د افغانستان د موسیقي ملکې مېرمن قمرگلې ویر یو کلن شو

پوهندوی آصف بهاند

432

د افغانستان د موسیقي ملکې مېرمن قمرگلې پر مړینې باندې یوکال واوښت او دا یو کال د برېښنا د لېـږد په څېر داسې په منډه هېر شو چې سړی انگېري چې دا څو ورځې مخکې مو قمره له لاسه ورکړې ده. د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې د مېرمن قمرگلې ځای، دریځ او ارزښت د دې د سندریز ژوند او ورنه راپاتې هغو سندرو نه لگولی شو چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په ارشیفونو کې خوندي دي.

ما تېر کال د قمرې د مړینې په مناسبت یوه مفصله مقاله ولیکله او هماغه وخت مې خپره کړه، د هغې مقالې په ترڅ کې مې د دې د هنري ژوند په باب داسې لیکلي وو:

«قمرگلې هم د لارورکولارویانو د حسرتونو او ناهیلیو په لړو کې ډک زړه د ۲۰۲۲ ام کال د دسمبر پر نهمه (۹) سترگې پټې کړې، خدای دې وبښي.

د زړورتیا نړیواله جایزه باید د پښتو موسیقۍ همدې ملکې او بلبلې ته ورکړل شوې وای، ځکه چې قمرگلې په داسې ټولنه کې په کلونو ـ کلونو د خلکو د پوهولو او خوشالتیا لپاره غږ جگ کړ، چېرې چې د خلکو پر ذهن باندې د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار حکومت کاوه.

زما لپاره قمرگله هغه قهرمانه ده چې ټول عمر یې له خپلې ښکلې طلایي حنجرې نه په دودیزو قیوداتو کې د بندي افغان مېرمنو غږ وطنوالو او نړیوالو ته ورساوه، هغې خپله دنده ترسره کړه، او ډېره ښه یې ترسره کړه، هغې هيڅ انسان حتی کوم ژوندی موجود ازار نه کړ، تل یې د مینې زمزمې وکړي او د مینې د یوې ریښتینې استازې په ډول یې د خلکو په ذهن کې مینه او خوند وکاره.

زموږ د سندریز بڼ ملکه مېرمن قمرگله په داسې یوې ټولنې کې زېـږېدلې او لویه شوې وه چې هلته موسیقي غږول خو پرېـږده، اورېدل یې کبیره گناه گڼل کېـږي، خو زموږ د موسیقۍ ملکه هر ډول نادودو ته ودرېده، هره ستغه سپوره یې واورېده او ورته وېخندل، خو د ککرې په کومبزه کې یې د انساني مینې د ترنم نغمې غږولې، د موسیقي پر وزرونو یې الوت کاوه او د مینې او خوند پیامونه یې ترغوږنو او زړونو پورې رسول. اوس یې چې سترگې پټې شوې د حق یوه زره یې ښایي پر افغانستان باندې د حاکمو نویو واکدارانو له لوري نه یوازې دا چې ادا نه شي، نور مینوال او د موسیقي د بڼ بلبلان به یې هسې یادولو ته هم نه پرېښودل کېـږي.

مېرمن قمرگلې خپل ژوند له موسیقي او ترنم سره غوټه کړی و، د خپل ژوند ډېره موده یې موسیقۍ، سندرو، شعر او ترنم ته وقف کړې وه او له دې لارې یې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د انسانانو د ارامتیا او خوښۍ لپاره خپلې هنري هلې ځلې د ژوند ترپایه جاري وساتلې…»

تېرکال د قمرې د مړینې په پار له بېلابېلو پتو څخه د قمرگلې د ژوند په باب بیوگرافي ته ورته معلومات په پښتو او دري ژبو خپاره شول. د قمرې د خښولو ترمراسمو وروسته د هغې یوه لنډه بیوگرافي د پوهان محمدبشیر دودیال په قلم «د افغانستان لوی قاموس» لپاره ولیکل شوه چې «افغان جرمن پورتال»  کې خپره شوه چې زه یې دلته رانقلوم:«

د افغانستان لوی قاموس کې د میرمن قمرګلی لنډه پیژندنه

میرمن قمرګل له استاد زاخیل سره په ډیلی کې د یو کنسرت پرمهال

د افغانستان د راډیو او تلویزیون نامتو سندرغاړې، ارواښاده میرمن قمرګله له نن څخه اویا کاله مخکې (د۱۳۳۱ل.= ۱۹۵۲م. دجنوری  په یوویشتمه) ننګرهار د ښیوې د ولسوالۍ د شګې  په کلي کې یوې کلیوالي – بزګری کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی دی. له اووه کلنۍ څخه یې دکلی دودنو او خوښیو په ښځینه مجلسونو کی په سندرو ويلو پيل وکړ. څه موده وروسته له ښېوې څخه د جلال اباد بهسودو ته را کډه شول. د میرمن قمرګلی یو مشر ورور هم د خوښیو مجلسونو ته غوښتل کید، خو ډیر ژر تر ده قمرګله ډیره مشهوره شوه. وروسته کله چې  د راډیو افغانستان پروګرامونه پراخه شول، د استاد بریښنا، ملنګ جان او ارواښاد بینوا په هڅو د محلی سندرغاړو هڅونې ته پاملرنه وشوه، ګڼ شمیر هنرمندان او ممثلین له بدخشان څخه نیولی ترهرات، قندهار، لوګر، بامیان او کونړ پورې راډیو ته راوبلل شول، په دې لړ کې میرمن قمرګله هم رادیو افغانستان ته راغله. په  افغانستان راډيو کې د هغې لومړنۍ سندره چې داستاد خيال تر نظر لاندې ثبت شوې ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) او بیا ورپسې ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګوه …) وې. په دې توګه  لږ وخت کې هغه له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت نه دافغانستان د هنرپه ټول پراخه  آسمان کې وځلېدله. ۱۹۷۰مه میلادي لسیزه دهغې دشهرت اوج و. د ښکلی او جادویی غږ له امله هغی ته په هندوستان کې “دافغانستان لتا منګیشکر” او په وروستیو کلونو کی دلته په کابل کې ورته “د افغانستان بلبله” لقب ورکړل شو. په نولس کلنۍ کې یې ارواښاد زاخیل سره واده وکړ. استاد زاخیل هم د هنر په ډګر کې یو لوی  او نه هیریدونکی نوم دی. زاخیل شعر ویلو، هارموینه غږولو او کمپوز کی بیساری هنرمند و. د هغه دهارموینی یو جلا طرز و چی تراوسه بل هیڅ هنرمند په دی طرز ندی بریالی شوی. په پښتو ښځینه سندرغاړو کې وروسته تر رخشانی(حمیده وزیری) قمرګله دوهم ځای لري. په راډیو کې د ارواښادې لومړنۍ سندره دا وه:

 په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه …

یو څو نوری مشهوری سندری یی دادي:

  • لو دی د غنمو یاره، ستری را واچوه بنګړي راغلی دینه( دا سندره د راډیو افغانستان د فولکور موسیقی ارکستر سره د استاد سلیم سرمست په کمپوزثبت شوی ده)
  • زه انتظار کومه ستا سترګو  ولی پنا شوی دزما له سترګو…
  • شینګی با با زیارته ته می قبول کی دا سوالونه…
  • زه چې دا تور رانجه کم په سترګو پورې مورې، ځوانی مې ګورې موری…
  • زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم( دې سندرې ارواښادې ته د یوې دریدلی مور نوم ورکړ چی یو زوی یی په جګړه کې تری تم شوی و، د همدې احساس له مخې یې افغانانو او دنیاوالو ته د سولې او امن خواستونه پیل کړی وو).
  • په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه، ږلۍ وریږي – مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی،
  • چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه …
  • ورو، ورو ږده قدمونه اشنا…(دغې  سندرې ته د اعلیحضرت محمدظاهر شاه په حکم سرو زرو مډال ورکړشو، وروسته یې یو مډال یې وروسته تر ۱۳۵۲د افغانستان د لومړنی جمهوریت پر مهال تر لاسه کړ، یوځل د کال غوره سندرغاړې شوه او د دیموکراتیک جمهوریت پرمهال یې د(کارمند شایسته فرهنګ) لقب وګاټه. په ١٩٩٨ م. کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا یوه هنری جایزه او د غوره هنرمندې لقبونه ترلاسه کړل.

میرمن قمرګل درحمان بابا ، خوشال خټک ، حمزه شینواري ، اجمل خټک ، نصرالله حافظ، عبدالله غمخور،غلام دستکیر ړنګ او یو شمیرنورو غزلبولو شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي. په دغو هنري فعالیتونو کې یې خاوند، ورسره پوره مرسته کوله، هغی  هم په یوازې هم له زاخیل سره او هم له ګلنار بیګم، رخشانی، زرڅانګې او استاد ګل زمان سره ګډې سندری ثبت کړي دي، چې د راډیو آرشیف کې یې شمیر تر زرو پورې رسیږي. د ارواښادې ډیرې سندری وروسته نورو هنرمندانو هم ویلی لکه وجیهه رستګار، شکیلا ناز او ډیرو نورو. هغه په ملی تلویزیون کې هم څو ثبت شوی سندرې لري.

د دغې افغانې هنرمندې د هنر مینه وال په کوزه پښتیخا کې تر برې خوا هم زیات دي، د مسکو راډیو او آل انډیا راډیو په ارشیفونو کې یې هم ډیرې سندرې خوندي دي.  هغې دهیواد دننه ډیرو ولایتونو او له هیواد بهر؛ هند، پاکستان ، شوروی اتحاد ، دامریکي متحده ایالتونو اودمنځنۍ ایشیا هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي وو. هغه یوه دریدلې هنرمنده وه، دا ځکه چې د جهادي تنظیمونو د کابل دجګړو پر مهال یې يو ۲۲ کلن زوی (داود) ووژل شو او یو ۱۹ کلن زوی یې ميرويس ورک شو، خاوند یې استاد زاخېل په ۱۹۹۱ م. کې وفات شو او بیا له خپل ګران وطن څخه لومړی پېښور ته اوبیا له هغه ځایه کاناډا ته مهاجره شوه او د وطن آرمان یې په زړه پاتې شو.

دافغانستان دغه نامتو، محبوبه، مسافره، دریدلی سندرغاړې او د ولسونو له متن څخه را هسکه شوې ملی هنرمنده د ژوند وروستیو کې د سرطان په ناروغی اخته شوه او دجمعې په ورځ د۱۴۰۱ل. کال د لیندۍ پراتلسمه = (۱۰/۱۲/۲۰۲۲) کاناډا کی وفات شوه. له ارواښادې ميرمن قمر ګلې څخه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي .مشر زوی یې اجمل زاخیل او دوهم زوی یی ایمل زاخیل هم هنری نړۍ کې بوخت دي.»

د افغانستان د موسیقي ملکې مېرمن قمرگلې د لومړي تلین د درناوي په پار خپل هغه شعر یوځل بیا خپروم چې تېر کال مې د دې د مړینې د ویر لپاره لیکلی و:

زموږه سترگې، زموږ زړگی قمره

زمــوږ لــتـا، زمـوږ سُـر ـ لی قمره

زمــوږ اوبــه، زمــوږ مـنـگی قمره

تـږي وو ـ تـږي یو، اوبو ته غـږ ته

زمــوږه دیـــد، زمــوږ زړگی قمره

د مــیــیــنـــانــــو د زړگــیــو درزا

زمــوږه سترگې او زړه سوی قمره

غـږ یې شنیلی و او شنیلي یې کرل

زمــــوږ څـړمــنـی پـسـرلـی قـمره

د ژونـد څپې بـه یې له غـږ راوتې

زمـوږ سمـنـدر زمـوږ لښتی قـمره

هــره سـنـدره د خــوښـۍ گـاڼـه وه

زمـوږ بــاهـو، زمــوږ وښـی قمره

لکـه مـالي گلان کـرل یې هـر لور

زموږ غـاټـول، زمـوږ بـبری قمره

د خلکـو غـږ وه د هـر زړه اواز و

زموږ فریاد، زموږ زگېروی قمره

آصف بهاند

۱۰/۱۲/۲۰۲۲

هېدر سلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.