د بوږنوونکو پوښتنو شاعر

احسان الله درمل

312

د ممتاز لالا شاعري له ډېرو رنګونو او وږمو ډکه ده، نه پوهیږم، پدې وړه لیکنه به ددې شاعرۍ له سلو څخه څو رنګونو ته اشاره شوې وي. بس هسې زما د برداشتونو یوه وړه برخه یې وګڼئ. نورې خبرې به بیا ورباندې کوو.
اـ درمل

انسان فطرتاً داسې دی، چې له بیروني نړۍ او نویو حادثو سره د مخامخیدو پر مهال حیرانیږي؛ دا حیراني د هغه په ذهن کې د نړۍ او حوادثو د حقیقت په اړه پوښتنې زیږوي؛ دا پوښتنې پخپل وار د حقیقت لټون تحریکوي او انسان بلاخره حقیقت(یا ښه ده ووایو دده په نظر حقیقت) ته رسیږي. پخواني بدوي بشر چې د خپل چاپیریال او شاوخوا په اړه خپله حیراني پټه نکړای شوه، نو پوښتنې یې پیل کړې. د دې پوښتنو ځوابونو پخواني اساطیر(Myths) وزېږول، چې لا هم د نړۍ په ځینو برخو (لکه هند)کې جوړیږي. د اساطیرو په اړه فلسفیانو حیراني وښوده او پوښتنې یې وکړې، د دوی د پوښتنو ځوابونو فلسفه وزیږوله او بالاخره د فلسفیانو فرضیې ساینسدانانو په لابراتوار کې تر څیړنې او ګرویږنې لاندې ونیوې، چې د ساینس غوندې یوه عجیب او د لمس وړ علم ته یې لاره خلاصه کړه. له دې وړې مقدمې څخه دا دعوه کولای شو، چې د انسان اوسنی تمدن او حیرانیدونکی پرمختګ په اصل کې د پخواني بدوي بشر د پوښتنو پرمختللي ځوابونه دي، یا ښه ده ووایو، چې اوسنۍ ساینسي نړۍ د پوښتنې له خیټې راوتلې ده.
ممتاز د معاصرې پښتو شاعرۍ په لوی محفل کې یو منفرد غږ دی. د ده د اواز انفرادیت دا دی، چې نور شاعران د معاني د علم په خبره خبري جملې منظوموي؛ خبري جملې زموږ په پوهه کې اضافه کولای شي، خو فکر مو نه تحریکوي؛ مګر ممتاز پوښتنې کوي او خورا بوږنوونکې پوښتنې. زه چې د ممتاز شاعري لولم، د سوالیو یو نه تمامیدونکی کتار مې مخې ته ودریږي، دا سولیې ټولې حل غواړي او ټولې زما له ژوند سره مستقیمه اړیکه لري. پدې توګه شاعر د یوه اوږده وخت لپاره خپل ساده باده لوستونکی پر فلسفي او شکاک لوستونکي بدلوي. په معاصره شاعري کې که د فکر د تحریک او بیدارۍ لپاره دوه درې جرسونه هم کړنګیږي، یو به پکې ضرور د ممتاز د شعر جرس وي. خو دا جرس تر نورو یو امتیاز هم لري. امتیاز یې دا دی، چې دا جرس موږ ته په مستقیم ډول او ملایي ژبه د فکر او تعمق درس نه راکوي، دا جرس زموږ مخې ته یوازې سوالیې ږدي او په حقیقت کې د فکر کولو په پروسه کې موږ هم راشریکوي. دا د شعور د انتقال ډېره په زړه پورې طرېقه ده، چې سقراط به هم کاروله. وایي سقراط د اپلاتون غوندې مدرسه نلرله، چې شاګردان وروزي، بس پر لاره به روان و او یو ځوان به یې راودراوه؛ پوښتنې به یې ترې پیل کړې او چې هغه به پر ځان خبرېده، ده به د پوښتنو په پيچ و خم لارو خپل مطلوب منزل ته رسولی و. د ممتاز د شاعرۍ په لوستو زه احساس کوم، چې سقراط شاعر شوی او زه یې منظومې پوښتنې لولم:
خپل ځان ته نارې وهمه، ولې یې وهمه؟
بندې دروازې وهمه، ولې یې وهمه؟
خیاله! په کوم خیال؟ په کوم طرف؟ د څۀ د پاره؟
ستا لارې اوږدې وهمه، ولې یې وهمه؟
شپه ده او خالي خالي مې ذهن دی لګیا یم
لاس په آیېنې وهمه، ولې یې وهمه؟
هیڅ باور یې نلرم، په کرښو عجېبه ده
ټنډه له مودې وهمه، ولې یې وهمه؟
ښه ممتازه زۀ له ژونده موړ له ژونده ستړی
بیا هم لاس او پښې وهمه، ولې یې وهمه؟
پورتنی غزل له خپلې ټولې فني او ښکلې ارایې سره، چې د پښتو ګڼ غزلونه یې لري، یو څه اضافه هم لري او هغه سوالیې دي. دا سوالیې داسې دي، چې که موږ یې حل پیدا کوو، نو فلسفیان کیږو به. په هغه قوم کې، چې فکر مردود او د مرغۍ تر پیو نایاب جنس دی؛ عقاید او فکرونه پکې له پخوانیو څخه راپاتې میراثونه دي؛ داسې پوښتنې کول، چې لوستونکي په فعالو فکر کوونکیو بدل کړي، واقعاً لوی زړه او لویه فکري غنا غواړي، چې ممتاز ترې برخمن دی. لاندې بیت ولولئ:
ممتاز کافر دی؟ وي دې
که مسلمان دی، وي به
دا بیت یوازې پوښتنه او دوې مسرې ندي، پدې پوښتنه او دې دوو مسرو کې د اوسنۍ نړۍ د فکري او عقیدوي حالت یو عملي نقشه جوړه شوې ده. شاعر غواړي، خپلو خلکو ته ووایي، چې د ممتاز او یا بل هر کس پر کفر او اسلام یې ستا څه غرض؟. شاعر په نامستقیمه ژبه وایي، چې موږ باید د انسان پر ټولنیز مفیدیت تأکید وکړو، دا چې هغه څومره د ټولنې په ګټه او څومره په زیان دی، نه دا چې هغه له خدای سره زموږ په طریقه رابطه لري او که په بله طریقه. شاعر موږ ته شعور راکوي، چې په اوسنۍ نړۍ کې د بل همنوعه د عقیدې په اړه داسې بې حسه او بې طرفه پاتې کیدل پکار دي، لکه په دې شعر کې چې مخاطب دی:
متکلم:ممتاز کافر دی؟
مخاطب: وي دې.
متکلم: که مسلمان دی؟
مخاطب: وي به.
په بله ژبه شاعر غواړي، چې موږ ته د دې شعر د مخاطب په اندازه زغم او حوصله راکړي، چې په دې نړۍ کې له فکري او عقیدوي اختلافاتو سره، سره هم د یوې سالمې ټولنې په توګه ژوند وکړو او یوازې د عقیدې او فکر اختلاف د بل د مرګ دلیل ونه بولو. د ممتاز پوښتنې ډیرې بوږنوونکې او ځیږې پوښتنې دي، که دا پوښتنې پخپل اصلي شکل زموږ په بنده ټولنه کې وشي، شاید تاوتریخوالی رامنځته کړي، خو ممتاز یې د خپلې لطیفې پیرایې په وریښمو کې داسې راونغاړي، چې ډېرې پستې لګي او د لوستونکي شعور پرته له دې، چې پر ځان پوی شي، تخنوي. دا یو بل غزل هم ولولئ:
د تورې شپې مخ د سبا په لوري دی که نه دی؟
د سبا مخ امیده ستا په لوري دی که نه دی؟
د چا په لار کې چې ډیوې ږدو، لږ خبر یې اخلو
ولاړ هغه هم د هوا په لوري دی که نه دی؟
سراب مسکی دی، تنده خاندي، ته مې اوس هم پوښتې
چې نیت مې کړی د صحرا په لوري دی که نه دی؟
ملګرو پرېښومه په لاره نور انصاف په تاسو
زما مزل د کربلا په لوري دی که نه دی؟
ممتازه! زه یې لار څارمه بې له دې وسواسه
چې د رڼا سفر زما په لوري دی که نه دی؟
د پورتني غزل نورې پوښتنې په هرصورت، خو د دویم بیت پوښتنه یې جالبه ده:
د چا په لار کې چې ډیوې ږدو، لږ خبر یې اخلو
ولاړ هغه هم د هوا په لوري دی که نه دی؟
د دې بیت هر ټکی سیمبولیک نقش ادا کوي، خو د بیت اصلي اډانه په څلورو ټکو ولاړه ده: هغه، ډیوې، هوا، لوری. شاعر په دې څلورو ټکو زموږ د ولس د سیاسي ژوند یوه دقیقه نقشه جوړه کړیده. موږ چې د هر چا په لاره کې ډیوې بلې کړې دي، د هغه پوښتنه مو نه ده کړې، چې د ډېوو په طرف ولاړ دی، که له هوا سره هم پټه رشته لري؟.شاعر غواړي، زموږ هغه عادت بدل کړي، چې د خپلو قاتلانو په پګړیو کې هم ګلونه ږدو او لاسونه یې ښکلوو، خو تقریر نه کوي، سپینه خبره نکوي، زموږ په عادتونو ملنډې نه وهي، توهینوي مو نه، بلکې یوازې په ډېر لطافت او مینه پوښتنه کوي، چې:
د چا په لار کې چې ډیوې ږدو، لږ خبر یې اخلو
ولاړ هغه هم د هوا په لوري دی که نه دی
په دې شعر کې بل لطافت دا دی، چې شاعر خلک نه مخاطبوي، چې:
د چا په لار کې چې ډېوې ږدئ، لږ خبر یې واخلئ!
بلکې د هغوی د احترام لپاره خپل ځان هم د هغوی یوه برخه ګڼي، شاعر د (ږدو) او (اخلو) په ویلو سره د استثنا د رامنځته کولو مخه نیسي او پدې توګه د نقد پر وړاندې د خپلې ټولنې ارواپوهنیز حالت هم نه هیروي. ارواپوهنه وایي، چې اوریدونکیو ته د هغه متکلم خبرې او نصیحت خوند نه ورکوي، چې له اوریدونکي سره د خپلې فاصلې اثبات ورته مهم دی او نصیحت هم د دې لپاره کوي، چې فضل فروشي وکړي. بالعکس د هغو خلکو خبرې ډېرې زړو ته پرېوزي، چې ځان له موږه بېل نه ښیي او موږ ورسره د یورنګۍ احساس کوو.
د ممتاز په شاعرۍ کې چې کومه نښه ډېره کارېدلې، د پوښتنې(؟) نښه ده، زه باور لرم، که کوم دقیق لوستونکی د هغه پر پوښتنو ژور غور وکړي، کتاب ورباندې لیکلی شي. زه د دې کتاب لیکل یوه بل او دقیق لوستونکي ته پرېږدم او د ممتاز د شاعرۍ ځینو نورو ځانګړنو ته تم کیږم:
ممتاز د انسان د پټو اروایي کیفیتونو ظریف انځورګر دی. په پښتو شاعرۍ کې که د اروایي کیفیتونو د انځورونو خبره کوو، نو حمزه بابا مو لومړی مخې ته راځي. دې لوی شاعر د مینو زړونو کیفیتونه داسې انځور کړي، چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتې کیږي. خو د ممتاز تجربې هم جالبې دي. جالبیت دا دی، چې ممتاز د مینې او عشق د تجربو د انځورولو پر مهال خپله زمانه هم په پام کې ساتلې ده. د زمانې او وخت په تیریدو سره د عاشقانه کیفیتونو د لیږد او انتقال وسایل هم بدلیږي. پخوا چې وسایل کم ول، د مین لیک ممکن کوترې وړی وي، خو اوس د پیام لیږلو ډېرې اسانې طریقې هم شته او پدې توګه په معاصره شاعرۍ کې باید د مینې د تجربو د ثبت طریقه هم بدله وي. معاصر انسان چې د وخت داندازه کولو، نوي وسایل ورسره دي، دا هم ورته اسان دي، چې د خپلې مینې د مختلفو تجربو دقیق وختونه ثبت کړي. ممتاز وایي:
بې قراري پټه ساتل خو دې څوک تانه زده کړي
په هر تاریخ په کلېنډر کې یوه کرښه وینم
د ژورې تنهایۍ دا اړخ هم د لېدو دی، چې تجربه کړی موږ ټولو دی، خو ورپام شوی د ممتاز دی:
تنهایۍ څه نوو رشتو ته کړې هوارې لارې
چې څوک مې نه وو، نن مې ځانته ژړېدلی دی ځان
شاعر کله،کله د اوسني مجبور انسان داسې تصویر وباسي، چې د ټولې ټولنې د زړه غږ وي. موږ په اوسنۍ نړۍ کې دوې لویې مجبورۍ لرو. یوه دا ده، چې د زمانې له تیزې روانې قافلې سره باید منډه ووهو، چې تجرید نشو او بله دا ده، چې موږ له یوې اوږدې ماضي سره هم تړلي یو، چې د پنځو زرو کلونو په شکل زموږ پر اوږو بار ده. تمدن مو الوت ته بولي، خو عیني کلتوري او تاریخي حقیقتونه زموږ پښو ته زولنې را اچوي. د تحرک او انجماد په دې دوو متضادو حالتونو کې راګیر انسان باید مظطرب شي او له اظطراب څخه د وتلو یوه لاره دا ده، چې درېیمه یا متوسطه لاره واخلي. متوسطه لاره دا ده، چې موږ ورو، ورو او ګام په ګام خپل سفر بشپړ کړو، داسې چې فکري او مادي پرمختګ دواړه ورسره غوټه وي. ممتاز دا اظطراب او دا درېیمه لاره څومره ښکلې تشریح کړې ده:
ما ګام ګام تلو ته پرېږده، زه وزرې څه کومه؟
ځم، ولې نه ځمه؟، خو دومره لرې څه کومه؟
د شاعر په لهجه کې له اظطرابه رازېږېدلې غوسه، د تمدن منل او د خپلو اقدارو ساتل څومره په ښکلي انداز راغلي دي.
د ممتاز شاعري یوازې د تشبیهاتو او استعارو تر حسنه نده محدوده؛ ددې لوی شاعر په شعر کې معاصرې ادبي ښکلاوې هم شته، لکه پاراډاکس او حسامیزي. وګورئ لاندې بیلګې:
ای اورېدونکیه! تا زما خاموشي هم واورېده
خبرې نه کومه، زه خبرې څه کومه؟
او
ستا د لهجې د مهارت لوړې ژورې ګورم
زه نن سبا خبرې نه اورم خبرې ګورم
په لومړي بیت کې د خبرو پر ځای خاموشي اورېدل شوېده، دې ته معاصره ادبپوهنه پاراډاکس وایي او په دویم بیت کې خبرې د اورېدلو پر ځای لېدل شوې دي، چې معاصره ادبپوهنه یې حسامیزي بولي. یعنې د یوه حس کار له بل څخه اخیستل شویدی.
د ممتاز شاعري مو ځکه پر زړونو ژوره نقش کیږي، چې د ډېرو لویو حادثو او المیو انځورونه مو مخې ته ږدي. په کابل کې د نویمو کلونو په جنګونو کې خلک د جنګي ډلو له لاسه له کورونو وتلي ول او په پلچرخي زندان کې یې اړولي ول. یعنې حالات دومره وحشي وو، چې انسان په زندان کې د ازادۍ احساس کاوه. ټولنیز پاراډاکس دا دی، چې یوه پدیده د خپل فطرت پر خلاف وکارول شي. مثلاً زندان د ازادۍ د سلبېدو په موخه جوړیږي، خو که انسان پکې تر کوره ډېره ازادي ولري، نو ټولنیز پاراډاکس رامنځته شویدی. دا پاراډاکسونه هله رامنځته کیږي، چې په ټولنه کې غیرنارمل حالت اوج ته ورسیږي. د نامساعدو شرایطو د اوج په حالت کې اضداد خپلې بڼې بدلوي. ممتاز د همداسې نامساعدو شرایطو انځورګر دی، وایي:
زندان ویران شو
هر کور زندان شو
شاعر د اصیلو ارزښتونو ساتونکی وي، دی په هغه وخت کې هم د اصیلو ارزښتونو مدافع وي، چې ټوله ټولنه یې خلاف وي. زموږ په ټولنه کې لا هم د زړه سودا جرم دی، خو د ضمیراو وجدان پر یوسف بولۍ هره ورځ وینو. ممتاز پدې متضاد حالت کې، څومره ښکلې نیوکه کوي او ځانته څومره ښکلی جواز ورکوي، وایي چې:
د زړه سودا وه د ضمیر نه وه
ممتازه سترګو کې سودا وشوه
ممتاز زموږ د ټولنیز شعور یوه بله مسله هم راپورته کوي، هغه دا ده، چې موږ ځینې شیان له اول څخه منلي، چې لوی دي. بیا مو د هغوی په اړه سوچ ندی کړی، چې دا لویوالی یې له څه شي او څه سببه دی. ممتاز وایي، چې په اصل کې دا زموږ اړتیاوې دي، چې پدېدې له خپل اصلي جسامته په سلګونه ځله لویې راته ترسیموي:
هغه که دین دی، که دنیا ده، که الله که بل څۀ
دومره عظیم شي، چې یې څومره دی حاجت پېښ شوی
د ممتاز په شاعرۍ کې ماته د هندي سبک ډېرې نښې ښکاري. زه داسې احساسوم، چې دا سړی به په پښتو معاصره شاعرۍ کې د شیدا او استاد پسرلي جوړه شوې لاره تعقیب کړای شي. د هندي سبک یو خصوصیت عددي ترکیبونه دي. عددي ترکیبونه دا دي، چې شاعر د نه اندازه کیدونکیو پدیدو او کیفیتونو لپاره نوې پیمانې او اندازې جوړې کړي. درد او الم څنګه اندازه کړو؟.
استاد پسرلی وایي:
لاړې زه دې یو عالم الم ته تنها پرېښودم
ګوره دا دې چاته لکه پل په صحرا پرېښودم؟
د ممتاز په شاعرۍ کې هم د عددي ترکیبونو ګڼې بیلګې موندلی شو. مثلاً موږ د تنهایۍ لپاره کومه پیمانه او اندازه نلرو. یو ځای ممتاز وایي:
لا تنهایي احساسوم لا تنها چرته یمه؟
مطلب لا هم یو شی راسره دی او هغه تنهایي ده، نو ځکه زه ځانته تنها نه وایم. اوس وګورئ، چې هغه خپله تنهایي اندازه کوي، څنګه؟:
په اندرون کې مې اباده یو عالم تنهایي
ما ویرانیو کې کړه زباده یو عالم تنهایي
همدارنګه د ممتاز په شاعرۍ کې د هندي سبک یو بل عنصر هم ډېر زیات موندلی شو او هغه مدعا مثل یا د شفیعی کدکني خبره د معادلې اسلوب دی. پدې طریقه کې شاعر یوه انتزاعي دعوه کوه او بیا ورته یو محسوس دلیل راوړي. د ممتاز دوه پخواني بیتونه دي، چې:
لوږه شاید چې له ژوندیو نه تر مرګه نه ځي
څوک چې په خېټه شي ماړه نو د نامې وږي شي
د نن حیا دې د سبا پښېماني جوړه نشي
چې په ماښام کې غواړي ست هغه د شپې وږي شي
اوس د مدعا مثل لاندې نوې بیلګه ولولئ:
هر بیدار ذهن به ضرور وي مبتلا په خوف کې
لري به دغه ښار دښمن، د خوشبو کور دی پکې
د ممتاز په شاعرۍ کې د لفظ او موسیقۍ کمالونه دومره ګڼ دي، چې د ځانته لیکنې غوښتنه کوي، مثلاً تاسې لاندې محاکات وګورئ:
سترګې اوده شي کله ویښې، کله ویښې ویده
د زړه دا کار دی د شپې هم د سحر هم ویښ وي
په پورتني بیت کې د سترګو وېښ او ویده حالت د کلیماتو د ځایونو په تغیر کولو سره ترسیم شویدی. شاعر د دې لپاره چې د پټو او غړیدلو سترګو دقیق انځور زموږ مخې ته کیږدي، د الفاظو د تېروبېر لوبه په کار اچوي او وایي:
سترګې ویده شي، کله ویښې، کله ويښې ویده
د ممتاز پر شاعرۍ فکر کوم، په یوه لیکنه کې ټولې خبرې کول ناممکن دي. ماته داسې ښکاري، چې د دې لوی شاعر د شعر پر څو لاندې برخو جدي کار ته اړتیا ده:
فکر: پدې برخه کې د ممتاز د ژورو پوښتنو، انګیرنو او برداشتونو یوه ژوره مطالعه پکار ده. د ممتاز په شاعرۍ کې د هر بل لوی شاعر غوندې فکرونه په څو ساحو کې د مطالعې وړ دي. د میتافزیک یا الاهیاتو په اړه د شاعر برداشتونه، د فزیک یا طبیعیت په اړه د شاعر فکر او د انسان په اړه د هغه افکار. که کوم ځېرک او له معاصرو فلسفي سیستمونو سره اشنا لوستونکی دا کار وکړي، زه باور لرم، چې د ممتاز د شاعرۍ تر کتاب لوی کتاب ورباندې لیکلی شي.
عواطف: دا د شاعرۍ بله مهمه برخه ده، چې د شاعر عکس العملونه هم ورته ویلای شو. ممتاز زموږ د عواطفو کړۍ ډېره لویه کړېده، هغه له داسې پدیدو او حوادثو سره هم عاطفي چلند کړی، چې موږ ورسره عاطفي اړیکه نلرو، مثلاً:
تُف! ستا پر ذوق زما د غره کېسه دې وانه ورېده
یوازې راغلې او یو عکس دې د نښتر واخیستو
زما په نظر دا برخه د شعر تر ټولو مهمه برخه ده، چې د ممتاز په شاعرۍ کې یې تر یوې لیکنې زیات مواد موندلی شو. پدې څېړنه کې به دا هم رامعلومه شي، چې د ممتاز عواطف، څومره فردي دي، څومره ټولنیز دي او څومره بشري؟.
تخیل: تخیل د شعر بله اړینه برخه ده، چې تشبیهات، استعارې، کنایې، سېمبولونه، اسطورې، پاراډاکس، حسامیزي او له لویه سره په معاصره ادبپوهنه کې د تصویر یا ایمیج په نامه ټول بحث پکې شاملیږي. دا برخه د ممتاز په شاعرۍ کې دومره شوخه او منفرده ده، چې زما په خیال یو کتاب ځانته پرې لیکل کیږي.
موسیقي: د ممتاز په شعر کې عمومي وزنونه، قافیې، ردیفونه، داخلي موسیقي او صنعتونه داسې دي، چې د پښتو په معاصره شاعرۍ کې یو ځانګړی او منفرد اهنګ جوړوي. دا اهنګ ماته د یوې بیلې لیکنې او څیړنې محتاج ښکاري.
ژبه: د شعر ټول پورتني توکي په ژبه کې ظهور مومي. د ممتاز ژبه او بیا د شعري ژبې په اړه د روسي فورمولیستو نظریې راسره مرسته کوي، چې د ممتاز د شعري ژبې په اړه ځانګړی تمرکز وکړو. په دې برخه کې ممکن ځینو هغو ناراساییو ته هم اشاره وشي، چې شاعر د ژبې په برخه کې ورسره لاس و ګرېوان دی. دا او دې ته ورته نور ډېر موضوعات دي، چې د ممتاز په شاعرۍ کې باید ورباندې ځانګړي بحثونه وشي. زما په خیال په یوه مقاله کې د هغه ټولو ځانګړنو ته اشاره کول او په دې تمه کیناستل، چې موږ لوستونکیو ته ممتاز ورمعرفي کړ، پر ځان او پر ممتاز ټوکې کول دي. یو بل لوی بحث دا هم دی، چې ممتاز د معاصرو او کلاسیکو پښتو او اردو شاعرانو له فکري او فني میراثه څنګه استفاده کړېده او څه یې پرې ورزیات کړیدي. ماته دا ټول بحثونه د کیدو وړ بحثونه ښکاري، خدای دې وکړي، چې په پښتو کې د ځیرکو او ریښتینو نقادانو شمېر ګڼ شي او د ممتاز په څېر ریښتیني شاعران د خپل ولس د ذوق د دایرې مرکز ته راولي. زه نه پوهیږم،چې ما د ممتاز په اړه له سلو څخه څو خبرې وکړې، خو داسې راته ښکاري، چې لا مې یوه خبره هم نده کړې. کله، کله د لیکونکي او لوستونکي رابطه د ممتاز په لاندې شعر کې ډېره ښه تعریفیږي:
چې تر چا به څومره ورسي ممتازه؟
ما په خپل خیال کې پوره خبره وکړه
د ممتاز د شعر جرس دې همداسې له شور او فریاده ډک وي!
کابل
۱۳/۴/۹۵
اته وېشتمه روژه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.