ډېلاورنټ: طالبانو د ملکي وګړو وژنه ډېره کړې

489

افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې اصلي عاملین طالبان دي؛ دوی باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا ډيپلومات جیفري ډېلاورنټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان باید خپل نااعلان شوي پسرلني عملیات ودروي؛ تر څو د ملکي وګړو د وژنې کچه ټیټه شي.

نوموړي ویلي، چې طالبان په دې وروستیو کې د خپلو غیری مشروع غوښتنو د تحمیلولو په موخه د ملکي وګړو وژنو ته زور ورکړی او هره ورځ د ماینونو ځای په ځای کولو سره د بې‌ګناه خلکو ژوند اخلي.

ډېلارونت ویلي، چې طالبان باید د سولې خبرې چټکې او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې طالبانو په دې وروستیو کې جګړې ته زور ورکړی او بیه یې یوازې ملکي وګړي پرې کوي؛ چې دا به لوی ناورین رامنځته کړي.

باید یاده شي، چې هره ورځ ډیری امریکايي لوړپوړي چارواکي د طالبانو له لوري د جګړې د کچې لوړېدو په اړه اندېښنې څرګندوني او زیاتوي، چې یاده ډله به یو ځل بیا د امریکا لپاره په ستر ګواښ بدله شي.

پنټاګون، نړیوال او ښکېل اړخونه د طالبانو د تاوتریخوالي او د نشه یي توکو په اړه اندېښنې لري؛ خو تر اوسه یې په یاده برخه کې جدي اقدام نه دی کړی.

په ورته وخت کې بیا طالبانو بهرنیو ته ډاډ ورکړی، چې نوموړې ډله به دوی ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ پېښ نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.