ولسمشر غنې څنګه لاړ او ولی بیرته راځې؟

انجنیر نذیر احمد مختار

1,699
دا جوته ده چې په افغاني ټولنه کې انتقاد، توهین، یو بل نه منل او نه زغمل یو دود ګرځیدلی او همدی کارونو همیش حکومتولی ناکامه او له چیلنجونو سره مخ کړی دي.
له 2013 کال څخه کله چې اشرف غنې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ډګر ته راووت نو د زیات شمیر نوماندانو له مقابلې سره مخ وو خو زیات ګمان کیده چې ځلمی رسول به ټاکني ګټې خو د توقع خلاف ولسمشر غنې پداسې حال کې په دوهم راونډ کې بریالي کیږي چي داکتر عبدالله ورسره هم مهاله موازي حکومت اعلان کړ او له پروانه تر پنجشیره یې په لوحو کې ځان پاچا اعلان کړ او د کابل په واټونو کې دا شعار لیکلی وو ( امرخیل خیانت کرد کرزی حمایت کرد) او
د همدی کشمکشونو له امله ولسمشر غني مجبور شو نیم حکومت او اجرایه ریاست ورته ورکړي او د جان کیري فیصله ومنل شوه او حکومت همداسې سرپرست او ګډوډ روان وو، هیڅ هیله مندي نه لیدل کیده او هیڅ ډول لاسته راوړنې نه لرلي بس جنجالونه، قدرت طلبي او وخت تیرول وو، داچې دوهم ځل بیا پینځه کاله وروسته انتخابات پیل شوو ولسمشر غني فکر کاوه چي داځل به یواځې واک ته ورسیږي او ورسره شته پلانونه به عملې کوي خو
داځل بیا د افغان ملت د هیلو وژونکی عبدالله ورسره ځان ونښلوو او بیایې نیم حکومت او مصالحي شورای یې پداسې حال کې واخستل چي تر اخري دمه یې د سولي لپاره هیڅ ونکړل بلکې عبدالله هیڅ ډول لاسته راوړنه هم نلرله پرته د سقاو د ځوی د جسد د بیا را ایستلو او کابل بادام باغ کې د هډونو تدفین او خیرات کولو، خو غني داځل د شمالي، جنوب ختیځ او غرب سرحدونو تجارتې لارو، هوایې دهلیزونو، بریښنا بندونو د بریښنا اتصال، بریښنایې حکومتولی، معاشاتو الکترونیکي سیستم، د فوځ ځانګړي ځواک او کمانډو ځواک رامنځته کول او تجهیزول او داسې ډیر قوي پلانونو د عملې کولو لپاره په چټکئ کار پیل کړ
لومړی سیمه وارخطا او سیمیز مخالفتونه رامخ ته شوو وروسته امریکا هم د شوي تفاهم خلاف چې افغانستان باید له 70 زرو زیات پوځ ونلري او بلخوا غنې د افغانستان د خودکفایئ او پیاوړتیا لپاره مستقلانه کار په داسې حال کې پیل کړ چي اکثریت افغان سیاسیون، مخالف ګوندونو، جهادي تنظیمونو مشرانو او د پردیو روزل شوو یې پر وړاندې خنډونه خلقول او یو شمیر ولایاتو کې احکام ، فرامین او حکومت ته نه هم درناوی کیده بلکي د ولسمشر د توهین پرته د ملی بیرغ، ملی سرود او د پښتنو تاریخي مشرانو توهین هم کیدلو خو
ولسمشر غني د هیواد حالاتو او مشکلاتو ته په کتو دا هرڅه د سوکاله افغانستانه او ملت غښتلي کیدو لپاره زغمل، د هغو ځوانانو ګمارنو چي له خارجه راغلي وو یا داخل کې زدکړي کړي وې ولسمشر باور او مینه پدی خاطر کم رنګه کړی وو چې هغوی د ولسمشر د مصروفیتونو، مجبوریتونو او باور څخه غلطه استفاده کوله او د نظام شکل یې د ټامیانو په شکل بدرنګه کړی وو
ولسمشر دی ټولو ستونزو او حالاتو سره جنګیده خو د دوحی پټې ناستي، تړونونو او د خلیلزاد او امریکا منافقت او په داخل کې د سختو مخالفتونو او دملت ښکاره ملاتړ نشتون او د امریکا وروستی فیصلی چي یا به استعفاء ورکوي یابه یوه دروغجنه 24 ساعته یا 12 ساعته شدیده جګړه کوي څو نړیوالو ته وښایې چې د جګړي په ترڅ کې افغان دولت مات شو، مړي وشو او ولسمشر وتښتید البته معامله له وړاندی فیکس وه، خو ولسمشر غني دا فیکس شوي لوبه وګټله نه یې هم ملت وواژه او نه یې هم وطن وران کړ او پخپله یې قربانې ورکړه او پداسې حال کې لاړ چې له کرزي شروع تر سیاف او عبدالله پوری ټولو ویل چي وطن پریږده
خو داچې د هر سیستم، اداری او حکومت لپاره مدیر پکار وي څو اداره او سیستم مدیریت او رهبري کړي او نظام وچلوي او دا کار له غنې پرته ناشوني دی او دولتي امور او سیستم هم هله روانیږي چې د ملت رضایت وي نو ددی سرپرستی لپاره بیا غني سره د نړیوالو او هیوادوالو مشرانو قوي خبرې روانې دي غني خپلو شرایطو تر منلو او پیاوړي ضمانت اخستلو وروسته بیرته راګرځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.