زمری او سوئ

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

4,009

په يو غره کې يو ډېر قهرجن زمري ژوند کاوه، چې هغه به په خپلو تېرو منګلو ډېر بې رحمه ښکار کاوه. ټول ژوي (حيوانات) به د هغه څخه په وېره کې وو، او هيچا به دا جرئت نه شو کولای چې د هغې استوګنځي ته نږدی شي. بل اخره  حيواناتو د زمري څخه وپوښتل: « څنګه کېدی شي چې ستا غوښتنه تر سره شي او ستا د ښکار مخه ونيول شي؟»

زمري وويل: « هره ورځ په خپله خوښه ستاسو څخه ماته راشی، بيا به نو زه ښکار نه کوم.»

د ځنګله ژوي (حيوانات) سره راټول شول، چې د زمري د دغې غوښتنې په برخه کې کومه پرېکړه وکړي. دلته خړ لمی (سنجاب) وپوښتل، چې څوک کولای شي چې زمري ته ولاړ شي؟

بل اخره يوې زړې سوي (خرګوش) وويل چې ما ډېر څه په خپل ژوند کې ليدلي او ډېرې ستونځې مې ګاللي، زه کولای شم چې خپل په خوښه زمري ته ولاړه شم. ټول ژوي د سوي زړور توب ته حيران پاتې شول او ډېره مننه يې وکړه، ځکه چې هيڅ کوم يو نه غوښتل چې خپل ځان قربان کړي.

زړه سويه مخ په غره روانه شوه، خو هغې په لاره کې ډېر وخت تېر کړ، او هم نه يې غوښتل چې مړه شي. کله چې سويه د سيند په اوږدو کې ټوپونه وهل، نو د ځان سره به يې پلان جوړولو، چې څنګه وکړم د زمري د منګلو څخه ځان وژغورم. کله چې سويه غره ته ورسېده، نو په دغه وخت کې زمری ډېر وګی وو، او په قهرېدلي غږ يې وپوښتل: « ولې وځنډېدلې؟»

 

سوي ځواب ورکړ: « زه په لاره کې يو بل زمري ودرولمه، هغې غوښتل چې ما وخوري، خو ما ورته وويل چې ما ته بل زمری په انتظار دی، که اجازه را کړی زه به هغې ته ځواب ورکړم او بېرته تاته راشم.»

زمری د قهره طوفاني شو.

« بل زمری؟ دومره جرئت، دا شېطان چېرته دی؟ ژر تر ژره ما هغه ته بوځه.»

سوي چغې کړې:

« اخ نه، همدلته پاتې شه، هغه بل زمرې ډېر لوی او قوي دی نظر تاته.»

خو دې خبرې زمری نور هم په قهر کړ.

سوي زمری يو ژور څا (کوهي) خوا ته بوتلو او ورته يې په اوبو کې د هغه څېره وښودله، نو زمری بې له دې چې فکر وکړي، څا ته يې ور ودانګل، نو کله چې په څا کې ولوېد، بيا پوه شو چې دا ددې خپل انځور وو، خو وخت ورڅخه تېر شوی وو. هغه وو چې د ځنګله ټول ژوي د دغه ظالم زمري څخه وژغورل شول.

زمونږ د بابا يو شعر دی:

« ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم!»

کله کله په يو خوار ملت کې هم داسې څوک پېدا کيږي، چې د ډېر مغروره انسانانو غرور په مځکه وغورځوي. لکه نن چې د امريکې دفاع وزير، لوی دستيز او د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان ومنله چې د افغانستان نه وتل، ټولې نړۍ ته دامريکې اعتبار زيانمن کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.