ننګرهار: پر طالبانو بمي چاودنې او بیا ډزې شوي دي

748

د طالبانو غړي په جلال آباد ښار کې د دوو چاودنو هدف ګرځيدلي دي. تر دغو چاودنو وروسته، د طالبانو او بریدګرو تر منځ جګړه پيل شوې. بریدګر توانیدلي تر جګړې وروسته له سېمې وتښتي.

د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوی شیخ ندا محمد د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغه ولایت کې دوه چاودنې شوي دي. د هغه په خبره، لومړۍ چاودنه د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د طالبانو پر موټر شوې چې له امله يې د طالبانو دوه غړی ټپيان شوي دي. دوهمه چاودنه تر لومړنۍ چاودنې څو شيبې وروسته شوې چې تلفات نه لري. امنیه قوماندان وايي چې تر چاودنو وروسته د طالبانو او حمله کونکو تر منځ وسلواله نښته شوې ده.

عینی شاهدانو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې تر چاودنو وروسته طالبانو او حمله کونکو پر يو بل ډزې پیل کړې. یوه عیني شاهد د پیښې په هکله وویل: «په طالبانو باندې دوه چاودنې وشوې او داعشیانو ډزې پیل کړې چې بیا په آخر کې وتښتیدل.» د سیمې يوه بل اوسیدونکي وويل: «تیزه جګړه پیل شوه، حمله کونکو دوه یا درې لاسي بمونه ګوزار کړل

تر دغو چاودنو او نښتې وروسته د هغو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د طالبانو پر وړاندې د دا ډول حملو او چاودنو مسئوليت په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

وروسته له هغې چې طالبان د اګست میاشتې په نیمایي کې واک ته ورسیدل، داعش ډلې پر طالبانو خپلې حملې ډيري کړي دي.

اسلامي دولت یا داعش ډلې د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون د وسلوالې حملې مسئوليت په غاړه واخیست چې پکې د طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون يو شمیر کسان ووژل او ټپیان شول.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.