سیګار: امریکا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان سره ۱۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

72

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته واشنګټن له دغه هېواد سره ۱۷.۱۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

سیګار  د ثور په دیارلسمه (می) لیکلي چې په دې مرستو کې بشري مرستې او د امریکا د پخوانیو همکارانو د تګ او اوسیدو لګښت شامل دی.

د راپور پر بنسټ، له ۱۷.۱۹ میلیارده ډالرو څخه ۵.۳۶ میلیارده یې د واشنګټن د پخوانیو همکارانو د ایستلو، هستوګنې او لګښتونو لپاره او ۲.۸ میلیارده نور یې په افغانستان کې د بشري او پرمختیايي مرستو لپاره کارول شوي دي.

په راپور کې څرګنده شوې چې امریکا ته د افغان کډوالو د ښه راغلاست لپاره ۵.۵۳ میلیارده ډالره نور مصرف شوي او په سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو تخصیص د دغه هېواد د باور صندوق ته هم په دغو مرستو کې شامل دی.

سیګار په دغه راپور کې په افغانستان او سیمه کې د «داعش خراسان» ګواښونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، داعش په افغانستان او سیمه کې استخدام ته دوام ورکړی او دغې ډلې د بهرنیو اتباعو او غیر سلفی کسانو ګډون ته زیات پام اړولی دی.

سیګار زیاته کړه، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ردوي، خو د راپورونو پر بنسټ د ایران او پاکستان له خوا د خونړیو بریدونو تنظیموونکي په افغانستان کې روزل شوي او القاعده او پاکستاني طالبان هم په دغه هېواد کې فعال دي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې له «داعش خراسان» سره د طالبانو مقابله د دغې ډلې داخلي ګواښونو ته زیاته پاملرنه کوي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښ په اړه د بهرنیو چارواکو اندېښنه “پروپاګند او مبالغه” بللې وه او ادعا یې کړې وه چې دغه ډله ستونزې نه شي رامنځته کولی.

د طالبانو ویاند د «اپریل ۱۵» د طالبانو تر څارنې لاندې له ملي راډیو او ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې  د داعش خراسان څانګې د حضور په تړاو د غرب د اندېښنو په ځواب کې د بهرنیو چارواکو اندېښنه مبالغه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.