نصیحتونه دي کوه یې راته!
کوڼ یم غږونه دي کوه یې راته
د مېکشۍ سبب مې ونه پوښتې!
تس پېغورونه دي کوه یې راته
پۀ ما تاري د مدهوشي د آیت!
جي! تفسیرونه دي کؤه یې راته
خدایه! يۀ تا مې مکمل باور دی!
زما کارونه دي کؤه يې راته
اور دې شي پورې…
زه څه او وایم که چپ شم وطنداره؟
بې قراره یم ----------خطا ده رانه لاره
یعني-------- هر څه له اسمانه نازليږي؟
یعني---زمکه په هر حال ده ګناهګاره؟
یعني دلته نظام هر حال کښې سپین باز دی؟
یعني--- فرد او خدای کوي هره یوه چاره؟
یعني…