انتوني بلېنکن: افغانستان کورنۍ جګړې ته نه ګرځي

0 772

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې افغانستان به یو ځل بیا د کورنیو جګړو شاهد نه وي؛ ځکه هېڅ لوری به یو ځل بیا دغه تېروتنه تکرار نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سي ان ان سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي، چې د افغانستان دننه هیڅوک کورنیو جګړو ته د ورتګ لېواله نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې نه افغان حکومت، نه افغانان او نه هم طالبان دا غواړي، چې یو ځل بیا کورنیو جګړو ته وروګرځي او حالات کړکېچن کړي.
انتوني زیاته کړې، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي، چې د افغانستان دننه جګړه یو ځل بیا زور واخلي؛ ځکه دوی به خپله له خطر سره مخ شي.
نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د امریکا دننه ډیری سیاسي او استخباراتي شنونکي اندېښمن دي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان کې جګړه زور واخلي او کورنۍ جګړې به یو ځل بیا پیل شي.
دغه راز افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر هم ویلي و، چې د افغان سولې لپاره باید پر پاکستان باور و نه شي؛ ځکه یاد هېواد به یو ځل بیا افغانستان د جګړې نوي پړاو ته داخل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply