له اوکراين څخه اروپايي ټولني ته مهاجرت

431

پر اوکراين باندي د روسيې تر يرغل وروسته، اروپايي ټولنه له دغه هيواد څخه د ډېرو پناه غوښتونکو له راتگ څخه اندېښنه لري. د «پرو ازيول» په خبره بايد هغه افغانان او نور مهاجر هم ومنل سي چي مخکي له دې اوکراين ته تښتيدلي دي.

Russland Taganrog | Ankunft von Evakuierten aus Separatistengebieten in der Ukraine

 

د مهاجرو له پاره د اروپايي ټولني کمېسيون مرستيال، مارگاريتيس سکيناس څو وخته مخکي له نوموړي هيواد څخه د ممکنه مهاجرو د شمير اټکل د ۲۰ زرو او څه د پاسه يو ميليون ترمنځ کړي وو. د ملگرو ملتو د کډوالو چارو ادارې په حواله همدا اوس لا شاوخوا ۱۰۰ زره انسانان له اوکراين څخه د تېښتي په حال کي دي.

آيا اروپايي ټولنه له اوکراين څخه د مهاجرو راتگ ته آماده ده؟

د اروپايي ټولني کمېسيون د مشري اورزولا فون دير لاين، په حواله د اروپايي ټولني له ټولو ختيځو هيوادونو سره داسي يو«اضطراري پلان» جوړ سوی چي له مخي به يې له اوکراين څخه سمدستي مهاجر ومنل سي. فون دير لاين وويل: »موږ تمه لرو چي د امکان تر حده لږ مهاجر وي، خو بيا هم موږ ورته پوره آمادگي لرو.« د اروپايي ټولني د داخله چارو کميساري، ايلوا يوهانسن ويلي دي، پولند چي ښايي ډېر زيات اغيزمن سي، د مالي ملاتړ وعده ورکړل سوې ده، همدارنگه د اروپايي ټولني د سرحدي دفاع سازمان فرونتکس له لاري هم ممکنه مرستي تياري دي.

آلمان ته څه شي ګوري؟

د جرمني د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر په خبره، د آلمان حکومت له اوکراين څخه د مهاجرت څپې ته آماده دی. هغې د اوکراين مستقيمو گاونډيو هيوادونو په خاص ډول پولنډ ته د ملاتړ ژمنه وکړه. د آلمان ايالتونه په تيره بيا برلين او نيدرزاکسن د دغو مهاجرو منلو ته آمادگي ښودلې ده.

فيزر د اروپايي ټولني له يوې پريکړي څخه خبره وکړه ترڅو له جگړو مهاجرتونه پرته له کومي بيوروکراسۍ څخه ممکن سي.

د بشري حقونو سازمان «پرو ازيول» په دې اړه خپل ږغ پورته کړی چي، هغه کسان هم بايد ومنل سي چي مخکي له دې د نورو جگړو له امله اوکراين ته راتښتيدلي دي. د نوموړي سازمان په حواله په هغو کي د افغانستان، سوريې، چيچنيا او سوماليا اتباع شامل دي.

د اوکراين ګاونډي هيوادونه دغو مهاجرو ته څه ډول تياری نيسي؟

پولند له اوکراين سره څه د پاسه ۵۰۰ کيلومتره اوږد سرحد لري او اعلان يې کړی دی چي د اوکرايني مهاجرو له پاره د ځای پرځای کولو لومړني مرکزونه جوړوي.

د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت په حواله به دغه سرپناوي د دواړو هيوادونو ترمنځ په سرحدي لارو کي جوړي سي. د پولند داخله وزير ماريوڅ کامينسکي ويلي: «پولند به دومره ډېر انسانان ومني، هغومره چي يې په سرحد کي د ځای پرځای کيدو امکان وي.»

هنګري په روانه اونۍ کي اعلان وکړ چي خپل سرتيري به د بشري او امنيتي دلايلو له امله له اوکراين سره پولي ته واستوي، ترڅو د ممکنه راغلو مهاجرو غم وخوري.

همدارنگه د مالداويا جمهوريت هم چي د اروپايي ټولني غړی نه دی او له اوکراين سره سرحد نه لري. ولسمشري مايا ساندو د پنجشنبې په ورځ په تويتر کي ليکلي چي، تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۰۰۰ انسانان له اوکراين څخه د هغوی هيواد ته رارسيدلي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.