پرته د خاورو د کرنی حاصلات

د ډنمارکی منابعو څخه د ز. محقق ژباړه

0 687

 په څورلس پوړیزه ودانی کی :

پرته د خاورو د کرنی حاصلات

( Nordic Harvest )

په یوه ۱۴ پوړیزه وادانی کی د نړی یو تر ټولو ستر د کښت او کروندی عمودی فارم ، د ډنمار د های تستغوپ په ښار کی جوړ او د حاصلاتو لپاره چمتو سوی دی .

زر ټنه ترکاری باب ،  د ناردیک د حاصیلاتو دغه عمومی فارم به په کوپن هاګن کی بازار ته په کال کی وړاندی کړی .  په داسی حال کی چی دغه اندازه حاصیلات د فوټبال د میدان په اندازه مځکی په کرلو سره، تر لاسه کیدای سی .

 په دی ډول نو موږ ویلای سو چی د فوټبال د یوه میدان په اندازه مځکه کی، موږ د کرنی لپاره دا ډول شل ودانی جوړولای سو چی په دې ډول به نو د د هغه څخه شل واره زیات محصول په تر لاسه کولو سره به موږ په دې وتوانیږو  چی د حاصیلاتو د درو برخو څخه دوی برخی نور هیوادونو ته صادر کړو .

 وویل : « په دې ډول نو موږ کولای سو چی Anders Riemann   د دی فارم مشر اندرغیممن

د های تستغوپ د کمون مشر میکایل زیل د پروژی څخه د لیدنی کتنی په حال کی

د یوی خوا د ایټالیا او هسپانیا د ترکاری د واردولو څخه خلاص سو او د بله پلوه مو د چاپیر یال د ککړ تیا څخه مخنوی کړی وی ځکه چی دغه ترکاری اوس ډنمارک ته په غټو موټرانو او الوتوکو کی چی د محیط د ککړتیا سبب ګرځی ، را انتقالیږی . دغه حاصیلات به په ۲۰۲۱ کال کی سوپر مارکیتونو هوټلونو او نورو ته ورسول سی .»

لکه چی وویل سوه دغه کښت او کرونده د خاورو پرته په اوبو کی د یوه اندازه ځانګړی ډول موادو په مرسته ، وده او انکشاف کوی چی د حاصیلاتو خوند یې هم زیاتویو او د مصنوعی امبار د ورکولو  اړتیا یې هم نه احساسیږی .

د نوی تکنالوژی په مرسته به موږ نور هم وکړای سو چی په لږ مځکه کی د چاپیریال په ساتلو سره ، حاصیلات نور هم  خوندور او زیات کړو.

سره له دی چی دغه کښت او کروندی ته مصنوعی امبار نه ورکول کیږی خو بیا هم دغو حاصیلاتو ته ایکو سو ویلای ځکه چی په طبعی خاورو کی نه کرل کیږی . ارګانیک نه یا اوØkologiske لوګیسک

څرنګه چی دغه حاصیلات د تخم د کرلو څخه بیا مارکیت ته د وړاندی کولو پوری ، د انسان د لاس سره تماس نه لری نو ځکه پریولو ته یې هم اړتیا نه احساسیږی .او دهغو ترکاریو په پرتله چی موږ یې د عمومی مارکیتونو څځه اخلو ، م خوندور ، دوامداره او تازه دی .

ښایې د دغو کرنیزو تولیداتو بیه او س نسبتآ لوړه وی خو موږ هڅه کوو چی د نوو اصلاح سوو تخمونو او پرمختللی تکنالوژی په مرسته یی په بیه کی هم کمښت راولو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply