طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال له اروپایي اتحادیي څخه د هوایي ډګرونو د ساتنې د عملیاتو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
لکه څرنګه چې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو خدماتو ادارې (EAD) د یکشنبې په ماښام خبر ورکړی دی چې د طالبانو استازو پر خپلې هغې ژمنې ټینګار کړی دی چې د تقاضا او غوښتنې په صورت به له افغانستان څخه د افغانانو او بهرنیانو وتلو ته اجازه ور کړي. د دې په بدل کې طالبانو د هوایي ډګرونو د چارو سمبالولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د اروپایي اتحادیې په بیانیه کې راغلي دي چې طالبان به د هغو کسانو د بخښنې په اړه پر خپلې هغې ژمنې وفا وکړي چې د اګست په میاشت کې د دغې ډلې واک ته تر رسیدو مخکې، د طالبانو پر ضد کار کړی دی.
په دې کې د بیلګې په توګه هغه کسان هم شامل دي چې له نړیوالو ځواکونو سره یې د همکار او یا هم سیمه ایزو امنیتي ځواکونو په توګه کار کړی وي.
طالبانو او همدارنګه د اروپايي اتحادیي استازو «د ژمنې د را نږدې کیدو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د مخ پر خرابیدونکي بشري وضعیت په اړه شدیده انديښنه ښودلې ده.» د اروپایي اتحادیي د استازو په وینا بروکسل له افغانستان سره د لا زیاتو بشري مرستو ژمنه کړې ده.
دواړو خواو لږ مخکې تر دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو اونیو له پاره مذاکرات پيل شي، د قطر هیواد پلازمېنې دوحې ته د خبرو اترو له پاره خپل لوړپوړي استازي استولي و.
د اروپایي اتحادیي د بهرنیو خدماتو ادارې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره ډیالوګ یا دغه خبرې اترې د دغې اتحادیي له خوا د طالبانو د په رسمیت پيژندنې په معنی نه ده، بلکې دا«د اروپايي اتحادیي او افغان ولس د ګټو په برخه کې، د اروپايي اتحادیي د تعامل او ښکیلتیا یوه برخه ده».
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.