د پاکستان پوځ: يوه چورلکه مو غورځيدلې دوه پيلوټان وژل شوي 

644

د پاکستان پوځ وايي چې یوه چورلکه يې د دوشنبې په ورځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د خرابې هوا له کبله غورځيدلې چې دوه پيلوټان په کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه چورلکه د سیاچن په یوه یخچال کې لاندې وغورځيده. د سیاچن طبیعي یخچال د نړۍ یو تر ټولو اوږد طبيعي يخچال دی چې د قراقرم غرونو په سلسله کې موقعیت لري.

اعلاميې په سملاسي توګه د پيښې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د پيښې ځای ته د ژغورنې چورلکې او پوځيان روان شوي دي. دوه وژل شوي پيلوټان د میجر عرفان بیرچا او میجر راجا زيشان جهانزيب په نومونو ياد شوي دي.

د سیاچن سیمه پر خپلو غمیزو پيښو باندې شهرت لري. دا یوه متروکه سیمه ده چې سختې سړې هوا او برفکوچونو يې د ډيرو عسکرو ژوند اخیستی دی. پاکستان په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته، هند سره د کشمیر په سر له خپلو درو جنګونو څخه دوه يې په سیاچن کې کړي دي. له همدې کبله، دغې سیمې ته ځینې وخت د «نړۍ تر ټولو لوړ د جګړې میدان» هم ويل کیږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.