د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

0 901

-نورالله غازي
هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په اسانه لاس ته نه دی راغلی، بلکې د یوه اتل رهبر په مشرۍ د ګڼو خلکو په قربانۍ له یرغلګرو او تیريګرو له لاسونو لاس ته راغلی دی.
د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو سره هیوادوالو ته د هيواد اصلي اتلان ورپېژندل کېږی او د هغوی سرښندنې او مبارزې ورته په ګوته کېږي. د دې لمانځلو موخه دا وي چې په هیوادوالو کې ملي او وطني جذبه راولاړه شي او ټول وګړي هیواد لکه خپل وجود وګڼي او په ساتنه کې یې ټول په ګډه ونډه واخلي.
افغانانو او د خپلواکۍ لمانځل:
د افغانانو لپاره یې ګټې ډېرې دي، چې ځینې به یې په ګوته کړو:
۱ ـ د افغانستان خپلواکي شاه امان الله خان اخیستې په غازي مشهور شوی او لومړی غازي به وي چې نوم یې پر خلکو ښه لګېږي او بل د دې ځوان پاچا په سر کې د وطن لپاره نوی او پرمختللی فکر موجود و، د دغې ورځې په لمانځلو سره هيوادوال له اماني فکر او کړنلارو سره هم اشنا کېږي چې موږ تیارو ځپلو او وروسته پاتې وګړو ته د یو لوی څراغ کار کوي.
۲ ـ په اوسنيو حالاتو کې چې هیواد مو د ګڼو ملکونو په استخباراتي جګړه کې ښکېل دی، د خپلواکۍ لمانځل خلک سره نږدې کوي، خپل هیواد ته متوجه کېږي او فکرونه د وطن دوستۍ بیرغي رنګ اخلي، چې بیا پردي زموږ په وینو او اوښکو خپلو موخو ته نشي رسیدلی.
۳ ـ د دې ورځې په لمانځلو سره خلک د خپلواکۍ په اصلی معنا پوهېږي او د ريښتيني خپلواک کیدو احساس پکې راژوندی کېږي.
۴ ـ افغانستان هغه هیواد دی، چې له ګانډیو یې ډېر زیان لیدلی دی، نو د دې ورځې په لمانځلو ګاونډیان هم ګوري چې دا خلک په خپلواکۍ مین دي او د ولس له داسې یووالي چې د وطن دوستۍ جذبې پکې په څپو وي، ویره ورلوېږي او د خلکو په وطندوستۍ یې یقین پخېږي.
۵ ـ تر ټولو مهمه یې دا چې زموږ دښمن زموږ له پاشل کیدو ګټه اخيستې ده او دښمن مو هر وخت وطن پرسته شخصیتونه په تورو لاسونو تور کړي او تکفير کړي دي، نو د خپلواکۍ په لمانځلو سره دښمن ویني چې د دې وطن لویو او وړو زړونه په وطن پورې تړلي دي، چې کله د طن اکثریته وګړي وطنپرسته شي، نو بیا به د اوس په شان په اسانه او دومره پریمانه نه وژل کېږو او تر ټولو ښه یې لا دا چې وطنپرسته وکړي خپل حکومتونه ړنګوي نه، بلکې سموي یې.
د خپلواکۍ په ورځ عمومي رخصتي وي، مکتبونه او نورې ښوونیزې ادارې رخصت وي، خو له بده مرغه چې د مدرسو ملايان په دې ورځ خپلو طالبعلمانو ته رخصتي نه ورکوي، د دوی په اند دا ورځ کومه دیني او مذهبي ریښه نه لري. خو حکومت ته بویه چې ټولې ادارې په دې مکلفې کړي چې په دې ارزښتناکه ورځ خپله رخصتي مراعات او د دې ورځې احترام او لمانځنه وکړي. نور باید مکتب او مدرسه غوښه او چاړه سره وانوسي، دواړه باید د وطن د خېر په سرچینو بدلې شي، تر څو هر افغان د وطن د درې رنګه بیرغ لاندې د مکملې خپلواکۍ احساس وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply