غزل

نظیف تکل

113
د گلاب غوندې يو باد راباندې تېر شو
چې د هېرې مينې ياد راباندې تېر شو
ستا د ښکلو سترګو غږ ته منتظر وم
خو د سوي زړه فرياد راباندې تېر شو
د ورانۍ نښې مې پټې شوې وجود کې
چې دا ستا نظر اباد راباندې تېر شو
زما زړه خو د غر زړه و چې زغمل يې
شیرین واری د فرهاد راباندې تېر شو
خوشبو يې لا په کوټه کې محسوسېږي
داسې ښکلی پريزاد راباندې تېر شو
ستا د عشق په تهمت ښه يمه چې رنګ يم
بې له تا عمر برباد راباندې تېر شو
چاودی زړه د تکل پرې کوشېر ومه
که شمال د خپل هيواد راباندې تېر شو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.