په وېړه خوله يې ټولو ته کتل، په يوه لاس يې د تسپو دانې اړولې او په…

په درې مخکښو کاندیدانو کې څوک غوره کړو؟ / نورالله غازي

ولس د ټولو کانديدانو خبرې او ترحې واوریدې، په کمپایني غونډو کې یې برخه واخيسته، خو په ټولو کاندیدانو کې درې کاندیدان تر نورو مخکښ او کمپایني مبارزې یې تیزې وې، چې دا درې: غني، عبدالله او حکمتیار دي، راځی دا وڅيړو چې په دې درې واړو کې د کوم…

پښتانه، انتخابات او مشکلات / نورالله غازي

پښتانه هغه خلک دي چې شور یې لوړ دی خو شعور ټیټ، دوی چې په هیواد کې اکثریت دي، مګر په حکومتونو کې هر کله اقلیت پاتې شوي دي، چې نه یې ژبه دفتري شوه او نه د دومره لوی اکثریت غږ چې بايد اسمان یې چاودولی وای، د چا غوږونو ته و نه رسید. بس لګیا…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

-نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په اسانه لاس ته نه دی راغلی، بلکې د یوه اتل رهبر په مشرۍ د ګڼو خلکو په قربانۍ له یرغلګرو او تیريګرو له لاسونو لاس ته راغلی دی. د خپلواکۍ د…

د اغزو منځ کې ريحان/ نورالله غازي

مولوي ریحان یو داسې دیني عالم و، چې غږ یې دا لس کاله له شمشاد راډیو ټلويزونه خپریدو او د وطن د زړه په کور کور کې اوریدل کیدو، د ده له خواږه غږ سره ښځو، سړیو، زړو او وړو مینه درلوده، خلک یې له مینه ناکې څېرې او راښکونکي غږ سره بلد وو، ده د…

سـوله/ نورالله غازي

زما د ۲۰۱۸ کال اخیري کیسه سړي له څادره د واښو پنډ په انګړ کې واچاوه، څادر یې په ښي لاس وڅنډه، له عادت سره سم یې ګډ وډ او اوږد پر چپه اوږه واچاوه، کوټې ته ننوت، ښځې یې راډیو نیولې وه، سیلیدلی پر خړه توشکه کيناست، ښځه یې…