سـوله/ نورالله غازي

0 709

زما د ۲۰۱۸ کال اخیري کیسه

سړي له څادره د واښو پنډ په انګړ کې واچاوه، څادر یې په ښي لاس وڅنډه، له عادت سره سم یې ګډ وډ او اوږد پر چپه اوږه واچاوه، کوټې ته ننوت، ښځې یې راډیو نیولې وه، سیلیدلی پر خړه توشکه کيناست، ښځه یې له ځایه په بسم الله پورته شوه، د میړه شاته یې تکیه کېښوده.
په راډیو کې د سولې په اړه خبرې روانې وې، سړي په ښي لاس تړلي سات ته وکتل، خبرونه تېر شوي وو، د سولې کلیمه چندان ښه پرې ونه لګيده، له ځانه سره وګوزید:
ـ ښځه مو له دې سولې سره ….د خدای مخلوق مو له خاورو سره خاورې کۀ، اوس سوله څه په بلا وهو؟؟
ځوانه ښځه راننوته، پر مخ یې خړ رنګه ټیکری راځوړند و، د کمیس په لمنه پسې یې د شنو وښو ډکی نښتی و، د سړي په خوا کې یې د چايو شنه چاینکه او دوه پيالې کېښودې، دې چې چای اچاوه، په ځانګو کې ماشوم وژړیدو، سړي له تکییې راپورته شو:
ــ  چای زه اچوم،  ته وړکی کرار کړه…
ښځې ماشوم راواخیست، د نیا او نيکه په مینځ کې یې له روڼیو خلاص کړ.
د سړي چې فکر یې له راډیو سره و، ماشوم ته سر وخوځاوه، د ماشوم وچې شونډې په خوږه موسکا خلاصې شوې.

ناڅاپه سړي په ترخه وويل:
ـ مړه که! چټي مازغۀ مو مه پرې خرابوه…..!
ښځې راډیو ګل کړه، اینګور یې راننوته، د ماشوم په خوله کې یې د شیدو ډک چوشک ورکړ، د چايو ډکه پیاله یې د خواښې په خوا کې کېښوده.
سړي له چايو غړپ وکړ:
ـ کلونه وشول، چې سره غږیږي، چې د خدای په کور کې سره جوړ نه شول، اوس به یې کوپار راسره جوړ کي؟ اسې هوا ګزوي، په خدای د سولې خبره له جنګه بده راباندې لګېږي …..
ښځې چې د ماشوم خولې ته یې د شیدو چوشک نیولی و وویل:
ـ وه سړییه! نن ولې داسې په کولمو پوخ یې، خدای خو میربان بادشاه دی، ګوندي راشي دا پغمړې سوله….
سړي د چايو پیاله کېښوده، خبره کې ورولوید:
ـ  اوس څه په درد خوري، که سوله راشي، ماته د دې ماشوم مړ پلار راکولی شي؟ هغه ستا وراره چې په ګاډۍ کې سونډ مونډ ګرځي، پښې واپس ورکولی شي؟ اغه څو میاشتې مخکې چې بمبار کې د پورې کلي لس دولس ځوانان له بینه لاړل، بیا راژوندي کیدلی شي، دا د ورځې چې په لسګونو کسان مري، دا به بیا راژوندي شي….؟ خپل مونډ لاس یې له تړلي لستوڼي راوویست:
ـ ماته مې خپل پخوانی لاس راکولی شي……؟؟؟
ښځې د میړه کوچنیو سترګو ته وکتل، چې اوښکې پکې ډنډ دي، په خوږه یې وویل:
ـ وه سړییه! زما او ستا له سره خو تېره ده، نور په زړو کې ایسابېږو، ستا لاس غوڅ شو، خو که سوله راشي، ستا د لمسي لاس خو به بچ شي، زما د وراره زوی خو به نه ژوبلېږي! نوره وینه خو به نه تویېږي!……..
سړي د خولې پاکولو په پلمه په څادر لمدې سترګې وچې کړې، لمسي ته یې وکتل، کوچنیو سترګو یې ځلا کوله او ده ته یې په مینه ورلیدل سړي د غوڅ شوي لاس لستوڼی ورته وخوځاوه، ماشوم په موسکا پښې او لاسونه ورته واچول، د سړي سوي زړۀ د خوښۍ ټوپونه ووهل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply