په درې مخکښو کاندیدانو کې څوک غوره کړو؟ / نورالله غازي

0 762
ولس د ټولو کانديدانو خبرې او ترحې واوریدې، په کمپایني غونډو کې یې برخه واخيسته، خو په ټولو کاندیدانو کې درې کاندیدان تر نورو مخکښ او کمپایني مبارزې یې تیزې وې، چې دا درې: غني، عبدالله او حکمتیار دي، راځی دا وڅيړو چې په دې درې واړو کې د کوم کاندید ترحې د هيواد او خلکو لپاره ګټورې دي او ولس باید کوم کاندید ته رایه ورکړي، نن شپه کمپاینونه بند شول او خلکو ته اته څلویښت ساعته وخت ورکړل شو چې باید په پوره غور او فکر سره خپل هیواد ته یو وړ ولسمشر انتخاب کړي. موږ به درې واړه کاندیدانو ته یو ځغلند نظر وکړو، اول به یې له حکمتیاره راپیل کړو:
حکمتیار
حکمتیار چې د روس سره جهاد کې یې پراخه ونډه درلوده او تر ټولو مشهور رهبر و، خو د کابل په هغو خپل منځي جګړو کې یې هم فعاله برخه درلوده، چې ګڼ شمیر  افغانان پکې ووژل شول.
حکمتیار چې کله د غني له حکومت سره د سولې په خبرو کې بریالی شو، کابل ته په راننوتلو یې لوی شمیر خلکو هرکلی وکړ، خلک چې د سولې ليوني وو، حکمتیار د ځان مینان وګڼل، که څه هم حکمتیار یې علت په انتخاباتو کې درغلي ګڼي؛ خو د دې لوی شمېر پلویانو په زور یې هم خپل زوی پارلمان ته و نشو لیږلی.
په لومړي سر کې حکمتیار ویلي وو چې ولسمشرۍ ته به نه کاندیدېږي، علت یې د امریکا شتون ښودلی و، چې دی به کامیابۍ ته پرېنږدي، خو له خليلزاد او (ممکن له نورو امريکايي چارواکو) سره په لیدو یې ډاډ تر لاسه کړی وي چې پخپله یې په قوي هوډ او لوړې ارادې میدان ته راودانګل.
ښاغلي حکمتیار ډیرو ولایتونو ته سفر وکړ او خپلې غونډې یې پکې تر سره کړې، د بدخشان لویې غونډې یې خلک هیښ هم کړل چې ګني حکمتيار په شمال کې لا هم خپل نفوذ نه دی بايللی او شمال ته د ده ځمکیني تګ خلکو ته دا شکونه هم ورواچول چې پاکستان طالب له دې منعه کړی چې حکمتیار ته دې په کمپایني منډو ترړو کې نه خنډ کېږی. په پکتیا کې یې پر غونډه راکیټي برید وشو، چې ده یې پړه د طالب په ځای ځای پر حکومت واچوله.
د حکمتیار کابو ټولې غونډې ښې وې او ډېرو خلکو پکې ګډون کړی و، چې ده ته یې د داسې خبرو جرئت هم ورکړ: ” موږ د جنګ لویه تجربه لرو، که په ټاکنو کې درغلي وشوه، موږ به بیا سنګر ته ستانه شو” او له دې سره یې پر حکومت هم توندې نیوکې وکړې او ان له اسلامه یې هم خالي وباله، تر څو په دې خبرو د خلکو زړونه وګټي. خو ځینو منتقیدینو د ده غونډې ته په لیدو وویل چې په غونډو کې یې ملي سرود نه دی غږول شوی او په ځینو غونډو کې یې ملي بیرغ هم نه دی لیدل شوی. حکمتیار پر خپل حزب ډاډه دی، دی وایي چې هغه حکومتونه ناکام دي چې تر شا یې قوي حزب نه وي موجود، خو د حکمتیار حزب په څو برخو ویشل شوی دی، د ځینو مهمو قومندانانو زړونه یې هم بد کړي دي او بله خبره دا ده چې په ګوند کې یې اکثریت غړي پخواني مجاهدین دي، د ځوانانو ونډه بیخي پکې کمه ده او دا ګوند له نورو ګوندونو سره ځینې پخواني شدید اختلافونه هم لري، چې له هغوی سره جوړښت به ورته مشکل تمام شي.
که حکمتیار ولسمشر شي، له ګاونډي پاکستان او همدا رنګه ترکیې او عربستان سره به یې اړیکې ښې وي، خو ایران، روسیې، او هند سره به یې اړیکې کړکیچنې وي، چې دا زورور به د خپلو حریفانو ګټې دلته نشي لیدلی، ممکن ملک د یو بهران خوا ته لاړ شي او دی چې پر ځان مین شخصیت دی، نو د داسې زورور پيلانو مخنیوی او مهار کول به ورته مشکل وي.
عبدالله عبدالله
عبدالله هم د روس سره په جهاد کې برخه اخیستې ده، د طالب امارت پر وړاندې یې دفاعي جکړه کړې ده او د امریکا په ملتیا یې د اسلامي امارت په ړنګولو کې هم خپله ونډه اخیستې ده، دی هم د یوه لوی ګوند (جمعت اسلامي افغانسان) مهم غړی دی. د حکمتیار غوندې یې په کورنۍ جګړه کې هم برخه اخیستې ده. د کرزي حکومت کې غټ شو، سیاست مداره شو، وزیر شو او د غني په حکومت کې له جنجالي ټاکنو وروسته د جانکیري په منځګړتوب د اجرائيه رییس شو، که څه هم له غني سره په حکومت کې نیم شریک و، خو د ده له خبرو داسې ښکاریږي چې غني محدود کړی و، لکه څنګه یې چې زړه و، هغسې ازاد لاس و پښې یې نشوې اچولی، که څه هم لوی ګوند یې هم تر شا ولاړ و.
عبدالله په شیک پوش او قیمت بیه لباس اغوستونکې مشهور دی. د ده کمپایني غونډې هم پراخې وې، د دوستم په ګډون ځینې مهم کسان ورسره ودریدل، دی له حکمتیار مخکې ګڼل کېږي، ځینې خو دا هم وایي،  که چیرې پښتانه په رایو کې ناغیړي وکړي،  ممکن عبدالله انتخابات وګټي. خو عبدالله په خپلو غونډو کې په ترحو نه غږیده، بلکې پر خپل مخکښ حریف غني باندې یې انتقادونه کول. عبدالله په خپلو خبرو کې ويل چې زه له خارج نه پټې سترګې نه یم راورد شوی، بلکې د خپلو درديدلو خلکو له منځه راوتلی یم، خو لباس یې د خپلو خلکو له مالداره کس نه هم ډېر لوړ دی.
عبدالله له پښتنو څخه انورالحق احدي له ځان سره کړی دی، انور الحق احدي ښه سیاستوال دی، خو د ده ګوند (افغان ملت) چې د پښتنو ګوند بلل کیدو، چندان خلک خپل نه کړای شول.
 له پښتنو نه ځینې هغه کسان له عبدالله سره ولاړ دي چې یا په پارلماني ټاکنو کې ناکام شول او یا هغه کسان دی چې زورواکي وو او د غني په خوا کې یې ځای و نه موند.
ښاغلي عبدالله د احمد شاه مسعود د تلین لمانځونکې لنډه غران چې د عامو خلکو تر څنګ یې ان ملي پولیسو ته هم مرګ ژوبله واړوله، طرفداري وکړه او له دوی سره د افغان ځواکونو چلند یې وغنده. په دې کار سره خلکو ته ویره ورولویده چې که چیرې عبدالله ولسمشر شي، نو لنډغرتوب به یې په حکومت کې وده وکړي.
که چیرې عبدالله ولسمشر شي، نو په حکومت کې به یې د پښتنو ونډه ډیره کمه وي او په پښتنو کې به هغه کسان پر ځان راټول کړي، چې د ده هرې خبرې ته د تایید سر خوروي. عبدالله هم پر خپل ګوند کله کله تکیه کوي، چې ګني یو قوي حکومت به رامنځته کړي، خو ګوند یې برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته خپل منظم والی له لاسه ورکړی، هر سړی پکې من دی.
عبدالله د حکمتیار خلاف له روس، ایران او هند سره ښې اړیکې لري او له نورو سره هم خپله يارانه پالي، په ولسمشر کیدو به یې روس او ایران په هیواد کې نفوذ وکړي، دی چې قاطع دریز نه لري، د ډیرو لاسونو ته به وغورځیږي او له هیچا به هم ځان په مکمل ډول نشي خلاصولی، لکه نانځکه به د نورو په لاسونو لوبېږي.
 که چیرې عبدالله ولسمشر شي، نو د حکومت اس چې اوس یو تېز شوی دی، بیرته به د ميږي په پل روان شي.
اشرف غني
ـــ
غني هغه څوک دی چې نه تر شا لوی او وړوکی ګوند لري او نه یې هم په جهاد کې برخه اخیستې، دا چې د ټوپک سړی نه دی، نو په هیڅ جنګ کې یې هم برخه نه ده اخيستې.
د کرزي په حکومت کې د مالیې وزیر و، چې بد نوم نه لري.
د غني کمپایني منډې ترړې تر حکمتیار او عبدالله  هم تیزې او غوره وې، خو منتقیدنو یې ویل چې له حکومتي چوکۍ استفاده کوي.
ښاغلی غني ته اکثریت پښتنو رایې ورکړې او په لومړي ځل یې خپلې ښځې د رایې اچونې لپاره له کوره راوویستې. که څه هم په پینځه کلنه واکمنۍ کې د پښتنو سر لږ ورسره هسک شو، خو ډېرو پکې خپل سرونه هم وخوړل. ځانمرګو بریدونو، بمباريو او عملیاتو کې ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته، پر غني لوی انتقاد هم همدغه دی چې په واکمنۍ کې یې ولسي مرګ ژوبله ډیره وه. خو پلویان یې وایي چې غني پاکستان او ځینې نورو زورواکو ته سرخوږی جوړ کړ، چې په پایله کې یې حملې او مرګ ژوبله زياته شوه، ځکه چې دښمن د حملو او جګړې په زیاتولو غوښتل چې د د خلکو مخ له غني واړوي، لوی مثال یې د سولې وروستۍ خبرې یادوي چې له انتخاباتو وړاندې پاکستان او ځینو نورو کوښښ وکړ، تر څو د موقت حکومت په رامنځ ته کیدو غني د تل لپاره ګوښه کړي.
د غني په وړاندې که څه هم ډېر ګواښونه او خنډونه رامخې ته شول، خو دی یې پر وړاندې لکه غر ودرید، ده سرتیرو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت نه تعرضي حالت ته پورته شي، دې کار ګټه هم لرله خو ورسره ولسي مرګ ژوبله هم زیاته شوه.
غني خپلو حاصلاتو ته بهرنی مارکیټونه وموندل، د تورخم لارې پر ځای یې بر نورو لارو کار وکړ، هغه و چې د پاکستان له غلامۍ یې تر څه حده ځان هم خلاص کړ. د ده مشهوره وینا ده چې: پخوا به چې تورخم بند شو موږ به چیغې وهلې، اوس چې بند شي دوی چیغې وهي.
همدا ډول غني د اوبو پر مهارولو او بندونو جوړولو هم د پام وړ کار وکړ.
همدا ډول ځينې ډېر نور کارونه هم دي چې د ټولو یادول به لیکنه لا اوږده کړی.
غني لومړنی کانديد دی چې هر څه ته پرمختللې ترحې او پروګرامونه لري، که د ده په حکومت کې مرګ ژوبله زیاته وه، خو د زورواکو زور یې هم ور اوبه کړ، د بلخ امپراتوري یې ختمه کړه، دوستم یې اول راپورته کړ، وروسته یې سم راوویست دوستم چې په سر یې بل سر نه منه، اوس یې پر وړاندې ایشچي او قیصاري ودریل.
د ده په پينځه کلنه واکمنۍ کې که څه هم زورواکان بې واکه شول، ځینې نورې مطرحې څیرې هم څنګ ته کړل شوې او هغوی غني ځانغواړی او دیکتاتور یاد کړ.
تر ټولو مهم او تر څه حده منل شوی انتقاد چې بر غني کیږي هغه دادی چې ده پر ځان ځينې داسې کسان راټول کړي دي چې مشکلات یې راپورته کړي او د ده پښې هم په تبر وهي.
د غني شعار دادی چې د امان الله خان نیمګړی فصل به پوره کوم، خو دښمنانو یې پر ده هم همغه وسله استعمال کړه، کومه چې پر غازي امان الله خان استعمال شوې وه، د بې دينۍ تورونه یې پرې ولګول، د ډیورنډ کرښه چې د ټول ولس احساسات ورسره تړلي دي د هغې د معامله کولو تور پرې ولګيد. خو غني د امان الله خان غوندې تیښته و نه کړه، بلکې جوماتونه یې اباد کړل، د منبر د خپللو په هڅه کې شو، د دینې علماو اجماع یې رامنځته کړه، خو دښمن همغه وطندوسته علما هم په نښه کړل.
غني لومړی کس و چې په خپل حکومت کې یې د سولې دروازه ودروله او اوسنی کاندید حکمتیار لومړی کس و چې په همدې دروازې راننوت، ده طالب ته هم څو څو ځله  سولې خواست وکړ، خو طالب د ده پر ځای له امریکا سره خبرې وغځولې چې اخېر په یوه ټویت وشلیدې؛ خو غني د داسې سولې کلک مخالفت ښودلی چې جوړ نظام ورسره نسکورېږي.
غنی وایي که بیا ولسمشر شوم، اجرائيه پوسټ له منځه وړم، زورواکي ختموم او هغه کومې وعدې چې مې کړي دي هغه پوره کوم.
د غني بهرنۍ اړیکې له ټولو سره ښې روانې دي، یوازې پاکستان سره روابط خړ ښکاري، که څه هم ده یې څو ځله د ټینګولو هڅه هم کړې ده.
غني تر شا هیڅ ګوند نه لري، خو دی غواړې چې د ګوند پر ځای ټول ولس پر ځان راټول کړي، ځکه چې د دې ځای ګوندونو ولسونه ځپلي دي
اوس تاسې په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړی، څو ساعتونه وخت لری چې سوچ او فکر وکړی، داسې چا ته رایه ورکړی چې ستاسې عقل او وجدان یې درسره ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply