م.م: د افغانستان بانکي سیسټم د سقوط له خطر سره مخ دی

601

ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکي سیسټم د ملاتړ له پاره د چټکو ګامونو اخيستلو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې د پورونو د بيرته نه ورکړې او پس انداز د کمیدل کيدای شي په څو مياشتو کې د مالي سيسټم د سقوط سبب وګرځي.

 

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام «يو ان ډي پي» په هغه درې مخيز رپوت کې چې د افغانستان د بانکي او مالي سيسټم په اړه چمتو شوی دی، راغلي دي چې د بانکي سيسټم د سقوط اقتصادي تاوان او پر ټولنه به یې اغيز «بې ساري» لوړ وي.

په رپوټ کې زياته شوې ده: «د افغانستان مالي او د بانکونو د پېسو د ورکړې سیسټم وضعيت ډېر خراب دی. د افغانستان د محدود توليد وړتيا لوړولو او بانکي سیسټم د سقوط د مخنيوي له پاره اړينه ده چې د بانکونو د نغدو پېسو ستونزه ژر تر ژره حل کړای شي.»

خو د مالي سيسټم د سقوط مخنيوی د طالبانو پر مشرانو د نړيوالو او هر اړخیزو بندیزونو له کبله پېچلی او ستونزمن دی.

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام مشر عبدالله ال درداري رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ يوې داسې لارې ته اړتيا لرو چې که د افغانستان له بانکي سيکتور سره مرسته وکړو نو ډاډمن واوسو چې له طالبانو سره مرسته نه کوو.»

هغه زياته کړې: «موږ په يوه داسې سخت وضعيت کې يوو چې د ټولو ممکنه انتخابونو په اړه فکر کولو ته اړ يوو او موږ بايد له چوکاټه دباندې فکر وکړو.» نوموړي زياته کړې: «هغه څه چې درې مياشتې ترمخه د تصور وړ نه وو اوس بايد پرې فکر وسي.»

واک ته د طالبانو تر رسېدو دمخه هم د افغانستان بانکي سيسټم په يوه حساس پړاو کې وو، خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته بهرنۍ مرستې وردېدې او د نړۍ په بانکونو کې د افغانستان په ميلياردونو ډالر کنګل شول چې دې وضعيت نور هم پسې پېچلی کړ. ملګري ملتونه او مرستندويه ډلې افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پېسو د انتقالولو په هڅو بوخت دي.

«بديلې لارې»

د بانکي سيسټم د خوندي کولو له پاره د »يو ان ډي پي« په وړاندیزونو کې د زيرمه کولو بيمې پروکرام، د لنډ او منځ مهاله اړتياوو له پاره په کافي اندازه نغدي پيسې او همدا راز د پور د تضمين او په ځنډ سره د قرضو د بيرته ادا کولو انتخابونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د پراختيا دغه پروګرام، نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق ته په اشارې سره په خپل رپوټ کې زياته کړې: «له نړيوالو مالي تاسيساتو سره همغږي چې د افغانستان د مالي سیسټم په اړه ډېره تجربه لري، د دې پروسې له پاره حياتي ارزښت لري.»

Afghanistan Falschgeldافغانستان د نغدو پېسو د کمښت له ستونزې سره مخ دی

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې ملګرو ملتونو په وار وار سره خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ دی چې دا کار به د مهاجرت بحران لا پسې زيات کړي. »يو ان ډي پي« ويلي دي چې که بانکي سیسټم يو ځل ناکام او له منځه ولاړ شي نو بيرته رغول به یې کيدای شي څو لسیزې وخت ونيسي.

د يادي ادارې رپوټ وايي چې د روان تمايل او پېسو د رايستلو له محدوديت سره به د کال تر پايه پورې افغانستان د زيرمو کابو ۴۰ سلنه له لاسه ورکړي. ويل شوي دي چې بانکونو د نويو پورونو غځول ځنډولي دي  او غير اجرايي پورونه د ۲۰۲۰م کال له پايه د روان کال تر سپتمبر میاشتې پورې دوه چنده لوړ شوي او ۵۷ سلنه ته رسيدلي دي.

ال درداري وويل: «که چېرې د دغه ډول پورونو کچه همدا شان لوړه پاته شي نو بانکونه به په راتلونکو شپږو مياشتو کې ښايي د پايښت چانس ونه لري.»

د نغدو پېسو نه شتون هم يوه بله ستونزه ده. د افغانستان بانکونه له امريکا څخه د ډالرو پر فزيکي انتقال متکي ول، خو اوس يې انتقال درېدلی دی. ال دردادي د افغانيو په اړه وويل په داسې حال کې چې د کابو څلورو ميلياردو ډالرو په ارزښت افغانۍ په اقتصاد کې بندې دي يوازې د تقريباً ۵۰۰ زرو ډالرو په ارزښت په جريان کې دي.

ال درداري وويل: «نورې پېسې له خلکو سره په کورونو کې دي ځکه هغوی ويره لري.»

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د قطحۍ د مخنيوي هڅې کوي، ال درداري هم د بانکي سيسټم د سقوط په پايله کې د تجارت د مالي تامين په اړه هم خبرداری ورکړی.

هغه وويل: «افغانستان د کابو ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي، توليدات او خدمات چې زياتره یې خوراکي توکي دي، وارد کړي دي که چېرې د تجارت مالي تامين موجود نه وي نو په دې برخه کې به اخلال ډېر زيات وي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.