طالبانو پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه

1,357

طالبانو د شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست ودانۍ یا ارګ پر سر خپل سپین بیرغ نصب کړ. طالبانو دغه اقدام داسې وخت کړی چې نړۍ پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستي حملو د شلمې کلیزې لمانځنه کوي.

د استوشتید پریس خبري آژانس د يکشنبې په ورځ له کابله خبر ورکړ چې پر ارګ باندي د طالبانو د بیرغ، د طالبانو د موقت حکومت د مشر ملا محمد حسن آخوند له خوا د مختصرو مراسمو په ترڅ کې وځړول شو. اسوشتید پریس دغه خبره د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسون د مشر، احمد الله متقي له قوله کړې ده.

متقي ويلي دي چې د بیرغ نصبول، په رسمي توګه د طالبانو د نوی حکومت د کار د پيل په مفهوم دی. طالبانو د خپل نوي سرپرست حکومت کابینه د روانې اوونۍ په سر کې اعلان کړه. د دغې کابينې اعلان چې یوازې له نارينه و څخه متشکله ده، د نړیوالې ټولنې د مایوسۍ سبب ګرځيدلې، ځکه د دوی تمه دا وه چې طالبان به د خپلو پخوانيو ژمنو پر اساس یو جامع او ښه حکومت رامنځ ته کوي، چې وې نکړل. خو طالبانو هغه مهال ټينګار کړی وو چې دا سرپرسته کابینه ده، خو دا چې په راتلونکې کې به طالبانو په خپلې بلې کابينه کې تغییرات رامنځ ته کړي او که نه، لا معلومه نه ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم د طالبانو د کابينې پر جوړښت خپل نظر بیان کړی دی. هغه پر خپل يو ټويټر کې د «سولې او ثبات» غوښتنه کړې او هیله يې ښودلې چې د طالبانو په کابينه کې چې میرمنې او د طالبانو پرته نور څوک حضور نه لري، په یوه «ټول شموله» کابینه باندې بدله شي..

کرزي په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د پوځي حملو او د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان لومړنی ولسشمر وګرځيد. نوموړي تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د مختلفو قومونو له مشرانو سره کتلي او دغه راز يې پر امریکا د سپتمبر د يوولسمې بریدونو د شلمه کليزې يادښت کړی دی.

امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱مې بریدونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژيم په ړنګولو سره شل کلن حضور درلود چې دغه حضور يې د تیرې میاشتې په آخر کې د خپل وروستي عسکر په وتلو پای ته ورساوه. خو د امریکا وروستۍ قواوې لا په افغانستان کې پاتې وې چې طالبانو تر شل کاله جګړې وروسته بیرته د افغانستان واک تر لاسه کړ. د ارګ پر سر تر دې وړاندې د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ ولاړ وو چې طالبانو د مخه راښکته کړی وو. د طالبانو دغه اقدام د عامو افغانانو غبرګون هم له ځانه سره درلود، خو هغه وخت طالبانو ویلي وو چې د ملي بیرغ سره ستونزه نه لري. اما تیره ورځ طالبانو د ارګ پر سر د خپل سپين بیرغ په درولو سره وښودوه چې د دوی له پاره خپل سپين بیرغ مهم دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.