یو غږ، یوه چیغه

پوهندوی آصف بهاند

2,032

یو غږ، یوه چیغه

د اسیه محرابي نوې سندره

د افغان ښځې د معصومیت او مظلومیت ریښتینی انځور

د خـپـل قسـمـت سـره هـر ځای به جـنـگېـدم، نـړېدم

زه مــې د هـیـلو پـــه ایــرو کـې سـوځـېـدم، نـړېـدم

نـه راتــه ډډه چــا وهــلــه نــه شـوم سیـوری پـر چا

د نـیستـۍ جـوړ سـپـیـره دیــوال وم، شړېـدم، نـړېدم

ټوپک د بل، اوږه د ورور، زړه مې د مــور په نښه

پــه خــپــلــو ویــنـو کې پــه خــپــلـه لـمـبـېدم نـړېدم

*****

زمــــا د ذات د ورکــــولـــو نـــاره هــــم شــوې ده

یـــوه شېـبـه کـې گـنـاه شـوې، تـــوبــه هـم شوې ده

مــا مـې  د خـپـل وجـود ذره ایــره هـــم ونــه لـیـده

کـه نـه وجـود کې مـې مـرگـونې لـمـبه هم شوې ده

ته په خـپـل حسن داغي کېـږي مخ به هم نه لوڅوې

اې تـــه خــبــره نــــه یـې، دا اراده هــــم شــوې ده

یــو یې ښکلا زنــدۍ کـوي او بل یې پــړي راوړي

لـــه داســې خــلــکـو سره دلـتـه رشتـه هـم شوې ده

*****

ټـپـوس مـې مـه کــړه نـوره ښه یم، خو لږ ماته یمه

د فــرخـنـدې پــــه شـان شـهـیـده بــې کســاتـــه یمه

هسـې پـــــه دور د فــتــنــوکـــې زېــــږېـــدلـې یمه

زه غـلـطـۍ کـې روږدې نـــه یــــم بــې فـسـاده یمه

5 په پښتو موسیقي کې یو نوی، خو ښکلی غږ دی،

اسیه محرابي په پښتو موسیقۍ کې یوه نوې، خو پخه تیـږه ده.

اسیه محرابي د موسیقي په ډگر کې دومره پر ځان باوري او پر خپلو پښو ولاړه مېرمن ده چې د خپل موسیقي هنر ټول بار یې پر خپلو اوږو اخیستی دی، دې د خپلو سندرو کمپوزونه هم په خپله جوړ کړي دي، خپلو سندرو ته یې داسې شعرونه انتخاب کړي چې یا د ټول افغانستان د غږ استازولي کوي او یا د افغان مېرمنو د معصومیت او مظلومیت رسا چیغه ده  او داسې یې ښوولې ده چې ښځه ناتوانه او بـېځواکه نه، ځواکمنه او قوي ده، ناقص العقله نه، بلکې ډېره ذهینه، لارښوکې ده او په هرډگر کې ښه گټور او مثبت گامونه اېښودلای او پورته کولای شي.

په داسې چاپېریال کې چې هرڅه غلي دي او د خاموشۍ وبا وزرونه غوړولي دي، د اسیې محرابي نوې سندره (زما ذات) د همدې سکوت د ماتولو له پاره داسې چیغه گڼل کېـږي چې هم د سکوت د وبا په زړه کې د یو خنجر حیثیت لري او هم د افغان ښځې د معصومیت او مظلومیت ریښتینی انځور د ټولو هېوادوالو او نړیوالو مخې ته ږدي.

تر هغه ځایه چې په میډیا کې زما له نظره تېر شوي دي، اسیه محرابي په دوو هنري برخو کې فعاله ده: د شاعرۍ او سندرې ویلو په برخو کې. که د فرهنگ په کوم بل ډگر کې یې څه کړي وي، دلته یې د نه یادولو نه همدا اوس بښنه غواړم.

ترټولو ډېر او د پاملرنې وړ فعالیت یې د شاعرۍ او سندرې ویلو په برخه کې کړی دی، ځکه یې هنري شخصیت پر دغو دوو برخو ویشم:

 

ــ شاعره اسیه،

ــ سندرغاړې اسیه،

لومړی د اسیې شعر:

اسیه اوس یوه پېژندل شوې شاعره ده، شعرونه یې خپاره شوي، مشاعرې یې جوړې کړي دي او په هغو کې یې خپله هم گډون کړی دی.

څه موده مخکې ما د «د ښځیو سملاسي مشاعرې» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپـره کړل. د هغو مشاعرو له متن نه ښکاري چې ځینې دا مشاعرې د دې په وړاندیز ترسره شوې دي چې د افغان مېرمنو د غږ ایستلو یوه ښه بېلگه یې گڼلای شو.

په تاند کې د خپرو شوو مشاعرو نېټې دا دي:

«په تاند کې د ښځمنو څو مشاعرې انلاین شوې دي چې دا یې زما له نظره تېرې شوې دي:

۱ ــ لومړنۍ مشاعره د ۲۰۱۸ ام کال د می میاشتې په شپاړسمه نېټه خپره شوې ده،

۲ ــ دویمه مشاعره د د ۲۰۱۸ ام کال د سپتمبر پر شپـږمه خپره شوې ده،

۳ ــ دریمه مشاعره د ۲۰۱۹ ام کال د مي میاشتې پر پنځمه نېټه خپره شوې ده،

۴ ــ  څلورمه مشاعره د ۲۰۲۰ ام کال د اگست پر پنځلسمه نېټه خپره شوې ده،

۵ ــ پنځمه مشاعره د ۲۰۱۸ ام کال د سپتمبر پر څلیریشتمه نېټه خپره شوې ده،

۶ ــ شپږمه مشاعره د ۲۰۱۹ ام کال د جون پر نولسمه نېټه خپره شوې ده،

۷ ــ اومه مشاعره د ۲۰۲۰ ام کال د می پر اولسمه نېټه خپره شوې ده

۸ ــ اتمه مشاعره د ۲۰۲۰ ام کال د نومبر پر اتلسمه نېټه خپره شوې ده.»

په دې مشاعرو کې تر نورو مېرمنو د اسیه محرابي ونډه ډېره او ځلېدونکې ده. د دې مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکلي دي:

«د ښځو سملاسي مشاعرې زما له نظره د پښتنې مېرمنو د استعدادونو یوه داسې بېلگه کېدای شي چې د خپل فکر د بیان له پاره دوی په دې وروستیو کې غوره کړې وه، خو له بده مرغه چې پر افغانستان باندې وروستیو سیاسي ــ نظامي بدلونونو بل ډول سیوری وغوړاوه او د مېرمنو هر ډول فعالیتونه یې د اوس له پاره په ټپه ودرول، بیا نو گوره چې څه وخت به څه وشي.»

په یاده مقاله کې ما د ښځمنو د مشاعرو یادونه کړې او د ټولو ما ته لاسته راغلو مشاعرو متن مې خوندي کړی او په امانتدارئ سره مې لوستونکو ته وړاندې کړی دی؛ په دې ټولو مشاعرو کې اسیه محرابي حضور لري او حتی په ځینو مشاعرو کې د آسیه محرابي په بیتونو مشاعرې جوړې شوې دي. دا لاندې یې د هغو بیتونو بېلگې دي چې آسیې له خپله آدرسه په یادو مشاعرو کې تخلیق او وړاندې کړي دي:

 

 په لومړۍ مشاعره کې:

 

په دې مشاعره کې پنځلس (۱۵) تنو مېرمنو گډون کړی واو د مشاعرې  پیل هم د  آسیه محرابي پر دوو بیتونو شوی دي او د مشاعرې په متن کې یې تر نورو شاعرانو د پاملرنې وړ برخه اخیستې ده:

پيل د آسيه محرابی د غزل په دو بېتونو:

.1تـا چې دروغـو نه کيسې جوړې کړې

لـه ډیـــره غـمـه مـا نـغـمې جـوړې کړې

  1. چې دې د مينې په شراب نشه کړم

پټ دې د زهـرو پـېمانې جـوړې کړې

آسيه محرابی

12.وطـن ته دربه شم چې سوله راشي

طالب لالي مې بيا جګړې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. زړه لکه خوله نه دی چې حال ووايي

د غـــم پـــه ويــنــو ېـې ويالې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. قـلـم چې خط ليکه نو دوه ټوټې (شو)

کاغـذ په خپله شعر ټپې جوړې کړې

آسيه محرابي

  1.   راشه ملالې زه دې خور يم ګوره

مـا د غـلـيـم پـر زړه لمـبـې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. لکه سکروټه غوندې سره پاتې شه

مـا ستـا په مـيـنه شوګـېرې جوړي کړې

آسيه محرابي

  1. دُر او مرجان راوروې (عابدې)!

مـشـاعـرې تـه (تا) نغمې جوړي کړې

آسيه محرابی

  1. (مسکا) دې تل وي او خندا د (مينا)

زمــا د زړه ېـې سـلسلـې جـــوړې کـړې

آسيه محرابی

76.(پروين ملاله) ده خو نه ښکاريږي

زمـا پــر زړه ېې انديښنې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. هـغــه ده (مـيـنـه) مينه ټـــولـه مينه

نه  شتون ېې ما ته وسوسې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. (سپوږمې) را وخېږه رڼا خوره کړه

چې  پــه پـښـتـو غزل شغلې جوړې کړې

آسيه محرابی

90 پښتنې (هسکي) دي او ښکلي ښکاري

(ملالۍ) خـور مـې کـارنـامې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. زما د (هما) حسن، نظر ته ګوری!

کمال یی خـپـل، ماته بهانې جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. خبري ټک، غږ يې ټوپک غوندې دی

بې سـر  يــار چـې تــرانـې جــوړې کــړې

آسيه محرابی

  1. وطــن کـې سـولــه مـحـبـت راولې

اه خدايه! ميني ښه خوږې  جوړې کړې

آسيه محرابی

  1. خوږې! ته نه وې يارانه دې نه وه

 له تـا په زړه کې  مې ګيلې جوړې کړې

آسيه محرابی

ــ په دویمه مشاعره کې:

په دویمه مشاعره کې څوارلس (۱۴) تنو مېرمنو گډون کړی و پيل د عابده سپوږمۍ په غزل:

پيمانې په لاس کې مه شرنګه وه هسې

سـاقي راوړه خـمـار مـه ځـوروه هسې

زمـــا سـتـــرګــو کې تاثير دى دا منمه

خــــو لاسـونــه په لار مه زنګوه هسې

عابده سپوږمۍ

او د اسیې محرابي دغه بیتونه ورته تخلیق کړي دي:

ستا که زړه رانه خپه وي راته وايه

د سـفـر بـهـانـې مـه جــوړوه هسې

آسيه محرابی

چې مجنون د ليلی نـشې څه ېې خوند شو؟

 عشق چې نه وي ژوندون مه تېروه هسې

آسيه محرابي

ناز نخرې خو دي معشوقه  بې ننګي ده

پـه عـاشـق بـانـدې تـور مه لګوه   هسې

آسيه محرابی

مــخــامــخ کـتـلـې نــشــې راتــه يـاره

پټ په غلا مې انځور مه ښکلوه هسې

آسيه محرابی

چې وعدې دي پوره نه کړې دروغجنه

 پــه دروغـو مې زړه مه خوښوه هسې

آسيه محرابی

بنې! حق به درويښيېم چي څه دی

د مـېـړه واری مې مه تېروه هسې

آسيه محرابی

د پـلو پـېڅکې درټولې کړه په هيلو

دا نهيلې غوټې  مه خلاصوه هسې

آسيه محرابی

چـې خـبـرې دې مـانـا نــه لــري واوره

دا مړژواندې خوله دي مه خوځوه هسې

آسيه محرابی

زه نـشه، نـشه، نشه يـم په غزل کې

دا بی سر دوتار دې مه ډنګوه هسې

آسيه محرابي

ګرانو لاړه شه ويده شه مخ دې ګل دی

پــر مــا ځــان زړګـيـه مه کنجوه هسې

آسيه محرابی

اې ټاګوره! تاته ولې زه يو خار شوم

تـا نـه جـار شـمـه زړه مه بدوه هسې

آسيه محرابی

پـه تيارو کې حاجت نشته وه ډېوو ته

تورې ورېځې څادر مه غوړوه هسې

آسيه محرابی

د سپوږمۍ په رڼا زه يمه ميېنه

غـرنۍ شغلې دې مه بلوه هسې

آسيه محرابی

مـيـنې، مـيـنې ټـولې مينې ته چې ګورم

محرابی په عشق کې مه ګرمه وه هسې

آسيه محرابی

د سپوږمۍ غوندې رڼا د تورو شپو شه

پـيـلـبـو پــه شـان ځـان مه لرزوه هسې

آسيه محرابی

ما دروبوله چې مينه دي حاصل کړم

غــرنۍ مــا پــه تـهـمـت تــوره هسې

آسيه محرابی

ستا د مينې په خمار چې بيا  نشه شم

بـيـا د شـونــډو پـيـمـانې راکوه هسې

آسيه محرابی

زړه مې تنګ وو، ساه مې ډوبه ته چې نه وې

نـــور بـېـلـتـون رابـــانـــدې مــه لــوروه هسې

آسيه محرابی

 

ــ په دریمه مشاعره کې:

د ښځو په دریمه مشاعره کې دولس (۱۲) تنو مېرمنو گډون کړی دی، د دې مشاعرې د بیتونو راټولونکې هم په خپله آسیه محرابي ده.

مشاعره د حسینه گل تنها په دې بیتونو جوړوه شوې وه:

غزل: حسينه ګل تنها

لکه بـاران پـرې ورېــدمه خو روژه ماتېده

د شونـډو جام ته رسېـدمه خو روژه ماتېده

د محبت په وخت آشنا دومره ناځانه نه وم

ياره په زړه دې پوهـېدمه خو روژه ماتېده

اسیه محرابي په کې فعاله ونډه درلودله او دا لاندې بیتونه یې هلته راغلي دي:

  1. زه همدا اوس لمده خيشته باران په غېږ ونيوم

کـنـه پـه غـېـږ کـې درلـوېـدمـه خـو روژه مـاتېده

آسيه محرابى

  1. ما به ظالم جانان ټوټې ټوټې ټوټې کړئ و

لـه خـدايـه سـخـتـه وېـرېـدمـه خـو روژه ماتېده

آسيه محرابي

  1. د معشوقو تر سر مې جار کړې ټولې عشق دي زما

يـــوې، يـــوې نــــه ځـــارېـــدمـــه خـــــو روژه مــاتـېـده

آسيه محرابى

  1. باڼه چې کښېکاږم له سترګو مې وريږي وينې

د زړه پــه اوښـکـو څـېـڅـېـدمــه خـــو روژه ماتېده

آسيه محرابى

  1. ما به وه هرې معشوقې ته يو غزل ليکلاې

لـه خـپـل احسـاسـه شـرمـېـدمـه خـو روژه ماتېده

آسيه محرابي

  1. ته چې د بام پر سر ولاړه وې سترګک دې وهه

لــه شــرمــه سـره او شـنــه کـېـدمـه خـو روژه ماتېده

آسيه محرابي

  1. نن په جرګه کې مې له ځانه خپل چاکليټ جوړوه

د نـجـونــو خــولــو کـې ژوېــدمـــه خــو روژه مـاتـېده

آسيه محرابى

  1. د معشوقو تر سر مې جار کړې ټولې عشق دي زما

يــوې، يــوې نـــه ځـــارېـــدمـــه خــــو روژه مــــاتــېــده

آسيه محرابى

  1. باڼه چې کښېکاږم له سترګو مې وريږي وينې

د زړه پـــه اوښــکــو څـېـڅـېـدمـه خـو روژه ماتېده

آسيه محرابى

  1. ما ستا له پاره ثوابي روژې وختي ونېوې

کـنـه لـه لــوږې مــړه کـېـدمه خـو روژه ماتېده

آسيه محرابى

ــ په څلورمه مشاعره کې:

 

په دې مشاعره کې دیارلس (۱۳) تنو گډون کړی وو او مشاعره د حسینه گل په لاندې بیتونو جوړه شوې وه:

مـلامـتـه يـم خـطـا راڅـخـه شـوې

يو ځل نده په بيا، بيا راڅخه شوې

 

تــر ابــده کـړم قـيـدي هـوا د نفس

لـه ازلـه وه ګــنــاه راڅـخـه شوې

حسينه وفا

او د آسیه محرابي دا بیتونه په کې راغلي دي:

دې ګناهو کې يم درګډه ګناهکارې

اې ګـنـاه ډېـره بيا بيا راڅخه شوې

آسيه محرابي

زه يې ورکړم وه ژاولن ته خدايه خېر کړې

ما ويـل نــه يې کــوم، نـانـا راڅـخــه شوې

آسيٙه محرابي

نه ويـاړلې، نه غازي يم، نه يم ستره

صرف په مينه کې غزا راڅخه شوې

آسيه محرابي

ما چې حسن درښکاره کړ نور هېڅ نه و

نــافـهـمـۍ کـې تــجــلا راڅــخــه شــوې

آسيه محرابي

ما شغلې چې د خپل حسن ځلولې

ستا په مينه کې بـلا راڅخه شوې

آسيه محرابي

نه ممکن دى چې تا يار کړمه ظالمه

پــرون هــو او نــه سبا راڅخه شوې

آسيه محرابي

ستــا غـــزلـــو تــه اتـــڼ کــولې نـه شم

خو په شوق شوق کې نڅا راخڅه شوې

آسيه محرابي

ستا د مـيـنـې پــرهــرونه مې ګنډل خو

ستن او تار کې لږ سپما راڅخه شوې

آسيه محرابي

نــوره پــټــه، نـالــيـدلې راغلم بس يو

د بنګړيو شرنګ شرنګا راڅخه شوې

آسيه محرابي

مـعـشـوقـــو! د زمـزمـو سـره قـسم دى

سارې، ګا، ما، دا، ني سا راڅخه شوې

آسيه محرابي

ما له مينې نه توبې ايستلې ياره

غلطۍ کې خاماخا راڅخه شوې

آسيه محرابي

ما چې سر ټېټ کړ په تا اې ځواني مرګه

پــه پـښـتـون نـــوم د ابــا راڅــخــه شوې

آسيه محرابي

آزاد شعـر کې دې پستې ستايلى نه شم

په غزل دې شور غوغا راڅخه شوې

آسيه محرابي

ــ په پنځمه مشاعره کې:

په دې مشاعره کې دیارلس (۱۳)  شاعرانو گډون کړی وو  او مشاعره د معصومې غرنۍ په دې بیتونو راپیل شوې ده:

مه شینده اغزي مې د مزله په لار

ژونــده ګـلابـونـو نــه درتـیـره يـم

تـه مـې پـه پـلـو کې زړه راواچوه

زه لــه رواجــونــو نــه درتیره یم

معصومه غرنۍ

آسیه محرابي په کې ونډه لرې او د مشاعرې په متن کې یې  دا بیتونه راغلي دي:

سپينه يم چې مينه بې پروا کوم

زه لــه تـهـمـتـونو نه درتېره يم

آسيه محرابي

ناز کوه, ادا کوه, عېشوې کوه

نــور نــزاکـتـونو نه درتېره يم

آسيه محرابی

مينه ګـنـاه نه ده مـا خو کړې ده

نور د قيد شرطونو نه درتېره يم

آسيه محرابی

ته مې يې د مينې او وفا هستي

تـا تـه غـيـرتـونو نه درتېره یم

آسيه محرابی

زه غزل سندره کړم, نغمه يې کړم

نــثــر او نـظـمـونــونــه درتـيره يم

آسيه محرابی

راز د مـيـنـې ووايم که نه وايم؟

زړه کې پټ ساتلو نه درتيره يم

آسيه محرابی

راشه غرنۍ غزل ته شرنګ ورکړه

سـتـړې شـوم بـيـتـونـو نه درتيره يم

آسيه محرابی

زه د زلــيـخـا غـــونـــدې مئينه يم

زر, زيور, قصرونو نه درتيره يم

آسيه محرابی

عشق رسوا رسوا شهره شهره کړمه

نــوم د پـلار نـيـکـونـو نه درتيـره يم

آسيه محرابی

اوس به ګريوان څيري څيري څيري کړم

تـــورو حــجــابـــونـــــو نـــه درتـېــره يم

آسيه محرابی

زه غريبه خواره پسې نه لرم

تاته خپل بوټونو نه درتيره يم

آسيه محرابی

ــ په شپـږمه مشاعره کې:

 

په دې مشاعره کې یولس (۱۱)  تنو شاعرانو گډون کړی، مشاعره د نعيمې غني په دې بیتونو پیل شوې ده:

لکه څوک چې له جانانه غېږه تاو کړي

د چـا یـاد داسې له ما نه غېږه تاو کړي

بې کـورۍ سختې یـخنۍ را ایسار کړی

خوار یـتیم له خپله ځانه غېږه تاو کړي

نعيمه غني

او د اسیه محرابي دا بیتونونه ورته تخلیق کړي دي:

چې غمجنه يم هېڅ څوک مې پروا نه کړي

په خـوښۍ مې ټـول خـنـدانه غېږه تاو کړي

آسيه محرابي

دا دنــيــا اوس ښه چـلـيـږي پـه چـلـونو

په چل ول به هسې تا نه غېږه تاو کړي

آسيه محرابي

نـعـيـمـې غني! غـني يـې لا غني شې

که ته يې څوک له مانه غېږ تاو کړي

آسيه محرابي

چې يې سر پـر محراب ايـښئ زاهد نه دى

چې ځانمرګي کمکي ځوانه غېږه تاو کړي

آسيه

چې مطرب ورته د مينې رباب سُر کړي

بس نـغـمـه له غزلخوانه غـېـږه تاو کړي

آسيه محرابي

داسې لـېـرې دې له ځـانـه بـې پروا کړم

لکه دښت چې له کاروانه غېږه تاو کړي

آسيه محرابي

اوس بــــاور مــې د هــــر چــا لاسـه ور کـړ

بس خپل ځان مې له خپل ځانه غېږه تاو کړي

آسيه محرابي

چې د شک په غټو لومو يې راګېر کړم

ولې مـا نـه بـدګـمـانـه غـېـږه تاوو کړي

آسيه محرابي

تـه تـرخې، تـرخې خـبرې دي کړې ماته

خو خوږې دې له جانانه غېږه تاوو کړي

آسيه محرابي

د مضر انسان نه ډار لږ څه په کار دى

لکه مار چې له انسانه غېـږه تاوو کړي

آسيه محرابي

چې نـهـيـلـي شي وګـړي له وګړو؟

شي ناتوانه له قرآنه غېږه تاو کړي

آسيه محرابي

ــ په اومه مشاعره کې:

په دې مشاعره کې پنځلس (۱۵) تنو گډون کړی دی، مشاعره د مرسل احمدزۍ په لاندې بیتونو پیل شوې:

زه لـه خـپـلـې تــلـوسې درپسې راغلم

زنــدګـۍ، لـه انـدیـښنې درپسې راغلم

زه له خپل تصویره ماته ماته غورځم

لــه ویـشـتـلـې آیـنـې درپـسـې راغـلـم

مرسل احمدزۍ

او د آسیه محرابي دا بیتونه په کې راغلي دي:

آسيه محرابي

ته په سر دې کړه رباب خيالي مطربه!

زه پـه لى د ډهـل تـبـلـې درپـسې راغلم

آسيه محرابي

پيشلمى په خوب ويده وې، وېښ مې نه کړې

روژه مـات تـه شـونـډې سرې درپسې راغلم

آسيه محرابي

راسئ وګـورئ زموږ خوږې دېرې ته

خورې، مورې اې ترلې درپسې راغلم

آسيه محرابي

ستا کتاب کتاب خبرو کې څه نشته؟

زه د عشق لـه فلسفې درپسې راغلم

آسيه محرابي

نور به هېڅ درته په خوله نه راوړم ياره

خـيـر يـو ځـل کـه په ګېلې درپسې راغلم

آسيه محرابي

ستا ليدو ته توره شپه په پټه راغلم

لکه غله لـه پسخانې درپسې راغلم

آسيه محرابي

مـاتـه، ماته رواجـو کړمه نـيـمـګړې

اخ ټوټې، ټوټې، ټوټې درپسې راغلم

آسيه محرابي

مـخـامـخ کـتـلـې نـه شې او شـرميـږې!

خوله مې واخله له اوږې درپسې راغلم

ــ په اتمه مشاعره کې:

په دې مشاعره کې نولس (۱۹) تنو گډون کړی وو، مشاعرع د د مژدې باران د غزل په دې دوو بېتونو پیل شوې:

اسرافیل غوندې راپاڅه هنګامې ته ضرورت شته

دا پراته مړي ژوندي دي ارادې ته ضرورت شته

د بـري سنـدرې وایـه او شپېلۍ په لاس کې واخله

ای د نــن ورځې مـلالې ستا ټپې ته ضرورت شته

مژده باران

او آسیه محرابي دا بیتونه ورته تخلیق کړي دي:

زما دې سر ستا دې څنګل وي، چې مې زلفې په مخ راشي

چې تـار، تار يې کړې راټولې، دې لحظې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

سر مې واخيست لېونۍ شوم، ګرېوان څيري څيري ګرځم

دا جـنـون نـه دى نـو څه دى؟ غرغرې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

اخ زمـــا لــه تـصـور نــه، څـومره ليرې رانه لاړې

کاش دروالوزم مرغۍ شم، معجزې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

دغه ژوند څنګه ګډوډ شو، په جګړو جګړو زاړه شو

شـيـطـانـانــو کړو مغلوبې، فرشتې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

زما د عشق وړانګې ځليږي، که تورتم وي که ماتم وي

داسې زړونــو، مــزاجـونـو او روحيې ته ضروت شته

آسيه محرابي

دغــه زه يــم ستـا وه شـا تــه، چـې نـارې درپسې کړمه

ستا د يوې سترګې سترګک يا اشارې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

ستا دې مينه په ما راشي، زما دې خوا شي درنه بده

چې مې خـوا لـه راته شې، مـنـزې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

څـه حسين رنـګـيـن خـوبـونــه، چې د يار د حسن وينم

څه عجيب ښکلى منظر دى، نندارې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

کايـيـنـات د نجونو جوړ کړې، خدايه هره يوه زهره کړې

په نظام دې عدل جوړ کړه، دې داېرې ته ضرورت شته

آسيه محرابي

مـعـشـوقـه د غــزل راغله ورسره په لاس مينا ده

زه نشه شومه، فنا شوم، دې نشې ته ضروت شته

آسيه محرابي

که په پاسنۍ مشاعرو کې د اسیه محرابي راغلي بیتونه د دې د کلام د بېلگې په توگه قبول کړو، ليدل کېږي چې د دې په شاعره کې د دې ذوق او غوښتنې څه ډول ځلېدلي دي، دا دیوې شاعرې په ټوگه خپلو خلکو، ولس، وطن او چاپېریال ته څه ډول گوري، څه ډول برداشت ورنه لري او څه ډول یې انځوروي.

دویم د آسیه محرابي سندرې:

 

 د آسیه محرابي د فرهنگي شخصیت بل اړخ سندرې ویل دي. بي بي سي پښتو له اسیې سره د یوې مرکې په مقدمه کې داسې ویلي وو:

«د موسقۍ په ډګر کې نوې څېره، اسیه محرابي په دې هڅه کې ده چې سندرو کې د ښځینه شاعرانو د شعرونو په ویلو د ښځو غږ را پورته کړي.

مېرمن محرابي وايي تل له موسیقۍ ښځینه احساس لرې ساتل شوی دی ځکه هنرمندان تر ډېره د ښه شعري احساس پر ځای بازار ته ګوري.

اسیه محرابي وايي په پښتو موسیقۍ کې د داسې سندرو اړتیا بیخي ډېره ده چې ښځینه احساس په کې د ښځې له دریځه بیان شي.»

آسیه محرابي وایي چې تراوسه یې اته سندرې ویلي، څلور یې د کلپ په بڼه جوړې شوي او نورې یې غږیزه بڼه لري.

د اسیې د دې سندرې (زما ذات) په باب ازادي رادیو پښتو داسې یو رپوټ خپور کړی دی:

«زما ذات د افغان سندرغاړې اسیه محرابي نوې سندره چې ښايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندرغاړې لومړنۍ سندره وي.

‘زما ذات’ سندره تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د وروستیو وضعیت بیانونکې هم ده.

اسیې په دې سندره کې د درې ښځینه شاعرانو شعرونه سره یوځای کړي دي.

خو درې شعره ولې په یوه سندره کې؟

اسیه یې په اړه وايي: “محتوا یوه ده او احساسات د درې ښځو دي، یعنې د دوی د ټولو د ژوند جغرافیې بدلې دي، خو حالت او احساس یې یو دی او دا زما لپاره ډېره مهمه وه.”

د اسیې په خبره، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره، خو له هېواد بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي.

هغه احساس چې په مشهوره وینا ‘له زړه پورته کېږي، په زړه کیني’ ځکه باور دا دی چې د نن کیسه ده او هره افغان ښځه په کې خپل د حال ننداره کولای شي.

دا ښايي په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د یوې افغان ښځینه سندغاړې لومړنۍ سندره وي.

خو د اسیې لومړنۍ سندره نه ده: “ما تراوسه پورې اته سندرې خپرې کړي دي، په اتو سندرو کې درې یې کلېپ شوي، یعنې تصویري دي او څلور غږیزې دي.”

د دې تصویري سندرې کمپوز اسیې په خپله او بهرني همکار یې سرګي جوړ کړی او د موسیقۍ تړون الکس عابدي کړی دی، خو لګښت یې په خپله اسیې پرې کړی دی.

سندره په یو ځنګله کې ثبت شوې چې تقریباً ځولۍ تشې ونې او په ځمکه پرتې پاڼې لیدونکي ته د یوه راغلي مني کیسه کوي.

د دغه سندرې په صحنو کې کرکترونه کم دي، یوازې سندغاړې اسیه او ګیتار غږونکی سرګي .

اسیه وايي، موسیقي کله هم نه مري، که په افغانستان کې ورته نن سبا زمینه نه ده برابره خو له هېواده بهر، شته داسې سندغاړي چې دې هنر ته کار وکړي: “موسیقي خو هېڅ وخت له منځه نه ځي، خو دا چې اوس د افغانستان په جغراقیه کې نظام د اماراتو دی، اجازه نه ورکوي موسیقي به مخته نه ځي، خو په بهر کې ډېرهنرمندان او سندرغاړي شته چې هغوی به د افغانستان په ټولو ژبو په تېره بیا په پښتو او فارسي کې نوې سندرې ولري او ادامه به لري.”

افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دی درې میاشتې وشوې چې بې سازه او بې اوازه دی، یوازې یو غږ ترې اورېدل کېږي، وچ او بې موسیقۍ چې هغه د دغه هېواد د اوسېدونکو د لوږې او بې وزلۍ غږ دی.»

د سندرې د شعر متن دا دی:

د خـپـل قسـمـت سـره هـر ځای به جـنـگېـدم، نـړېدم

زه مــې د هـیـلو پـــه ایــرو کـې سـوځـېـدم، نـړېـدم

نـه راتــه ډډه چــا وهــلــه نــه شـوم سیـوری پـر چا

د نـیستـۍ جـوړ سـپـیـره دیــوال وم، شړېـدم، نـړېدم

ټوپک د بل، اوږه د ورور، زړه مې د مــور په نښه

پــه خــپــلــو ویــنـو کې پــه خــپــلـه لـمـبـېدم نـړېدم

*****

زمــــا د ذات د ورکــــولـــو نـــاره هــــم شــوې ده

یـــوه شېـبـه کـې گـنـاه شـوې، تـــوبــه هـم شوې ده

مــا مـې  د خـپـل وجـود ذره ایــره هـــم ونــه لـیـده

کـه نـه وجـود کې مـې مـرگـونې لـمـبه هم شوې ده

ته په خـپـل حسن داغي کېـږي مخ به هم نه لوڅوې

اې تـــه خــبــره نــــه یـې، دا اراده هــــم شــوې ده

یــو یې ښکلا زنــدۍ کـوي او بل یې پــړي راوړي

لـــه داســې خــلــکـو سره دلـتـه رشتـه هـم شوې ده

*****

ټـپـوس مـې مـه کــړه نـوره ښه یم، خو لږ ماته یمه

د فــرخـنـدې پــــه شـان شـهـیـده بــې کســاتـــه یمه

هسـې پـــــه دور د فــتــنــوکـــې زېــــږېـــدلـې یمه

زه غـلـطـۍ کـې روږدې نـــه یــــم بــې فـسـاده یمه

څنگه چې د سندرې په تایتلونو کې لیکل شوي دي، د اسیې د نوې سندرې (زما ذات) شعر د درویو شاعرانو (مهرتاج، زمزمه نیازۍ، او مریم صافۍ) تخلیق دی، ما د شعر متن د سندرې د اورېدو له مخې ولیکه او د خپل اټکل له مخې مې د هر شاعر تخلیق د ستورو د نښې په وسیله بېل کړ.

اسیې پرته له هغو اتو سندرو چې د کلیپ په بڼه او غږیز ډول یې خپلو مینوالو ته وړاندې کړې دي، نورې سندرې یې هم دلته ـ هلته زمزمه کړې دي چې شمېر یې ما ته مالوم نه دی، خو ما یې تر اوسه دا سندرې لیدلي او اورېدلي دي:

لعلونه:

شعر: سلیمان لایق

کمپوز: آسیه محرابي

زما ذات:

شعر د درې کسانو دی:

مهر تاج، زمزمه نیازۍ او مریم صافي،

کمپوز: سیرگي ـ آسیه محرابي.

اشنا:

کمپوز: آسیه محرابي،

شعر: سهیلا اصغري

ښځې:

شعر: مینا نظري،

کمپوز: آسیه محرابي.

سپوږمۍ.

اسیه محرابي د نورو مسایلو په باب هم کله ـ کله نقد ته ورته لیکنې کړې دي او خپل نظریات يې د افغانانو او د ټولنیزو مسایلو په باب څرگند کړي دي. اسیې د ښاغلي طارق بزگر یو کتاب (یوه افغانه ښاپېرۍ په کييف کې) ته لنډه کتنه کړې ده، د دې کتنې یوه برخه دا ده:

«د کتاب په اړه څو کرښې:

د کتاب له نومه ښکاري چې دا کيسه د يوې افغانې ښځې په هکله ليکل شوې او ريښتنې ده.  د لوستلو وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د دې کتاب موضوع نوې وه او که ووايم چې ښاغلي بزګر د يوې ارزښتمنې او تابو موضوع په اړه، يو اثر لوستونکو ته وړاندې کړى، نو تیروتنه به مې نه وي کړي او سم به مې ویلي وي. د شاپېرۍ په شان د يوې ښکلې او ځوانې افغانې ښځې ريښتنئ حالت چې د ژوند ناخوالو تن پلورلو ته څنګه او ولې اړه ايستلې وه، تر اوسه هېڅ چا نه وه پنځولې او کله چې د يوه کتاب محتوا د يوه انسان د ژوند د پېښو پر بنسټ انځور شوې وي نو د لوستونکو لېوالتيا او تنده لا نوره هم ورته ډيره وي.  ښاغلي بزګر په خاص هنر او مهارت، په ډيره عامه خو ښکلې روانه ژبه خپل د سترګو ليدلى په داسې تورو کې ژباړلى دى چې د لوستلو پر مهال د هر لوستونکي په ذهن کې کټ مټ همهغه حالت انځوريږي او همدارنګه د لوستونکو د تفاهم او درک حس دومره راپاروي چې هېڅ کوم څوک به د خپلو اوښکو د بهېدو مخنېوئ ونه کړاى شي. ما د کتاب د لوستلو پر مهال د خپلو اوښکو مخه ونه نیولای شوه دا خو لا پریږده چې په چغو چغو مې ورسره وژړل.

دا ځانګړې ريښتنې کيسه د سوال او ځواب په ډول ليکل شوې ده، خو داسې هم نه ده چې اوس زما له دې خبرې وانګېرۍ چې؛ د مرکې غوندې به وي. که د دې کتاب کيسه له بله اړخه وڅېړم نو په پوره ډاډ او هيله مندۍ سره ويلى شم چې د هر لوستونکي د ذوق له پاره به يو غوره اثر وي.  د دې کتاب لوستلو ما ته ډير هغه رازونه او رمزونه راروښانه کړل چې راته ګونګ وه او زه يې له مودو راهيسې د پوهېدو په لټه کې وم.

زړه مې غواړې چې ډير څه د دې ښکلي او نوي اثر په اړه وليکم خو بسنه ځکه کوم چې ښايي سهواً د کيسې نه کوم څه را نقل کړم او دا به ښه نه وي.

پرېږدم چې د نورو لوستونکو تلوسه لا ډيره شي… د دې کتاب د اخيستلو او لاسته راوړلو وړانديز ځکه نورو لوستونکو ته کوم چې د لېکوال د هڅو او زيار حق به پدې ډول ورپر ځاې کړى شي.

په درنښت

آسيه محرابي

د مى ديارلسمه کال 2019 کلن جرمني»

د اسیې محرابي پر شاعرۍ او سندرو ویلو هنرونو باندې کېدای شي تر دې هم ډېرې خبرې وشي، خو دلته به همدومره کافي وي.

زه دې ته په شخصي او فرهنگي ژوند کې د نورو بریاوو هیله کوم. د دې د نوې سندرې مبارکي ورته وایم او مننه ورنه کوم چې په اوسنیو حالاتو کې یې د افغان مېرمنو د ژوند حالت د یوې سندرې په قالب کې په ښکلې هنري او حقیقي بڼه هېوادوالو او نړیوالو ته وړاندې کړی دی.

دا د اسیه محرابي د نوې سندرې (زما ذات) لینک دی، مینوال کولای شي په یو کلیک کولو سره یې وگوري:

https://www.youtube.com/watch?v=0PZa8UQvg1w&ab_channel=AsiaMehrabi

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.