جنرال مراد علی مراد څخه ټول امتیازات واخیستل شول

0 824

ملي دفاع وزارت له جنرال مراد علي مراد څخه هغه امتیازات او اختیارات واخیستل، چې تر دې وړاندې د یاد وزارت له لوري ورکړل شوي وو.
یو شمېر باوري سرچینو تائید کړې، چې افغان ځواکونو جنرال مراد علي مراد له علیپور او نورو خپل سرو وسله والو ډلو څخه د ملاتړ له کبله خلع سلاح کړی او ټول امتیازات یې ترې اخیستي دي.
که څه هم د افغانستان اساسي قانون او نظامي قانون کې هیڅوک نشي کولای، چې د نظام ضد او یاهم غیر مسؤله وسله والو ډلو څخه دفاع او ملاتړ وکړي؛ خو مراد علي مراد د یو جنرال په صفت دا چاره ترسره کړې وه، چې د افغان  ځواکونو له لوري ترې صلاحیتونه واخیستل شول.
د معلوماتو له مخې نوموړی اوس مهال له خپلې کورنۍ سره ترکیې ته تللی، چې ځان تهدید سره مخ وښيي او په غیر مستقیم ډول خلکو ته ووايي، چې صلاح او امتیازات ورنه اخیستل شوي او افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی؛ نو ځکه ترکیې ته تللی، تر څو له دې لارې بېرته خپل امتیازات ترلاسه کړي.
باید یاده شي، چې عليپور د افغان هوايي ځواک الوتکه ویشتلې وه او جنرال مراد علي مراد ورته په خپل کور کې پنا ورکړې وه، چې اوس مهال د ملي دفاع وزارت له لوري مجازات شو.
جنرال مراد علي مراد له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د کابل ګارنیزون قومندان او وروسته بیا په انتخاباتو کې د نبیل د لومړي مرستیال په صفت وټاکل شو.
سیحون خبري آژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply