آدم کینزینګر: طالبان له القاعده ډلې سره پخې اړیکې لري

723

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبانو په افغانستان کې جګړې تېزې کړې او حالات هیڅ له تمې سره سم مخ ته نه ځي.

امریکايي سناتور آدم کینزینګر په خپله یوه مرکه کې ویلي، چې طالبانو د دوحې تړون نقض کړی او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې جګړو ته زور ورکړی، چې د دوی له لوري دا چاره به امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته په ورتګ اړ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیڅ داسې شواهد نشته، چې طالبان دې له القاعده ډلې سره اړیکې ونه لري.

آدم کینزینګر دغه راز ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن تګلاره هیڅ واضحه نه ده او نوموړی باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

که څه هم تمه دا وه، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته افغان حکومت او طالبان یو له بل سره خبرو ته کیني؛ خو طالبانو د مذاکراتو پر ځای جګړو ته مخه کړه او په ټول هېواد کې یې د جګړو له کبله د ملکي وګړو ژوند خورا تریخ کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.