ميرمن قمرګله د نيمې پېړۍ سندرغاړې

اسیه محرابي

415

د پښتنې سندرغاړې مېرمن قمرګلې غږ به د هنر په هسک اسمان پېړۍ پېړۍ وځلېږي، دلته د دې سندرغاړې د هنر په اړه د اسیه محرابي چې د هنر په ژبه پوهه او باخبره هنرمنده ده، دا لیکنه درسره شریکوم چې د بلبلې د هنر ډېر خواږه یې پکې راسپړلي دي.

مخکې له دې چې د ميرمن قمرګلې پر هنر وغږيږم، اړينه ده چې د افغانستان د موسيقي او سندرو په هنر کې د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو بهير راوسپړم.

په افغانستان کې د ښځینه موسیقۍ بهير

په افغانستان کې د ښځو د موسيقۍ اصلي منشأ له کليوالي يا سيمه ييزو مراسمو د سندريزو اثرونو نه اخيستل شوې ده.
دا مراسم چې کوژدې، ودونه، د ماشوم زېږون، غاښ کوچه، سُنتي، څلويښتي، سروري چهارشنبې، او داسې نور دي، د کور او کلي ګڼ شمېر ښځې او پېغلې سره راټوليږي، د دارياو/چمبو (Duff-دفف) سره په ګډه د ترانو يا کورَس په ډول سندرې بولي.

د دغو سندرمارو خواږه غږونه بايد دومره لوړ وي چې په هر کور کې واوريدل شي او حتی تر نورو کليو هم ورسيږي، سربېره پر دې، د دوی غږونه بايد د مکملې شپې يا هم څو شپو په سندرو بللو ډپ يا چيغن نه شي.
په دې سندرمارو کې يوه يې د نورو ښځو يا پېغلو ميره يا مخکښه وي، چې د هرې سندرې سَر اخلي/سندره پيلوي چې همدا څو صفتونه د دوی د سندرمارۍ د محبوبيت شرطونه دي.
د يادو سندرو شعري فورمونه ولسي يا کليوالي شاعري ده، لکه؛ لنډۍ، کاکړۍ غاړې، سروکې(نيمکۍ)، د اتڼ نارې، ببولاله، چاربيته، بدله، داستان، بګټۍ او بعضې نور ولسي فورمونه، چې په دغو فورمونو کې مشهور او عام يې، لنډۍ او کاکړۍ غاړی دي.

که زه د لوی کندهار سيمه ييزې سندرې په مثال کې راوړم، یاد شعري فورمونو په ببولاله، ورأ، لوی اتڼ، د مېنځ اتڼ، د ناټک سندرې (خان دلاورخانه، د بنجاري سندره) لنډې نارې، اوږدې نارې، ناپکاره (د نکريزو د د شپې سندره) او په نورو ډېرو سندرو کې بلل کيږي.

د نيمې شپې د اتڼ د شعري جوړښت بېلګه:

د اتڼ لومړی پړاو
همزولې ټولې ما واده کړې
نيمه شپه سوه، وۍ الله کاروان باريږي، يخ شمال لګيږي
زه د بابا د کلا برج ولاړه يمه
)لنډۍ او سروکې سره(

د اتڼ دويم پړاو
دورې دوري دوري
مردک لکه باران راباندې اوري

دورې مردک د څه وه،
موږ د مرغلرو باران اوري
)د اتڼ نارې(

داتڼ دريم پړاو

راځه د ليلا ياره
ليلا په مالداري باريږي ولاړه
راځه د ليلا ياره
زما د لالي پر ښادي باندې
راځه د ليلا ياره
ليلا په مالداري باريږي ولاړه
راځه د ليلا ياره
خوندې به يې ماتې کړي داريا پر چمبو باندې
راځه د ليلا…

(سروکې او لنډۍ)

اکثره پښتنې سندرغاړې لکه ميرمن قمرګله، ميرمن ګلشن, ميرمن بخت زمينه او نورې ډېرې هم له خپلو سيمو، کليو او ولايتونو نه کابل ته، د افغانستان راډيو او وروسته بيا تلويزيون ته راغلې/راوستل شوې او د ټکنالوژۍ له برکته د دوی ولسي هنر، د ټول هېواد په کچه خپور شو او د خلګو زړونو ته يې لار وموندل.

او همدارنګه د سرحد د بلې غاړې پښتنې سندرغاړې لکه ګلنار بيګم، کشور سلطان، زرڅانګه او څو نورې هم، بيا د پېښور وه راډيو ته وروستل شوې چې اکثره يې وروسته د پښتو فلمونو پلې بک (Playback) سندرغاړې هم شوې.

دا چې په مجموع کې اکثره پښتنې ښځينه سندرغاړې نالوستې وې، له دې امله د دوی د شعر او کمپوز د انتخاب تصميم هم د نارينه تصنيف جوړونکو او هنرمندانو په لاس کې وو.
عموماً د ښځينه سندرغاړو اکثريته مشوقين او اورېدونکي هم نارينه وو.

که د هغه وخت د سندرو شعرونه ته ښه ځير شو، نو شاعران يا تصنيف جوړونکي کې يې پر شعر او شاعرۍ ښه برلاسې نه وو، يعنې شعرونه يې د مانا او مفهوم له اړخه ډير نيمګړي او يواړخيزه وه چې محتوا يې يوازې د نارينو وه عشقانه تمايلاتو، توقعاتو او لېوالتياو ته ځانګړې شوې وه.

په دې هنري پنځونو کې د ښځو ښځمنتوب د دوی په ظاهري ښکلا، ظرافت، زړوړونکی او عاشقانه انداز او الفاظو کې بيانېده.

مثلا: د يوې ښځې د سندرې محتوا بايد د يوې ښځې په نازونو، اداګانو، نخرو، عشوو، مئين مينې ته وربلل او داسې نورو موضوعاتو راڅرخېدلې واې، داسې څه چې اصلآ زموږ په پښتني ټولنه کې دود نه وه او نه هم دي.

لکه په لاندې سندريزو بېلګو کې:

مه راځه په څنګ زما، ونيسه مړوند زما
وۍ الله وۍ الله
ميرمن ګلشن

آدم خانه چرسي، کټ مې وباسه دالان ته
ماله خوب نه راځي، کټ مې وباسه دالان ته
شاپېرۍ نغمه

او عاشقان حلالوينه، سترګې مې تورې-تورې
ته ماته ګورې-ګورې، کوې سوالونه

بيا ويلې/کاپي: غزال عنايت

نېغ دې راته وکتل له شرمه تکه سره شومه
سره تڼه غرمه شومه
ګناربيګم

زما د زلفو ارمانونه ټول جهان کړي
مزې پرې جانان کړي، اختيار مې دی ورکړی

ميرمن ګلشن

ډېر په لړزان دي، وبه دې خوري ګوره تورې زلفې مې ماران دي مه راځه نژدې
ګلناربيګم

زما ياري ده ډېره سخته لوغړن به شې ته وۍ الله
ياره غمجن به شي ته، مه ګوره ماته
ميرمن بخت زمينه

د ډېرو نورو سندرو محتوا پر دې هم راڅرخېده چې يوه ښځه سندرغاړې بايد په خپلو سندرو کې وړه، نازکه، سره او سپنه، ښکلې، په مينه کې د نر وه رهمنايۍ/لاس نيوي ته اړه، نادانه، تنکۍ او دې ته ورته د نورو صفتونو، انځورګره او جلوه ګره هم وای، لکه:

مه کوئ مانه تپوسونه، نه کوم يارۍ نه په يارۍ پوهيږم مينه، مه کړتپونه
شکيلا ناز

جوړه د فطرت له باريکۍ يمه

راشه راته وګوره سپوږمۍ يمه
ماته به د مينې کيسې نه کوې
زه ګوره تر اوسه وړکۍ يمه
راحيل يوسفزۍ

نادانه ته، نادانه زه، نادان مې زړه ده
ور پورې کړه، ساړه ده ور پورې کړه ساړه ده
ګناربيګم

يادو شاعرانو او تصنيف جوړونکو په خپل ذهن کې خيالي جوړ شوي تصويرونه د ښځينه ښکلاو، ظرافتونو او احساساتو په نامه، د پښتو ژبې په ښځينه سندرغاړو بلل.

د افسوس وړ خبره بيا دا ده چې اوس هم د ډيرو ښو ښځينه شاعرانو په موجوديت کې چې عالي اثار يې پنځولي، زموږ اکثره پښتنې سندرغاړې د نارينوو شعرونه وه سندرو ته انتخابوي، هغسې نرذوقه سندرې بولي او هغه پخوانۍ لړۍ لا هم دوام لري.

له يوه اړخه په دې موضوع کې ياد نارينه شاعران او تصنيف جوړونکې پړ دي او له بله اړخه ښځينه سندرغاړې هم پړې دي چې يا د نارينو په خوښه، يا يې هم د دوی د ذوق د پاللو او خړوبه کولو له پاره داسې نادودې د ښځينه سندريز هنر په نوم ټولنې ته وړاندې/معرفي کوي.
اما شخصاً ما تر ننه د يوې ښځينه شاعرې په اثر کې داسې څه لوستي نه دي او نه مې هم د عادي ښځو په خبرو اترو، کيسو او بانډارونو کې اورېدلي چې دوی دې داسې تمايلات، احساسات او لېواليتاوې ولري لکه د ښځينه سندغاړو په سندرو کې چې څرګنديږي.

خو له ښه مرغه، د ميرمن قمرګلې هنري پنځونې له دغه يادو شعري محتواوو نه بېلې دي.

د میرمن قمرګلې د هنر پیل

مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې کورنۍ په ملتيا او هڅونې د کليو او بانډو د خوښيو په محفلونو کې يې سندرې بللې او هر چا چې به د دې ښکلی غږ واورېده، پر زړه يې ښه لګېده او په همدې دليل هم، د راډيو افغانستان د موسيقۍ اصلي ډګر ته په ډير وياړ او خاصې لېوالتيا وربلل شوه او د دې د هنر تهداب هم هغه وخت کېښودل شو.

د ميرمن قمرګلې د سندرو سبک ولسي و.

د لومړينو سندرو شعرونه يې ولسي لنډۍ دي، صرف آستايي يې دوه بيته جوړ شوی تصنيف دی.

(تصنيف يعنې د موسيقۍ يوه چوکاټ، طرز يا کمپوز ته شعر جوړول دي يا په بله اصطلاح: فرمايشي شعر چې الهامي نه وي. تصنيف کله مکملې سندرې ته جوړيږي او کله بيا د لنډۍ، کاکړۍ غاړې، دوه بيتې او نورو ولسي شعري فورمونو سره د سروکې په بڼه سندرې ته جوړيږي.)

لکه د قمرګلې په دې سندرو کې:

په ما ميئنه، سترګې دې سرې دي
نن خو دې ډېر ژړلي دينه، په ما ميئنه
عاشقی واې جدايي نه واې، په ما ميئنه
په ما ميئنه وۍ، خدايه! په در کې به دې څه کم
شوي ونه، په ما ميئنه

د لومړۍ سندرې آستايي دوه بيته سندرې ته جوړ شوی تصنيف دی او انتره يې بيا لنډۍ ده او په سَر او پای کې يې (په ما ميئنه) تکراريږي.

بله بېلګه:
سپنې سپوږمۍ وايه آشنا به چېرته وينه
ګونګۍ شوې ولې نه حالونه
سپوږمۍ اوچته شه راخېږه
زما جانان د تورو غرو مزل کوينه
ګونګۍ شوې ولې نه حالونه

همدارنګه په دې سندره کې هم آستايي، جوړ شوی تصنيف دی او انتره يې لنډۍ ده او په پای کې (ګونګۍ شوې ولې نه واې حالونه) تکراريږي.

د قمرګلې د موسيقۍ څانګېړنې

لکه څنګه چې مې په پيل کې وويل: “ميرمن قمرګلې د کليو او بانډو د خوښيو په محفلونو کې سندرې بللې چې د وخت راډيو او ټلويزيون ته يې وربلله.”

دا لوستې نه وه او همدا شان په موسيقۍ کې هم اماتوره وه، په دې دليل هم، دا اړه وه چې د شعر انتخاب يې د بل چا په غاړه وای.

دې به چې کله يوه سندره جوړوله، لومړی به يې شعر له ياده زده کوه/حفظوه. دا ډير ستونزمن کار دی چې يوه سندرغاړې/ يو سندرغاړی په يوه وخت کې شعر او کمپوز زده کوي/حفظوي او تر څنګ يې په سندره کې بې سُره نه شي او تال هم ونيولی شي.
يعنې ميرمن قمرګلې د يوې لوستې سندرغاړې په نسبت، د هغې دوه برابره کار پر يوې سندرې کاوه.

دې د سندرو د شعرونو د حفظولو او بللو تر څنګ، په عين وخت کې د موسيقۍ اساسات هم زده کول او بالاخره د موسيقي پر دوو آلو (هارمونيې او طبلې) غږولو هم برلاسې شوه.

په دې کې هېڅ شک نه شته چې د دې خوږ غږ يوه الهي ډالۍ وه چې خدای پاک دې ته ورپه برخه کړې وه خو په موسيقۍ کې د دې د ودې او پرمختګ وجه، يوازې د دې د رياضت او هڅو پايله وه.

د ميرمن قمرګلې سندرې په دو سبکونو کې

۱. د غزل سبک
قمرګله د موسيقي په هنر کې کرار – کرار او پړاو په پړاو د پرمختګ لوړو پوړونو ته ختله چې همدا د دې د هنر د تلپاتې کېدو د علتونو نه، يو بل علت و.

د وخت په تېرېدو سره د قمرګلې هنري ذوق د شعري ادبياتو په انتخاب کې هم لوړېده، د سندرو شعرونه يې په خپله خوښه ټاکل، او د نويو سندرو شعرونه يې نور هغسې نه وه لکه د لومړيو وختونو…

داسې وخت راغی چې قمرګلې د تصنيفونو او د نوم ورکو شاعرانو پر لنډيو ډېر قناعت نه کاوه او پر ځاې يې د عبدالرحمن بابا، قلندر مومند، محمد دين زاخېل، حمزه شينواري او بعضو نورو شاعرانو پاخه او ښکلي شعرونه په خپلو سندرو کې وبلل.

د دې دا نوښت چې تر هغه دمه د پښتو ښځينه سندرغاړو په مېنځ کې عام نه وو، دا يې نوښتګره شوه او دا سندرې تر لومړنيو لا ډېرې مشهورې شوې، همداراز د عامو اورېدونکو او د دې د مينه والو د خاصې پاملرنې او خوښې وړ وګرځېدې:

چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
زه رحمن دا ستا د حسن ثناخوان يم
ستا د رويه درست جهان زما ثنا کړه

عبدالرحمن بابا

ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ، ته به کله راځې
د صبر ساه مې په سکیندو شوه، ته به کله راځې
ستا د راتلو د ځوانیمرګ اقرار په تمه تمه
زما ځواني لاړه، په تلو شوه ، ته به کله راځې
قلندر مومند

څنګه مينه زما او ستا وه، څنګه هېر شو د يو بل نه
زه خو ګل ستا د پيکې وم، څنګه پرېوتم اوربل نه
زمزمه زه ستا د مينې، ترانه مې وه په خوله کې
چا څپېړه په خوله راکړه، چا کړم منع د غزل نه
محمد دين زاخېل

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې
د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پېدا چې د خندا نورافشاني کړو په ژړا کړې
تر هغه ګورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
حمزه شينواري

وګوره ته ماته، ستا نظر کې څنګه ښکارم
زه ليلا د مينې، دې نظر کې څنګه ښکارم
دا منم درياب کې سره لعلونه ځلېدی شي
زه د خپلو اوښکو سمندر کې څنګه ښکارم
شاعر(؟)

۲. فلکلوريک/ولسي سبک

“د يادونې وړ ده چې په افغاني موسيقۍ کې فلکلوريک/ولسي سندرې ډېرې سره ورته وي نو ځکه په دې سندرو کې تنوع ډېره کمه محسوسيږي.
هغه په دې دليل چې ولسي سندرغاړي په خپلو کليو او سيمو کې ژوند کوي، اکثره نالوستې، کم لوستي يا هم په موسيقي کې غېرمسلکي کسان دي، نو ځکه دوی هنري نوښت بالکل نه شي کولی ځکه مکررآ په هغه پخوانيو طرزونو/کمپوزونو کې سندرې بولي.

يا هم لږ نوښت کوي.”

قمرګلې خپلې ډېرې سندرې په ولسي سبک کې بللي دي خو د دې هره يوه سندره يې له بلې نه ډېره متفاوته ده.
د سندرو په نغمو/ميلوډي Melody کې يې له ورايه تنوع اورېدل کيږي چې دا هم د دې د سندرو يوه بله خاصه ځانګېړنه ده.

ميرمن قمرګلې د غزل د سبک تر څنګ په خپل هنري مزل کې يو ځل بيا فلکلوريک/ولسي سبک ته مخه کړه خو دا ځل يې موخه او رنګ، له لومړنيو سندرو نه، نوی او بدل و.
دا ځل د کليو او بانډو د ښځو د دوديزو رواجونو انځورګره شوه چې په ساده او سوچه ژبه يې د هغوی حالت، هيلې او احساسات بيانول.

لکه په دې سندريزو بېلګو کې:

جمدانۍ لمنې غونډه به دې وړمه
راوابه دې ړومه جمدانۍ

زه د شينکي بابا زيارت ته سبا ځمه مورې
که راته راکړې، سور سالو په سرومه مورې

زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم
ګردو دنياوالو ته د سولې آوازونه کړم

زه به جارو کړم زيارتونه شينکي بابا
که مې قبول کړې دا سوالونه په تورو زلفو

د قمرګلې د هنر د تلپاتېدو علتونه

۱. قمرګله پر دريځ/ستېژ (Stage)

د ښه غږ لرل، په سُر او لی کې د بللو ترڅنګ، د سندرو يو بل خاص شرط او هنريت دا هم دی چې سندرغاړي وکولی شي پر دريځ/(Stage) په ژوندۍ بڼه/ live ښکلي او هوسا سندرې وبولي.

خو له بده مرغه موږ اکثره سندرغاړي په ستديو کې جوړې شوې/اډيټ شوې سندرې، د نوي تخنيک په مرسته په محلفونو کې پلې بک (Playback) ږدي او دوی يې صرف لبسينګ کوي/تمثيل کوي او بعضې يې که په ژوندۍ بڼه هم سندرې بولي نو بيا غږ يې د پېژندلو نه وي.
يعنې په ژوندۍ بڼه سندرې بلل، د اکثرو افغان سندرغاړو له وسه وتلی هنر دی خو ميرمن قمرګله به پر دريځ ډېره زړوره، پر ځان او ذهن مُتکي، خپلی

سندرې په ډېر روان او ښايسته انداز کې بللې.

۲. د قمرګلې هنري او ټولنيز شخصيت

قمرګلې د خپل هنري ژوند د تکامل مزل، په ښه توګه تر سره کړ ځکه يې د افغانستان د موسيقي په هنرمندانو کې يې ډېر خاص او دروند حيثيت وموند. دې دا حيثيت نه يوازې په هنر کې د رياضيت په وسيله بلکه د خپل عالي ټولنيز شخصيت په واسطه هم، ځان ته تلپاتی وګرځوه.
دې هنر ته تر دې حده درناوی کړی و چې هېڅ کله يې هنر د ځان د شهرت له پاره ونه کاروه، همدارنګه ځان او خپل حيثيت يې هم د بازارموندنې له پاره هېر نه کړ.

که څه هم چې قمرګلې د افغان سندرغاړو په کتار کې خپل خاص شهرت، نوم او ځای موندلی و او د دې سره سره يې د خلګو زړونو ته هم لاره کړې وه اما دا د خپل جوړ شوي معياري حد په چوکاټ کې د ژوند تر پايه همداسې بې آلايشه او درنه پاتې شوه.

مېرمن قمرګله هغه سياله سندربوله وه/ده چې پل پر پل او د وخت په تېريدو سره يې د موسيقۍ په هنري سفر کې د نيمې پېړۍ لار ووهله او د ټول هېواد په کچه ثابته، منلې او ستايلې هنرمنده پاتې شوه.

زه په ډير وياړ سره ويلی شم چې دې د پښتو ژبې وه هنر ته نه يوازې خپل ښکلی غږ ډالۍ کړ بلکه په خپلو رنګارنګ نوښتونو او هڅونو يې د هېواد په کچه د سندرو او موسيقۍ هنر ته په صداقت او ايماندارۍ سره کار وکړ او ولس ته يې ښکلي او بې ساري هنري اثرونه په میراث پرېښودل.
د ميرمن قمرګلې روح دې ښاد او ياد دې يې تلپاتی وي!

آسيه محرابي
د ډسمبر ۲ کال ۲۰۲۳ کُلن جرمني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.