غزل

ممتاز اورکزی

890

کومـــــو وېرنو کومـــــــــــــو ساندو ته پلمه جوړوې
دا چــــې لـــــه ښــــــــــــاره د سازونو هديره جوړوې

څنـــــــــــګه شم غلی چې بانې ته هم دليل تراشې
چــــــــــــپ شمه څنګه چې دليل ته هم بانه جوړوې

استاذه! څـــــــــــــۀ او وايم،بس خو عجيبه سړی يې
چې د لېندو بازار کښې ناست يې سرېنده جوړوې

حکـــــــــــــم راغلی دی چې ته به سنګسارېږې سبا
په تا الزام دی چــــې ته خوب کښې آيينه جوړوې

وخت به راځي چې ته به هم هغه کامل ولي شې
چــې دې ړندو ته به له سپينې ورځې شپه جوړوې

واجــب القتل شوم په دې چې ما همدومره وييل
ته مـــــــامله حل کوې نه خو مامـــــــــــــــــله جوړوې

صـــــــــــــاحبه!!! دا اوبه به څــو پورې په لوړه خيژي
صــــــــــــاحبه!!! ولــــــــــې واقعــې نه حادثه جوړوې

مــــــــمتاز د ځان آتشکده کښې چله کش دی پيره
پکار يې نه ده کــــــــــــــه خانقاه که آستانه جوړوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.