Browsing Tag

نظیف تکل

غزل

د گلاب غوندې يو باد راباندې تېر شو چې د هېرې مينې ياد راباندې تېر شو ستا د ښکلو سترګو غږ ته منتظر وم خو د سوي زړه فرياد راباندې تېر شو د ورانۍ نښې مې پټې شوې وجود کې چې دا ستا نظر اباد راباندې تېر شو زما زړه خو د غر زړه…

غزل

ستا د وعدو په څېر گلرنگې خو نه دي جلوې ښکلې دي څه بد رنگې خو نه دي حيراني ده هر قامت رسېږي ورته ښکاريږي دنگې مگر دنگې خو نه دي ستا د هيلو کوڅې به وي ړنگې منم زما د هيلو کوڅې ړنگې خو نه دي دا خلک گوري ماته او خاندي ولي…

غزل

زما لاس کې يو تصوير دی او روان يم په خپل ځان باندې مې وير دی او روان يم د دې خاورې هر سړی راپوري خاندي ويده شوی هر ضمير دی او روان يم په دې لار کې تکه سپينه رڼايي ده په لېمو کې مې شوگير دی او روان يم دا…

غزل

په پټو سترگو په ژړا راغلی يم په ټوله لاره په غوغا راغلی يم دې وطن ته نه پوهېږم څنگه راغلم په چغو چغو په سودا راغلی يم دومره عمر خدايه را کړې چې بيا ورشم دا ځل له موره بې دعا راغلي يم سل غمه د کور تر دره راپسې وي…

غزل

د دې مرغۍ سترګو کې نم پاتې دی چې د رڼا په مـخ تـورتـم پـاتې دی په کې ځلیږي ستا دمـخ رنـګونه ستا د ویښتو لاندې شبنم پاتې دی څه خو په خپله یم غلام د ښکلو څه مې له پلاره راته هم پاتې دی نه وار خطا دې او نه چغې وهي په…

غزل

لوگی لوگی شو لمبې لمبې انتظار په اور مې اېښی ستا د وعدې انتظار حالاتو راوړه داسې بدرنگه حالات نه ترې غصه شي نه د گيلې انتظار هغه دې وکړي اوس په همدغې گوزران هغې چې نه کړ د لوپټې انتظار ما ورته کتل چې ورانېدلو وطن ما…

غزل

زوري زوري د سينې دردونه زوري+ چې په زړه دې د وطن يادونه اوري نه پوهېږم چې پر کومه لاره ورشم د سپوږمۍ لوری به ښه وي که د ستوري هره ورځ يې د خپل کور عزت لوټېږي هره ورځې دا وگړي ورته گوري جهل خپور دی د ښونځي دروازې بندې په…

غزل

زړه ته مې ګوري خو د زړه نه کوي په ښو پوهيږي يار خو ښه نه کوي دلته له تندې نه مړه کيږي خلک چې واورې اوري او اوبه نه کوي ځمکه يې نرمه کړئ چې وغوړيږي دا بوټى ګل په ديواله نه کوي اوس خو به معلوم وي قاتل دمينې اوس خو به دعوه…

غزل

د دې ځمکې برخه اسمان نه شته دی چې کاڼي اوري او باران نه شته دی توره شپه باد او لګېدلې ډيوه زړه مې رڼا غواړي جانان نه شته دی دلته د کور دروازې بندې ساتئ دلته خلک وايې چې انسان نه شته دی زما په لاس کې د دې هيواد نقشه زما…

غزل

زړګی مې دلته نور په تنګ دی وطن ته درځم روح مې له تن سره په جنګ دی وطن ته درځم د سر قاتل مې اوس هم قتل د زړونو کوي درد مې د اوښکو په قلنګ دی وطن ته درځم له دې نه زيات اعتراف درته نو څنګه وکړم ژوند مې په خوله کې دنهنګ دی…